پاکستانۍ رسنۍ وايي، په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو په يوه غونډه کې وويل چې هېواد به يې له هنده د پاکستان پر ضد کله هم مرسته و نه غواړي.

دا خبره تر يوې اندازې سمه ده، په ډيپلوماسي کې همداسې خبرې کېږي، خو سفير صاحب تر دې خبره وروسته په لوی لاس د جي‌ايچ‌کيو پر ژرنده اوبه ورخوشې کړې دي.

د پاکستانيو رسنيو د خبرونو په اساس، زاخېلوال وړاندې ويلي دي چې افغانستان بايد تر ډېورنډ کرښه دې غاړې ته، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو ټول پټنځايونه له منځه يوسي.

په دې سربېره يې ويلي دي چې افغانستان تېروتنه کړې ده، د هند او پاکستان په يارانه کې يې د انډول نه ساتلو غلطي کړې او داسې يې ښوولې چې ګواکې افغانستان ملامت دی.

خدای خبر زموږ پر ډيپلوماټانو څه ټکه پرېوتې، که د پاکستان په هوا او اوبو کې جادو دی.

سم سړی چې مو پاکستان ته ولاړ شي، په دويمه ورځ، خوله د ده وي، خبرې پرې د جي‌ايج‌کيو کېږي.

د حامدي کرزي د واکمنۍ پر مهال يو لوړپوړی افغان چارواکی پاکستان ته له اسنادو سره تللی و چې هلته يې پاکستانيانو ته پر مېز کېږدي او ور وفهموي چې ګورئ، پر افغانستان ملامت ياست.

دا ښاغلی چې دويمه ورځ راګرځېدلی و، کرزي صاحب ورڅخه راپور غوښتی و، ده په ځواب کې ورته ويلي، والله رييس صاحب پاکستانيان بد خلک نه دي، په اصل کې موږ ورباندې ملامت يوو.

اوس هماغه معضله زاخېلوال ته ورپېښه شوې.

له کومې ورځې چې پاکستاني طالبانو پر پاکستاني عسکرو د توپکو شپېلۍ ور اړولې دي، له هماغې ورځې پاکستانيان همالته د دوی په هېواد کې دننه او په نړيوالو غونډو کې همدا يوه خبره کوي چې د پاکستاني طالبانو پټن‌ځايونه په افغانستان کې دي او نړۍ ته داسې ښيي چې ګواکې پاکستان مظلوم دی، افغانستان يې دوښمنان ساتلي دي.

پاکستانيان په دې توګه غواړي د کوټې شورا، د پېښور او کراچۍ شوراوې، هلته د طالبانو شته مرکزونه، د طالبانو تمويل، روزل او افغانستان ته د جګړې له‌پاره رالېږل، پر هر څه تله تېره کړي او د هغو ټولو رذالتونو پړه چې دوی يې په ګاونډيتوب کې کوي، پر افغانستان ورواچوي، خو افغان لوري له هماغه اولې ورځې همدا خبره کړې ده چې د افغانستان لور ته د پاکستاني طالبانو هيڅ مرکز نه‌شته او نه هم افغانستان په ګاونډيتوب کې داسې پرېوتای شي.

اوس د ښاغلي سفير صاحب څرګندونو پاکستان ته يو ښه چانس په لاس ورکړ چې نغاره وډنګوي او نړۍ ته ووايي چې دا دی د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي، د هغه هېواد سفير دا دی چې په خپله خوله وايي چې افغانستان بايد د پاکستان د خوشحالولو له‌پاره هلته د پاکستاني طالبانو ټول مرکزونه له منځه يوسي.

د خپل هېواد په اړه داسې خبرې يا دا مانا لري چې سفير له خپله هېواده ناخبره، د خپل هېواد په دريځ خبر نه او د سيال هېواد د کور سړی دی، يا دا چې سفير په لوی لاس سيال هېواد ته وسله ورکوي چې د ده پر هېواد ډزې وکړي، دا دواړې خبرې د ملي سياست په قاموس کې کفر دی او په بښنه غوښتلو هم نه جبيره کېږي.

د يوه سفير دغسې څرګندونې پر خپل جال د ګول وهل دي او کوم لوبغاړی چې پر خپل ځان وارونه کوي، لېونی دی، بايد له لوبې وشړل شي.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ د مرکې لېوه”
  1. مونږ باید اول خپل غوږ وګورو چې پرځای دی اوکه نه ، وروسته بیا په سپي پسې منډې ووهو.
    اول باید معلومه کړو چې رښتیا په پنجاب کې زمونږ سفیر داسې کومه وینا کړې او که عبارت او مفهوم یې تحریف شوی دی، بیا قضاوت وکړو.

  2. سلام
    حضرت عمر زاخیلوال لکه دادفر سپانتا له اوږده نوم سره دامریکۍ غږ په ستودیو کې راڅرګند شو
    جزاک الله زاخیلوال او ددپلوماسی سفارت ادنړیوال اړیکی او هغه بیاهم د پاکستان زاخیلوال چې د داودیار ملګری وه مهارت دادی چې څه ډول یې دکرزی په کابینه کې ځای ونیوه اوبیا یی څنګه په نوی حکومت بې له هېڅ ډول پوهې او تجربې دسفارت مسولیت په غاړه واخیست ؟ خبره له غږ او منډو
    اوښتې ده هم دا کوه اوهم داعجیبه نړۍ شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *