تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال نن د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره ولیدل.

ښاغلی زاخېلوال وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر اوسني وضعیت او د هغو د لا ښه کېدو پر لارو چارو خبرې وشوې.

ښاغلي زاخېلوال همداراز ویلي چې د پاکستان له صدراعظم سره یې په افغانستان کې پر سوله او ثبات هم خبرې کړي دي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې او په پاکستان کې یې د طالبانو او نورو سختدریځو پناهځایونه د نه زغملو بللي، د افغانستان په وړاندې د پاکستاني چارواکو دریځ ظاهراً خورا نرم شوی او له بېلابېلو افغان چارواکو سره په کتنو کې د پوره همکارۍ ژمنې کوي.

څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه په تاجکستان کې د افغانستان لوی درستیز جنرال یفتلي ته د بشپړې همکارۍ او د افغانستان په اړه د خپل هیواد د دریځ د بدلېدو ژمنه ورکړه.

پرون د پاکستان د پوځ پلاوي په کابل کې د همکاریو او همږغیو وعدې وکړې او ولسمشر غني هم په پکتیا کې وویل چې پاکستان د افغانستان په اړه له خپلې څلوېښت کلنې پالیسۍ لاس اخیستو ته چمتو شوی دی.

خو د پاکستان تېرو ژمنو ته په پام ډېر لږ افغانان باور کوي چې پاکستان به په رښتیا هم دریځ بدل کړی وي.

په لنډو ورځو کې به ښايي جوته شي چې د پاکستان په پالیسي کې حقیقي بدلون راغلی او که د امریکا د نوي ستراتیژۍ د بې اغېزه کولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *