له بده مرغه چې له تېرو څلورو لسيزو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په بېلوبېلو نومونو جګړه روانه ده او لا هم د دې بدمرغه جګړې لمبې تازه ساتل شوې دي، په دې پړاو کې زموږ ډېر هېواد وال مري او ګڼ شمېر يې په ژونديو مړو بدل شوي دي، په دې مانا چې معلوليت او معيوبيت يې د ژوند خواږه لوټلي او ناهيلي شوي دي.
خبره دلته دا راولاړېږي چې د هېواد اقتصادي بنسټونه، ملي شتمنۍ د رنګونو ډکې سېمې د سیلانیانو ځایونه د جګړو او تاوتريخوالي ښکار وګرځېدل دا د اندېښنې وړ خبره ده او زه یې جدي ننګونه بولم .
له ځان سره مې فکر کاوه او خپل لېد لوری مې د هغه پرمختللو هېوادنو په لور کړ، چې د ارامۍ، سولې او ثبات له کبله ورځ تر بلې د پرمختک لارې طې کوي.
د ځېنو هېوادونو په اړه مې مطالعه وکړه، ورځ په ورځ نوښتونه، اختراغ ګانې او ….

هغه هېوادونو کې چې هلته امنیت قایم وي او اولادونو یې د خیانت او خرڅونې لپاره ملا نه وي تړلي، له زړه یې حدمت کړی وي او دا یې خپله وجېبه ګڼلې وي، له هرې برخې غني دې؛ خو له بده مرغه! چې زموږهېواد کې يوشمېر داسې اشخاص شتون لرې چې د بهرنې سیاسي کړیو، ډلو، ټپلو سره د غلامۍ ژوندون تېر وې او د څو پېسو په بدل کې خپله، لکه د ګل خاوره پلوري.
جابران یې سپېڅلي بدن ته د باروتو جامې وراغوندي، له هغوی ګیله نه کوو، ځکه زمونږ دوستان نه دي او زمونږ د لابودۍ برنامې یې په لار اچولي، همدا یې خپله خرفه ګرځولې ده.
شرم او ندامت هغه تورو څېرو ته په کار دی، چې د خپلې مور د خرڅولو لپاره لاس په کارېږي؛ خو وخت راتلونکی دی هر څوک به د خپل کړي عمل سزا وګوري، دا خبره ځکه کړم چې اوسني نظام کې ځېنې داسې سټې شته چې د وطن په مېنه مست ګرځي او د دې خاورې د رغولو، ابادولو او جوړولو لپاره خپل سرونه په تلي کې ګرځوې.
دلته ځېنې خلک هېوادنی احساس لري، لکه د غره د خاینانو پر وړاندې ډال شوي دي، د وطن پلورونکو ويجاړوونکو کړو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي. او د پلورل شوو فاسدو او معتصبينو څېرې به ډېر ژر راښکاره او د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې بیا به یې د راوتلو لار هم نه وې.
یادونه به زموږ دا وې هغه وګړو ته چې د ګران وطن پرضد جنایتکارې کړنې ترسره کوې او لا هم دې اور ته لمن وهې، ښه پایلې نه لري، ما وړاندې هم اشاره وکړه چې وطن جوړېږي نن وې که سبا، حکومت اوس تاسې ته سېنه غټه کړې ده او ستاسې راتګ ته هرکلی وايي، وخت مه مصرفوئ، ژر شئ او د خپل حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږئ او د ارآم ساه ګانې خپلو هېوادوالو او خاورې ته وروبښئ!.
ژمن شئ.
د یو سوکاله او ارام افغانستان په هیله!