ننګرهار والي د بهرنیو چارو او د نفوسو د ثبت احوال ادارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وږې په ۲۲مه د دې ولایت د بهرنیو چارو ریاست او د نفوسو د ثبت او احوال ادارو څخه لیدنه او څآرنه ترسره کړه.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل لومړی د دې ولایت بهرنیو چارو ریاست ته ولاړ،چې د بېلابېلو څانګو څخه یې لیدنه وکړه،د مراجعینو ستونزې یې واوریدې او همدا راز د مامورینو د حاضرۍ کتاب څخه یې هم څارنه او لیدنه ترسره کړه،چې په ترڅ کې هغه مامورین غیر حاضر شول،چې دنده کې یې حضور نه درلود او همدا راز په بېلابېلو برخو کې د یاد ریاست مسؤلینو ته هم لازمې سپارښتنې وکړې .

همدا راز سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت د نفوسو د ثبت او احوال ادارې څخه هم لیدنه او څآرنه ترسره کړه،چې په ترڅ کې د مراجعینو، مامورینو او مسؤلینو سره خبرې اترې ترسره او د دوی ستونزې،غوښتنې او د چارو په اړه یې ترې بشپړ معلومات تر لاسه کړل .

ننګرهار والي ته د نفوسو د ثبت او احوال ادارې د امر حفیظ الله پهلوان له لورې د یادې ادارې د بېلابېلو څانګو او ترسره شوو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل شول .

هغه زیاته کړه،په یاده اداره کې د نارینوو او میرمنو لپاره یې د سرپناه او نورو برخو کې بېلابېل سهولتونه برابر کړي او په ټاکلې وختونو کې د ادارو پوښتنلیکونو،تائیدیو او د نویو تذکرو د ورکړې چارې ترسره کوي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مراجعینو سره تر خبرو اترو او د بېلابېلو څانګو څخه تر لیدنې وروسته د دې ولایت د نفوسو د ثبت او احوال ادارې له چارو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه،چې د یادې ادارې مشر حفیظ الله پهلوان چارې به تقدیر کړي .

هغه همدا راز سپارښتنه وکړه،چې د تذکرو د ورکړې پر مهال له ډیر دقت څخه کار واخلي او همدا راز یې د چارو پر لا ګړندیتوب ټینګار وکړ.
د اچين ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د څلورمې پلې لوا قوماندان سره د يادې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ کې قومي مشرانو ملک عثمان، ملک وارث ، حاجې ملاجان ، حاجي ليوني او يو شمېر نورو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين سره د يادې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه ناسته وکړه.
د ورغلو قومي مشرانو په استازولۍ ملک عثمان په اچين ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت په برخه کې د ټولو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول دملي اردو څلورمې پلې لوا د موظفينو هڅې او سرښندنې د قدر وړ يادې کړې.
نوموړي دغه راز د يادې ولسوالۍ اړوند يو شمېر ستونزې هم د څلورمې پلې لوا قوماندان سره د حل په موخه شريکې کړې.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د اچين ولسوالۍ د ولسونو ميړانه وستايله ،چې په وينا يې تل يې خپلو امنيتي ځواکونو سره په هره برخه کې همکاري کړې.
نوموړي ورغلو مخورو ته ډاډ ورکړ ،چې د شته ستونزو په حل کې به يې هلې ځلې وکړي.
د ننګرهار ولايت د کوز کونړ او کامې په ولسواليو کې د پوهنې اړوند ستونزې د يو ورکشاپ له لارې د پوهنې رياست له مشرتابه سره شريکې شوې .
دغه ورکشاپ چې په جلال اباد کې د ماشوم ساتني نړيوالې ادارې په مرسته د مدني ټولنو، او بشري حقونو د همغږۍ د مرکز له لوري جوړ شوی و پکې د ياد مرکز مشر خان اقا غرمل د ښيوې او کامې په ولسواليو کې د تر سره کړو کړنو او دغلته دمعارف په چوکاټ کې د موجودو ستونزو يادونه په داسي حال کې وکړه چې ديادو ولسواليو د بيلابيلو ټولنو استازي هم موجود و او د پوهنې رياست له مشرتابه نه يي ديادو ستونزو د حل هيله وکړه.

د پوهنې سرپرست رئيس سيد عيسی سادات په خپلو خبرو کې په کامې او ښيوې ولسواليو کې دمعارف دروان بهير په اړه معلومات وړاندې کړل او په راتلونکي کې يې په دغو ولسواليو کې د معارف په برخه کې د رامنځته کيدونکو پرمختګونو يادونه وکړه او دستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.
د اوبو لګولو ټولنو 400 تنوغړو ته د زده کړې پروګرام لړۍ پيل شوه.
ننګرهار ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست د اوبو د تنظیم پروژې له لورې د دې ولایت د اوبو لګولو ټولنو ۴ سوه تنو غړو ته د زده کړې پروګرام لړۍ پیل شوه .
ياد پروګرام د ننګرهار کرنې,اوبولګولو او مالدارۍ ريس پوهنمل رفيع الله رحيمزي له لورې پرانستل شو.
رحيمزي د اوبخور په عصري ميتودونو, د اوبولګولو د ټولنو په مسوليتونو,صلاحيتونو اود هغوی په رول او ارزښت رڼا واچوله.

