ژباړن: حیات الله ژوند ||
زما په اند خدای حقیقت او عشق دی. خدای ایمانداري او اخلاق دی او خدای زړورتوب او بې پروايي ده. خدای د ژوند د رڼا سرچینه ده او په ورته مهال کې تر دې ټولو غوره دی. خدای وجدان دی. هغه ان د بې دینو او کافرانو الحاد او کفر دی؛ ځکه د بېبريده عشق له امله کافرانو ته هم د ژوند کولو فرصت ورکوي. هغه پلټونکی دی. خدای د ژبې او منطق له پولو اوړي. موږ ځان دومره نه پېژنو، چې څومره مو خدای پېژني او چې څه مو په زړه کې تېرېږي، تر موږه ډېر هغه پرې خبر دی. هغه زموږ خبرې درک کوي، سختدريخي نه کوي، هغه پوهېږي، څه چې وایو– که پخپله پوه شو یا نه – په زړه کې مو له سره شته نه. هغوی چې د خدای ملموس وجود غواړي، خدای په جسمي بڼه ورته څرګندېږي او هغوی چې يې د بت په بڼه غواړي، د بت په بڼه ورته څرګندېږي؛ خو یوازې مومنان د خدای وجود حس کوي او دا د کایناتو تر غوره حقیقت دی.
خدای د انسان هر څه دی. زموږ دننه او په ورته مهال کې تر موږه خورا لوړ او غوره دی. موږ د خدای نوم د ګوند له کنګرې نه ایسته کولی شو؛ خو د هغه د قدرت د لرې کولو وس نه لرو. د کومې ژمنتیا او کلک باور په اړه چې موږ غږېږو، هغه څه نه دي، چې د خدای په نوم کې پټ دي؟ د خدای تر بیرغ لاندې د ناوړه او ناانساني چارو ترسراوی یا د ځناورو په شان ناانساني چلن د هغه شتون نفي کولی نه شی. هغه د بېبریده رنځ او درد زغم دی.
خدای صابر دی او په ورته مهال کې جبار او قهار هم. د دې او ها دنیا تر ټولو سختګیر وجود دی. له موږ سره به داسې چلن کوي، چې له ګاونډيانو– حیوان یا انسان – سره مو کړی دی. هغه عذر او د ناپوهۍ او ناغېړۍ بهاني نه منې؛ خو په ورته مهال کې بېکچې بښونکي هم دی، خپلو بندګانو ته يې د مغفرت دراوزې پرلپسې پرانیستې دي. خدای تر ټولو لوی ازادپالی دی، ځکه موږ يې په رسۍ يا پړي نه یو تړلي، ازاد يې پرېښي یو، چې په خپل واک د خیر او شر تر منځ یو غوره کړو. هغه تر ټولو لوی جبار دی، چې بشر تر دې دمه پېژندلی دی، ځکه هغه زموږ له شونډو نه پياله بيرته اخيستی شي او د اختیار په نوم زموږ فعالیت محدودوي؛ نو له دې مخې موږ د خپلې خوښۍ او بوختیا اوزار جوړوي. په هندویزم کې دې ټولو ته «د هغه لوبې» – لیلا Lila – وايي او ټولو موجوداتو ته – Maya – «وېره» وایي. یواځې خدای شته، موږ هېڅ یو نه. که موږ وغواړو، چې واوسو، د هغه ذکر او پاکوالی باید پرلپسې او بېدمې په ژبه جاري وساتو او د هغه امر پرځای کړو. اړینه خو دا ده، چې باید د هغه له بانسي Bansi – شپېلۍ – سره سم وناڅو، که داسې وکړو، هر څه به منظم روان وي.
