تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان په شمال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه طبي کارکوونکې د اورتوپیدي په روغتون کې نن /دوشنبه/ د یوه ناروغ په ډزو ووژل شوه.
تراوسه څرګنده نه ده چې دا عمل په تروریستي انګېزه شوی او که نه.
د بلخ ولایت د امینه قوماندانۍ ویندوی شېرجان دراني وویل چې دا پېښه د مزارشریف ښار د اورپیدۍ په روغتون کې وشوه.
ده همداراز وویل چې حمله کوونکی او یو بل مشکوک کس نیول شوي دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویندوی احمد رامین ایاز حمله تایید کړه، خو نور معلومات یې ورنه کړل.
icrc guard killed one foreigner ? y
its not clear who is behindhand ?
very sad news