تاند- په اروپا کې افغان پناه غوښتونکي او کډوال د دوی د ایستلو په اړه د اروپايي اتحادیې پر پالیسۍ د اعتراض لپاره مظاهرې کوي.

د اروپايي رسنیو د راپورونو له مخې، افغان پناه غوښتونکي د نړیوالو قوانینو پر اساس د خپلو حقونو غوښتنه کوي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې ډېر اروپايي هیوادونه سرغړونه کوي.

په ۲۰۱۶ کال اروپايي اتحادیې له ترکیبې او د افغانستان له حکومت سره دوې موافقې وکړې چې دواړه د کډوالو د حقونو سرغړوونکي دي.

د اروپايي اتحادیې او افغانستان ترمنځ د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د دوهمې نېټې موافقه د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو لاس خلاص پرېږدي چې هر څومره افغان پناه غوښتونکي چې د دوی زړه وغواړي په دې نامه بېرته افغانستان ته واستوي چې دا کسان اقتصادي مهاجر دي نه سیاسي.

دا موافقه د افغانستان حکومت ملزموي چې خپل اتباع ومني.

اروپايي رسنۍ وايي، په یوه افشا شوي سند کې څرګنده شوې چې اروپايي اتحادیې د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راوست چې دا موافقه لاسلیک کړي. دې اتحادیې افغانستان ته وویل چې که دا موافقه لاسلیک نه کړي د اروپايي هیوادونو مرستې به پرې بندې شي.

دا موافقه د افغانستان ملي شورا او د بشري حقونو ټولنو غندلې ده او دا خبره یې رد کړې چې ګنې افغانستان د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لپاره خوندي ځای دی.

خو له ترکیې سره د اتحادیې موافقې، چې دغه هیواد ته د څو ملیارد یورو د ورکولو په بدل کې شوې، د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب کړی دی.

ترکیې په دې شرط چې هر کال به څو ملیارد یورو مرسته ترلاسه کوي او له بلې خوا به ترک اتباع اروپا ته ازاد تللی شي، موافقه وکړه چې اروپا ته تللي کډوال دغه هیواد ته وګرځول شي.

د سږ کال د اګست په ۲۲ مه تر ۱۰۰ زیاتو افغان کډوالو په اتن کې په دې خاطر مظاهره وکړه چې ترکیې ته ستنول کېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *