تاند- په کندهار کې د ناټو ځواکونو پر یوه کاروان په انتحاري برید کې لږترلږه ۴ رومانیايی پوځیان ټپیان شول.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې، چې نن /جمعه/ وشو، له میني بس موټر څخه کار واخیستل شو.
د ناټو ځواکونو تراوسه پورې د برید د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دا برید په دامان ولسوالي کې وشو چې د کندهار ښار په جنوب کې ده.
د پېښې شاهدان وايي چې د زورورې چاودنې ږغ یې اورېدلی او د پېښې په ځای کې یې دوړې او لوخړې لیدلي دي.