تاند – په هرات ښار کې یوه غوسه شوي پلار خپله یونیم کلنه لور په بې رحمۍ سره ووژله.
ویل کیږي چې نجلۍ یونیم کال عمر درلود او کلثوم نومېده، خو دا نه ده یاده شوې چې د هغې کورنۍ اصلا د کوم ځای اوسېدونکي دي.
تاند ته راغلي معلومات د نجلۍ د مور له قوله وایي، چې پلار خپلې لور ته غږ وکړ چې ورشي، او هغې چې له ورتګ نه انکار وکړ، پلار یې راونیوله، ویې وهله او له ځمکې یې وویشتله چې څه وخت وروسته یې ساه ورکړه.
د کثلوم پلار له پېښې نه وروسته تښتېدلی او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.

په متمدنه نړۍ کې میندې او پلرونه له ماشومانو سره د چلند پر وخت د هغوی په مخکې کېني او د ستونزې علت ترې پوښتي.
ارواپوهان وایي چې کله یو لوی کس په ولاړه له ماشوم سره خبرې کوي، ماشوم د لوی شخص د قد لوړوالي ته په کتلو د کمترۍ احساس کوي چې دغه ناوړه احساس وروسته په عقدو او کینو بدلېږي.
دیني عالمان د اسلام د مبارک دین په استناد هم له لوڼو سره د ښه چلند توصیه کوي، خو په افغانستان کې د وروستیو څلورو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو په ګڼ شمېر افغانانو کې د زړه تنګۍ، اضطراب او پرېشانۍ داسې حالتونه رامنځته کړي چې په یو شمېر پېښو کې په بې حوصله ګۍ سره پرېکړې کوي چې وروسته پرې بې ګټې پښېماني ښیي.
هیله ده خبر سم کړئ، دا موضوع په هرات پوري اړوند ده ، نه کابل
دا نجلۍ په هرات کي وژل سوې.
د پلار نوم يې باران دی.
د هرات د محل کندهاری ها په سېمه کي دا وحشت تر سره سوی.
داسي چاه ته پلار لقب ورکول د پلار دمقام سره جفاه ده، او داسي بیلګي موږ ته دنړي شاه تګ را په ګوته کوي او هغه وخت ته موبیايي چي د اسلام د مقدس دین تر حضور مخکي به خلګو خپلي لورګاني ژوندي تر خاورو لاندي کولي
نعيم خان ددې سړي نوم بايد ګلۍ وه چه د خداى پاک قهر دئ او باران د خداى رحمت وي