تاند- د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته د پاکستان پر خاوره په لومړنۍ هوايي حمله کې لږترلږه ۳ سختدریځي وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو تایید کړې چې په دې برید کې، چې په کورمه قبایلي ایجنسۍ کې د سختدریځو پر یوه کور شوی، ۳ تنه وژل شوي دي.
په کورمه ایجنسۍ کې د پاکستان د مرکزي حکومت یوه جګپوړي چارواکي بصیرخان وزیر نن /جمعه/ وویل، بې پېلوټه الوتکې نن د سختدریځو پر یوه کور دوه توغندي وویشتل.
رویټرز خبري اژانس بیا د طالبانو د سرچینو په قول وویل چې دا برید د حقاني شبکې پر غړیو شوی دی.
بصیر وزیر وویل«د مولوي محب پر کور دوه توغندي ولګېدل او ۳ تنه ووژل شول.»
محب د حقاني شبکې غړی بلل شوی دی. دا شبکه په پاکستان کې مېشته ده.
د چهارشنبې په ورځ پاکستان له قبایلي سیمو د بې سرحده ډاکترانو کارکوونکي او ډاکتران وایستل.
ګومان کېږي چې پاکستان دا کار د دې لپاره کړی چې د دغه هیواد استخبارات شک لري چې د بې سرحده ډاکترانو کارکوونکي به د طالبانو او حقاني شبکې د مرکزونو په اړه امریکایانو ته معلومات ورکړي.
دا لا څرګنده نه ده چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې دا برید د پاکستان د پوځ او استخباراتو د معلوماتو او موافقې پر اساس کړی او که هغوی ته د اطلاع له ورکولو پرته یې کړی دی.
ویل کېږي چې په تېرو کلونو کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د پاکستان د استخباراتی ادارو د غلطو معلوماتو پر اساس ډېرې حملې د سیمې پر عادي اوسېدونکو او یا هم د القاعده پر بهرنیو غړیو کړي او د حقاني شبکه او طالبان یې ژغورلي دي.