په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال الن یو وخت ویلي و، په افغانستان کې د ناټو او ایساف ځواکونه د بري پر لار دي او په وینا چې دغې بري ته یی په کلونو کلونو مزل کړی دی، اوس جنرال ډانفورډ وایي، هغوی بري ته ورنږدې شوي دي!
د حقیقت په ترازو کې دا ارزونه سمه نه بریښي، ځکه عملاً هر څه سم پر مخ ندي روان او تر اوسه د کړې جګړې لپاره هم متفق علیه تعریف راونه وت او هرڅه لکه د ړاندو اټن چپه او راسته تاوېږي، نو دې ټولو ناسازو ته په کتو سره د بریا نه بلکې یو له شرمه ډکه ماتې محاسبه کېږي او زموږ په اند دا د جنرالانو شخصي نظر دی او له حقیقت سره یې تړاو خورا پیکه بریښي، ځکه چې د جنرالانو په وینا تر اوږده جګړییز مزله وروسته هغوی کامیابۍ ته ورنږدې شوي دي، پداسې حال کې چې ددې اوږده مزل په جریان کې دلته په عمومي باور یو شمېر داسې مواردو او داسې چارو وده کړې ده، چې اصلاً په بریالیتوب کې نه محاسبه کېږي، بلکې دلته یی په هر ډګر کې د ناکامیو مور زېږولې ده.
که موږ د افغانستان هاغو لومړیو کولوو ته پام وکړو چې تازه تازه امریکایانو دلته شوبلې او سرتېري او الوتکې را وارد کړل، دا مهال نو په افغانستان کې د طالب اوالقاعده په نامه جګړه د نن په څېر په شدت نه محسوسېده او داسې ښکارېدل چې ګواکې په ملا مات شوي دي. نو که امریکایانو او ایساف یا ناټو بریالیتوب غوښتی، نو سمدستي به یې له هماغه پیله هغو مسایلو ته حل پلټلی وای، چې نن یې په اړه سرګردانه دي او دلته به یې هاغه د لومړیو ورځو امنیت پیاوړی کړی وای، چې نن یې ارمان کوي، برعکس د طالب په نامه جګړه هاغو سیمو ته هم و غځېده چې په ټول انقلاب کې پکې چا ډز نه و کړی…
د بریالیتابه بله ستره نښه اقتصادي تورم دی، چې دلته یې په غیر فطري ډول یو شمېر ښاغلي په اقتصادي لحاظ وپړسول، پداسې حال کې چې دغه مالي او اقتصادی پړسوب هم طبیعي نه و او په تدریجي بڼه نه وو رامنځ ته شوی، چې په راتلونکې کې ښایي د یو ټولنیز رنځ په توګه د بلا ورانکاریو سرچینه وګرځي.
که موږ لږ څه دقیقه محاسبه وکړو او په خپل څنګ او څټ کې وګورو، نو آیا هغوی چې له هنر او پوهې کنګال دي او دولت یا بهرنیان ورته لوړه کچه پولي امتیازات ورکوي، آیا د بهرنیانو تر وتلو وروسته به دوی د ژوند عادت کړې کچه راټیټه کړای شي؟ او که نه یې شي راټیټولای نو ایا دومره عواید به له کومه کوي؟ نو طبعاً چې یا به اختطاف کوي او یا به د نشه یي توکو کاروبار کوي چې متأسفانه دغه دواړه پایلې بریالیتوب نشو کڼلای.
د جان الن څخه د پوځي قوماندې د تسلیمولو پر مهال د نوموړي ځای ناستي څلور ستوریز جنرال جوزیف ډانفورډ بیا وویل، د قوماندانو ادلون بدلون په دې مانا نه دی چې ګواکې د ناټو او یا امریکا ارادې بدلې شوې دي.
که د امریکا او ناټو ارادې بدلې شوې نه وي، نو دا په دې مانا ده چې دلته به فساد نور هم زیاتېږي، ځکه چې د فساد په تر ټولو سترو عواملو کې د بهرنیانو کردار شامل دی. ځکه چې له دولت سره تر تفاهم پرته د بهرنیانو له خوا پټې او مستقلې معاملې ددې سبب شوي چې فساد زیات کړي او ددې ښه بېلګه هاغه بیا رغنیز قراردادونه دي چې یا یې ولایتي چارواکو او یا د چارواکو خېښانو ته ورکوي، چې ولسمشر کرزي د فساد سره د مبارزې په غونډه کې برالا د فساد د عواملو په سر کې یاد کړل.
زموږ په باور که دغه کارونه بریاوې ګنل کېږي، نو بیا خو تر ټولو ناکام هېوادونه هماغه دي چې هلته فساد نشته، جګړه نشته، د نشه یي توکو کاروبار نشته، بشري جنایات نشته او داسې نورهاغه شیان نشته، چې دلته په افغانستا ن کې د ناټو او امریکا یا انګلیس په برکت ایجاد شوي دي او پخوایې کومه بېلګه نه تر سترګو کېده.
زموږ په اند که ناټو یا امریکا له خپلو جعلي اتلولیو تېر شي او سم سیده حقیقت ته مراجعه وکړي، نو ښایي چې په ارادو کې یې مهم بدلون رامنځ ته شي، ځکه چې روانه ډرامه او د هغې پایلې یوازې په افغانستان پورې منحصرې نه پاتې کېږي، بلکې داسې وړاندوینې شونې دي، چې ددې ډرامې د لیدو لېوالتیا په پرمختللیو هېوادونو کې هم رامنځ ته شي او بیا به د نننۍ ورځي پسې بلا ارمانونه وشي، خو اوبه به تر ورخ تېرې وي.