ټرمپ

جميل وقار|

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتژي سره سم دوه زره امریکايي سرتېري او څه کم سل جنګي او باري الوتکې او چورلکې افغانستان ته په لاره دي. نوې سرتېري به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د دې ځواکونو هوايي ملاتړ کوي. ټول امریکايي ځواکونه په دوو پړاونو کې افغانستان ته را لېږل کېږي، څه باندې ۱۵۰۰ تنه نور سرتېري به له یو لړ جنګي مهماتو سره په دویم پړاو کې راشي.

امریکا دا ځل په دوو بڼو د وسله والو مخالفینو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې جګړه کوي. له مودو وروسته امریکا په مستقیم ډول بیرته د جګړې ډګر ته داخلېږي، د افغان ځواکونو روزونه او تجهیز په ځانګړې توګه د هوايي ځواک پياوړتیا په اولیتونو کې نیولي او تر ټولو مهمه دا چې پاکستان یې له هغې ګوتې نیولی، چې ډېر درد کوي.

څو لسیزې کېږي پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او دلته د دولتونو پر وړاندې د خپلو ګټو خوندې کولو په موخه وسله والې سختدریځي ډلې حمایه کوي. پاکستان ظاهراً د خپل رقیب هند مداخلې او په افغانستان کې د دې هېواد زیاتېدونکي نفوذ ویرې اخیستی، خو ویره یې یوازې له دې اړخه نه ده. پاکستان له رامنځ ته کېدو را په دې خوا په دې هڅه کې دی، چې له کومو لارو خپله بقا خوندې کړای شي، څنګه د بلوڅو، پښتنو او سیندیانو د بېلتون غوښتنې انګازې خاموشې او کشمیر خپل کړي؟ له همدې امله کله د مجاهد تر شا درېږي، کله یې د طالب لمن نیولي وي او کله د داعش په وسیله د ملتونو او هېوادونو د بربادۍ پلانونه تطبیقوي.

پاکستان دا ځل په خپله لومه کې بند دی، له دوو مجبوریتونو به یو انتخابوي او دا دواړه مجبوریتونه یې د حتمي ماتې لامل دي. که د سختدریځو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي، نوره نړۍ څه حتا نیږدې ملګري یې نشي زغملی او که له سختدریځۍ لاس اخلي د تروریزم په وسیله به یې د بقا مسله څنګه شي؟

د امریکا د نوې ستراتژي له اعلان وروسته پاکستان هڅه وکړه، چې د چین د ملاتړ په وساطت ځان مظلوم وښيي، په لومړي سر کې هڅو نتیجه هم ورکړه، خو د بریکس غونډې پرېکړه لیک سر نور هم پرې ګنګس کړ. بریکس چې د پاکستان استراتژيک او د بدو ورځو ملګری چین یې هم غړی دی، پاکستان ترې حداقل داسې توقع نه درلوده، چې رسوايي یې را وپاشي او په سختو حالاتو کې یې فشار نور هم لوړ کړي.

که د سترو قدرتونو سیاسي لوبې او سیمه ییزو سیاسي حالاتو ته وکتل شي، تر اوسه پورې د افغانستان نمرې لوړې او پاکستان ترې د پام وړ نمرې لاندې دی. امریکا د پخوانیو افغان حکومتونو په پرتله د اشرف غني په مشري له اوسني حکومت سره ډېرې همغږي او ښې اړیکې لري او دې ته په کتو امریکا د پاکستان په دوه ګوني لوبې ښه وپوهول شوه او د افغان اړخ غوښتنې یې په خلاصو غوږونو واورېدې. له طالبانو د ایران او روسیې ملاتړ د دې ډلې پخواني بډایه ملاتړي متحده عربي امارت او سعودي په قهر کړل او اوس اوس د پاکستان او وسله والو طالبانو پر ځای د افغان حکومت ننګه او ملاتړ کوي. د دې هېوادونو ملاتړ له دیني اړخه د وسله والو طالبانو جګړه نامشروع او د افغان حکومت په برحق والي کې ښه مرسته وکړه او کولای شي.

د نوې ستراتژي له اعلان وروسته افغان حکومت ته په کار دی، چې په دې برخه کې د سیمه ییزو قدرتونو همکاري جلب کړي. په استانه کې د اسلامي هېوادونو د دوه ورځني کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې ولسمشر غني هڅه وکړه چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د ځواکمنو سیمه ییزو هېوادونو مشرانو ته د امریکا د وروستۍ استراتژۍ په اړه قناعت ورکړي او تر ډېره په دې هڅه کې بریالی هم شو. ترکیه چې په سیمه ییزو لوبو کې ډېره دخیله او د پاکستان استراتژیک ملګری دی د جنوبي اسیا په اړه د امریکا له نوې استراتژي ملاتړ وکړ. دا هڅې نورې هم باید زیاتې شي، ترڅو پاکستان تر لا زیات فشار لاندې ونیول شي او افغانستان د لسیزو لسیزو بایللې لوبه خپله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *