تاند- د عوامي نشنل ګوند له لوري د قبایلي سیمو په اړه د بېلابېلو ګوندونو په غونډه کې غوښتنه وشوه چې دا سیمې دې ژر تر ژره له خیبر پښتونخوا سره یوځای شي.
د غونډې د پای په ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یا فاټا د یوځای کولو لپاره د اداري، مالي او قانوني چارو د بندوبست لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
دا اعلامیه د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام (ف) لاسلیک کړې نه ده.
د دواړو ګوندونو مشران پښتانه دي او هر یو ځان ته بېل بېل دلایل لري.
د ګوندونو په کنفرانس کې په قبایلي سیمو کې د ایف سي آر قانون د لغوه کېدو (ختمېدو) غوښتنه شوې او د پاکستان د ۲۰۱۸ کال په ملي جرګه (نشنل اسمبلي) کې د قبایلي سیمو اوسېدونکو ته د بشپړ استازیتوب پر ورکړه او د دې سیمو لپاره د ۱۰ کلن پرمختیايي پلان د جوړېدو پر ضرورت ټینګار شوی دی.
د عوامي نشنل ګوند ترڅنګ، د پاکستان پیپلز ګوند، قومي وطن ګوند، جماعت اسلامي او د جمعیت اسلام نورو ډلو له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو د پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی.
مولانا فضل الرحمن ویلي چې د هیواد د کومې سیمې د وضعیت د بدلولو حق د ملي جرګې غړي نه لري. ده همداراز ویلي چې له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو په یوځای کولو، یا له قبایلي سیمو څخه د جلا صوبې د جوړولو او یا هم په اوسني حالت کې یې د اصلاحاتو د راستلو په اړه باید له دغه ګوند سره مشوره وشي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د پاکستان پارلمان د قبایلي سیمو په چارو کې د مداخلې حق نه لري. ده همداراز ویلي«په ۱۶ ورځو کې د قبایلي سیمو په اړه هغه چا پرېکړه کړې چې د دغو سیمو په اړه معلومات نه لري.»
خو د عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي د فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي پر دریځ نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا عقل نه مني چې د قبایلي سیمو لپاره د حکومت پر اصلاحاتو د حکومت متحدان اعتراض وکړي.
اسفندیار ولي باور لري چې تر څو قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره ونه تړل شي په دغو سیمو کې ترهګري نه ختمېږي.
که څه هم د پاکستان له یوې صوبې سره د قبایلي سیمو یوځای کېدا ممکن د ډېرو په نظر د پاکستان د حکومت تر مستقیم کنټرول لاندې د افغانستان د خاورې د یوې برخې د راوستلو معنا ولري او په همدې خاطر یې مخالفت وکړي، خو حقیقت دا دی چې دا سیمې اوس هم د اسلام اباد تر مستقیمې ولکې لاندې دي او یوازې یې اوسېدونکي په محکمه کې د پولیټیکل ایجنټانو له ظلمونو د شکایتونو حق نه لري او همداراز له پرمختیايی پروژو او نورو امکاناتو بې برخې دي.
له خیبر پښتونخوا سره د دغو سیمو یوځای کېدا به د دې صوبې اهمیت او د نفوسو شمېر زیات کړي.
سلامونه،
اسفندیار ولیخان سیب او محمود خان اچکزی ساب ا.د.ن. رهبران او د فاټا مشران دې ؛لومړی پنجابي غدار فوج پر سر.ټیمار ډیورڼډ کرغیړنې کرښې د خار-لرونکو سیمانو او خندقونو پر کیندلو ، او همدا رنګه د افغانانو پر وژلو، شکنجو او بندیانولو خپل غږونه پورته کړي او خپل نرتوب دې وشيي ،؛بیا دې د بهرنیو تیروریستانو ځالې په ایبټ ابوټ ،پڼډۍ او نورو کې له مینځه یوسي، ؛او خپلو کې د یو شي نو بیا په پای کې دې له پنجابیانو د قبایلي سیمو د آبادولو هیله ولري .مڼنه . لراوبر یو افغان!