ورپسې په ختيځ زون کې په کرونده کې د اوبو د تنظيم پروژې مسول عتيق الرحمن جليل د اوبو لګولو د اتحاديو د جوړښت او فعاليت په اړه معلومات ورکړل.

د اوبولګولو ټولنې د غړو صلاحيتونه, تشکيلات, د ميراب, منشي, خزانه دار, چک باش او عمومي مجموعی دندې او واکونه, د غړو د ثبت دفتر, د غړو حقوق, مسوليتونه, د اوبخور د کانالونو د حفظ او مراقبت موضوعات د اوبولګولو ټولنو غړو ته د زده کړۍ په پروګرام کې په نظر کې نيول شوي دي.
جلال اباد ښاروالۍ د تېرې يوې ( اسد ) مياشتې د فعاليتونو حساب ورکوونې غونډه وکړه
د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وايي اداره يي ښاري حکومتوالۍ اصل ته ژمنه اداره ده او د ښاریانو د هوسا او ارام ژوند لپاره به لا زیات ګړندي ګامونه پورته کړي، د ښاري نظم او پاکۍ کې د ښاریانو اوږه په اوږه همکاري به ښار ته لا ښکلا ورکړي کنه پرته د ښاریانو د همکارۍ به د لکونو ښاریانو غوښتنى او ستونزو حل یو څه ستونزمن شي .

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل شکایت وکړ،چې ښاريان ورسره د ښار پاکوالي کې مرسته نه کوي او دوی نه شي کولی په شاوخوا ۷۰۰ کسانو( کارکونکو ) د دغومره ګڼ وګړنیز ښار خدمات په سمه توګه ترسره کړي .

نوموړي،چې د سې شنبې په ورځ يې د خپلې یوې میاشتې ( اسد ) فعاليتونو په تړاو ښاريانو ته د ځواب ورکونې غونډې په مثبت بدلون علمي او فرهنګي ټولنې د غونډو په تالار کې جوړه کړې وه، تر ډيره يې د ښاريانو له نه همکارۍ شکايت درلود.

د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجينر حکيم الدين عمرخېل د يادې غونډې برخه والو ته چې محصلین ، زده کونکي ، ځوانان ، مدني ټولنې فعالان ، پوهنتون استادان و ورته وویل چې په تېرې يوی مياشتی کې يې ادارې د خپلو بېلابېلو ټيکسونو له لارې په لکونو افغانۍ عايد تر لاسه کړي دي.
هغه وويل، د پاکوالي ټيکس په برخه کې ستونزې ډېرې دي او يوازې اتلس سلنه ښاريانو د صفايي ټيکس ورکړی دی او غوښتنه یې وکړه، چې ښاريان بايد پر وخت د ټکسونو په ورکولو سره له ښاروالۍ سره په ښاري انکشاف کې مرسته وکړي.

د مثبت بدلون علمي او فرهنګي ټولنې مشراو د الفلاح پوهنتون استاد عبدالبصیرسباوون وویل موږ د جلال اباد ښاروالۍ د حساب ورکوونې دا ډول غونډې ستایو ځکه د اداري چارو د روڼ والي یوه ښکاره بیلګه ده باید نوري اداري هم ښاریانو او د ښار د بیلابیلو قشرونوته د خپلو کړنو حساب ورکړي دا پردولتی ادارو او دولت د بارو غوره سرچینه بلل کیږي
د یادونې ده چې له تېر يوه کال راهېسې جلال اباد ښاروالۍ د خپلو فعاليتونو د حساب ورکوونې غونډې نيسي، چې کارپوهان ورته ډير هيله مند شوي او د ښاروالۍ د مسولینو په وینا دا ډول غونډو ته به ادامه ورکړي .
نازیانو کې د شهید اونۍ په مناسبت غونډه وشوه .
ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ مقام د غونډو په تالار کې د مسؤلینو او ځوانانو شورا په ګډون د شهید اونۍ په مناسبت غونډه ترسره شوه .

په دې غونډه کې د نازيان ولسوال قاضي طارق د خبرو پر مهال د سالاکار وزير او ننکرهار والي محمد ګلاب منګل سلامونه او نېکې هيلې د غونډې برخه والو ځوانانو سره شریکې کړې او همدا راز یې د شهيدانو پاکو ارواحو ته د بخښنې غوښتنه کړې وه او همدا راز یې د یادې ولسوالۍ ځوانان اتفاق ، اتحاد او يو والي ته هڅولي وو.

د نازیانو ولسوال وویل، ځوانان بايد نورو هېوادونو ته د پناه وړلو په ځاى د هېواد د امنيتي ليکو په پياوړي کولو کې برخه واخلي ، زده کړو او تعليم ته توجه وکړي او د خپل ژوند يوه شېبه هم بى ځايه تېره نه کړي .