زه د خدای په اړه چې څنګه باوري لرم، غږېږم. زما په باور خدای هم خالق او پيداکوونکی دی او هم ناپيداکوونکی. زما دا باور د واقعیتونو له ډېروالي نه سرچینه اخلي. زه د جېنيزم مذهب (Jainism – جېنيزم مذهب تر ميلاد شپږ پېړۍ پخوا په هندوستان کې مهاویره تاسیس کړ. د دغه مذهب پيروان پر خدای باور نه لري او کاینات ازلي ګڼي.) د پيروانو له نظره خدای ناپيداکوونکی ذباتوم او د رامانوجه (Ramanuja – ۱۱۳۷ – ۱۰۱۷) له نظره بیا پيداکوونکی. موږ ټول د داسې وجود په اړه فکر کوو، چې د انساني فکر له پولو اوړي، داسې ځواک ستایو، چې زموږ د ستاینې له وسه لوړ دی، ځکه خو زموږ ځینې خبرې څه ګونګې دي او کله کله خو مو یوه خبره بله هغه ردوي، له دې امله برهمن (خدای) په ویدا کې «دا نه دی» په عبارت پېژندل شوی؛ خو که هغه دی هم نه؛ په شته والي کې يې شک نشته. که نن موږ همدلته یو او که زموږ پلرونه، میندې او غور نیکونه په پخوا زمانو کې وو، د حیرانتیا خبره به نه وي، چې د ټولې هستۍ پلار – مالک – مو هم په ذهن کې خپور شي. که هغه وجود ونه لري، نو زموږ وجود هم نه شي څرګندېدی؛ ځکه خو موږ ټول خدای په بېلابېلو نومونو لکه پراماتا، ایشورا، شيوا، ویشنو، راما، الله، خدای، يهوا، اهورامزدا او نورو بېشمېره نومونو پېژنو. هغه یو او په ورته مهال کې په ګڼو نومونو نومول کېږي. خدای له اټومي ذرې نه کوچني او د همالیا له غرونو نه لوی دی. هغه د سمندر په یوه څاڅکي کې ځایېدی شي؛ خو بیا تر اوو دریابونو نه هم لوی دی. هغه د منطق په زړي بشپړ نه شو پېژندلی. د هغه بشپړه پېژندنه د عقل له منګولو تښتي؛ خو د دې موضوع شرحې ته اړتیا هم نشته. دلته بیا لومړنۍ خبره ایمان کوي. منطق بېشمېره فرضيې جوړوی او بیا ردوی شي. ښايي یو ملحد ما په دلیلونو تر برید لاندي راولي او ملامت مې کړي؛ خو زما ایمان دومره بياوړی دی، چې ټوله دنیا مبارزې ته رابللی او په لوړ غږ ویلی شم: «خدای و، خدای شته او وي به.»
هغوی چې خدای نه مني، په خپله پرېکړه کې خپلواک دي. هغه (خدای) بښونکی او مهربان دی. خدای ځمکنی باچا نه دی، چې پر موږ د تسلط لپاره پوځ ته اړ وي. هغه زموږ ازادي ساتي او په ورته مهال کې د خپلې ارداې لپاره موږ قانع کوي هم. که موږ هر یو د خدای امر ته سر ټيټول د خپل شان سپکاوی وګڼو، هغه به وايي: «پرېږده، همداسې دې کوي. زما لمر به له تا نه یوه وړانګه هم په بله خوا وانه ړوي او وریځې چې ما پيدا کړې دي، له تا به د باران څاڅکي ونه سپموي، زه اړ نه یم، چې خپله واکمني پر تا ومنم.» پرېږدئ، چې ناپوهان د دا ډول خدای شتون وننګوي. زه د میلیونو هغه پوهو کسانو د ډلې یم، چې پر خدای باور لرم. زه به هېڅکه هغه ته له سر ټيټولو او د هغه د عظمت او جلال د نغمې له زمزمه کولو ستړی نه شم.
د خدای یوه ځانګړنه دا ده، چې مطلق قادر دی او په ورته مهال کې لوی ډيموکراټ هم. هغه زموږ یو عالم فرېبکاري ویني؛ خو بیا هم موږ ته څه نه وايي. هغه ويني، چې کوچني او بې ارزښته مخلوقات يې ان د هغه شتون ردوي، په داسې حال کې هغه زموږ شاوخوا په کوچنیو څيزونو او زموږ دننه وجود لري.خدای ښايي زموږ په شان لاس او پښه او د وجود نور غړي ونه لري، خو هر هغه څوک چې دی یې غوره کړي، ځان ورته څرګندوي.