تاند- پاکستان او ایران وايي، د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري او د تلپاتې سولې لپاره باید سیاسي خبرې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د تهران په سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وکتل او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر زیاتېدا یې ټینګار وکړ.
اصف مخکې تر دې چې له روحاني سره وویني د ایران له باندنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د افغانستان د جګړې او د ایران – پاکستان پر اړیکو اوږدې خبرې وکړې.
دواړو وویل چې د سیمې هیوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې حیاتي رول لرلی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تردې وړاندې چین ته تللی و او له چینايي چارواکو سره یې هم د افغانستان د مسلې او پاکستان ته د امریکا د وروستي خبرداري په اړه له چینايي چارواکو سره خبرې کړې وې.
ټاکل شوې ده چې خواجه اصف ترکیې ته هم لاړ شي.
خواجه اصف د ایران له دولتي خبري اژانس (ایرنا) سره په مرکه کې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا له نوې ستراتیژۍ سره په غیر مستقیم ډول مخالفت وکړ، ویې ویل چې په دې ستراتیژۍ کې پر جګړې تمرکز شوی خو د افغانستان مسله د جنګ له لارې نه حل کېږي؛ که حل کېدای ۱۶ کاله به جګړې دوام نه و کړی.
له بلې خوا د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي پرون له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې له پاکستان سره د امریکا د مالي مرستو بندېدا د امریکا په تاوان ده.
ده وویل چې پاکستان د تروریزم پر ضد جنګېږي او که مرستې پرې بندې شي، دا مبارزه به ټکنۍ شي.
په خواشینۍ سره همدا مضر ګاونډیان دي چې د خپل ورور ، مسلمان او ګاونډي افغانستان سوکالي، پرمختګ او ثبات نشي زغملی ، کله وایی اسلام مرزندارد، کله بیا نه شرق غواړی او نه غرب ، خو په افغانستان کې اسلامی جمهوریت غواړي. زمونږ هنر ، فرهنګ ، ادبیات مسخه کوي او خپلې ناچله واژې او کتابونه راليږي . کله د اوبو دعوه کوي ، او کله بیا بندونه ورانوي.
دا بله منحوسه د سرطان دانه بیا په افغانستان کې ستراتیژيک عمق لټوي او د هند له ډاره مونږ ته خوله جونګه جونګه کوي. د ټالب ، داعش ، القاعده او مجاهل په نوم خپل د آی اس آی افسران او ځري رالېږي. خر مرګي روزي ، مخامخ توغندي را سړي. زمونږ پلونه ، ښوونځي، روغتونونه ،سرکونه او کورونه را ورانوي. کډوال تر شکنجې لاندې نیسي ، حتی د یوې مظلومې کونډې کورنۍ زندان ته غورځوي ، ټول بشري ، اسلامی او د ښه ګاونډیتوب اصول تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان مظلوم ولس ته په کار ده چې نور بیدار شي ، خپل یوالی او هوښیاري وساتي ، د دښمنانو په خوږو او غوړ وعدو ونه غوليږي. وایی یا خپل کور یا خپل ګور.