ولسوال ځوانانو ته توصيه وکړه چې د خپل هېواد په ابادولو کې پوره برخه واخلي او د نشه یي توکو له استعمال نه ځانونه وساتي .
په غونډه کې د ځوانانو د شورا غړو هر يو زبېر ،حاجى رڼا ګل ، ميوند همت او باختر هم په خپل وار سره ګټورې خبرې وکړي او د غونډې کار هېواد ته دسولې د راتلو او پرمختګ په دعا سره پاى ته ورسيده ـ
د جلال اباد ښار له يوشمير بي وزلو زده کوونکو سره دقرطاسيې او ښوونځي د بکسو مرسته وشوه!
د دغو مرستو د ويش په مراسمو کې چې د بي بي حوا په ليسه کې جوړ شوي و د پوهنې رياست سرپرست سيد عيسي سادات له مرسته کوونکې خيريه ادارې نه له دغو بي وزلو زده کوونکو سره د مرستو له امله مننه وکړه او پر نورو مرسته کوونکو ادارو او شتمنو يې غږ وکړ چې د بې وزله زده کوونکو لاسنيوی وکړي.

بيا د (شګوفه نجات) د خيريه بنسټ مشرې ميرمن شګوفه نجات په خپلو خبرو کې په راتلونکې کې له اړمنو او بې وزلو زده کونکو سره د مرستو ډاډ ورکړ.
دغه مرستې چې د قرطاسيه او د ښوونځي بکسې پکې شاملې دي د جلا ل اباد ښار د الايي او بي بي حوا ليسو (۱۵۰) تنو زده کوونکوته وويشل شوې.

پنځه داعش وسله وال ووژل شول
د ننګرهار ولايت اچين او نازيانو ولسواليو کې د دوو جلا هوايي بريدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو شمېر وسلې لمنځه يوړل شوې.

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ پېښې سيمه کې تيره ورځ ناوخته د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې درې داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو شمېر وسلې لمنځه يوړل شوې.

دغه راز نن سهار شاوخوا اته بجې د دې ولايت نازيانو ولسوالۍ مربوطاتو کې هم د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه داعش وسله وال ووژل شول.
پنځه ديرش کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه شول
د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ غازي امان الله خان ښارګوټي کې پولیسو په يوه Mercedes موټر کې پنځه ديرش کيلو ګرامه چرس ونيول.

د معلوماتو له مخې دغه نشه يي توکي په ډېر مهارت سره په ياد موټر کې ځای پر ځای شوي و، چې په تور يې د بخت نصير په نوم يو تن نيول شوی دی.

دا په داسې حال ده، چې پولیسو دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ۱۰۹ کيلو ګرامه چرس او نور بېلابېل نشه يي توکي له څو تنو سره نيولي او نيول شوي کسان د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د تورخم اصنافو او سوداګرو ستونزې واوریدل شوې .
ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د یاد ښارګوټې د ښاروال سید سرور پاچا له لورې د اصنافو او سوداګرو ستونزې د حل په موخه واوریدل شوې .

د دې ناستې پر مهال د تورخم ښارګوټې اړوند اصنافو او سوداګرو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې،چې د تورخم ښاروال له لورې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یو بل خبر له مخې په تورخم ښارګوټې کې د اوږدې مودې وروسته لمریزه برېښنا جوړه او په ښارګوټې کې د شپې له لورې فعاله شوه .
د داعش وسله والې ډلې د درملنې ځای کې شپږ تنه ونيول شول
د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ شولانې سيمه کې افغان ګډو ځواکونو پر يوه کور عمليات کړي، چې په کې د داعش وسله والو د ټپيانو درملنه کيدله.

د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال په ياد کور کې داعش وسله والو سره د اړيکو په تور شپږ تنه نيول شوي دي.
له نيول شویو کسانو پوښتنې او ګرويګنې روانې دي.
#NMIC8
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

پوليسو په جلال اباد ښار کې (۷) تنه د بيلابيلو جرمونو په تورنيولي .
ننګرهار ولايت په مرکز کې پوليسو د مخکنيۍ اطلاع په اساس د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند لغمان هډې سيمه کې شپږ تنه قيماربازان د (۷۷۴۰۰) پاکستانۍ کلدارو او دوه جوړو قطعو سره يو ځای په داسې حال کې لاس پلاس نيولي ، چې په يوه کور کې په قيمارکولو بوخت و .
دغه راز دياد مديريت پوليسودجلال اباد ښار لومړۍ ناحيې سيمه کې يو تن دغلا په تور نيولی .
د امنيې قوماندانۍ مشرتابه د فساد او جرمونو په مخنيوي کې د ښاريانو له همکارۍ خوښ دی ، خو بيا هم ترې غوښتنه کوي ،چې په ياده برخه کې خپله همکاري لا پياوړې کړي.
#NMIC8 #
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
درې وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سدې سیمه کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو درې غړي ووژل شول او د دوی یو میل دهشکه هم تخریب شوه.
د معلوماتو له مخې په دې برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
#NMIC8 #ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *