تاند- د امریکا د سي آی اې ريیس د امریکا له ولسمشره غوښتي چې دې ادارې ته واک ورکړي چې په افغانستان کې له بې پېلوټه الوتکو کار واخلي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، سي آی اې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو د پټو عملیاتو واک ترلاسه کړي.

په تېرو ۱۶ کلونو کې سي آی اې د سختدریځو د پټنځایونو د موندلو مسوولیت درلود خو برید به د امریکا د پوځ بې پېلوټه الوتکو کاوه.

په راپور کې د امریکا د پوځ او استخباراتو د پخوانیو او اوسنیو چارواکو په قول ویل شوي چې پینتاګون له دې وړاندیز سره مخالف دی خو داسې ښکاري چې سپینه ماڼۍ ورسره موافقه ده.

که ولسمشر ټرمپ دا وړاندیز تایید کړ، نو دا به لومړی ځل وي چې سي آی اې یا د امریکا مرکزي استخباراتي اداره په افغانستان کې دومره زیات واک ترلاسه کوي.

دغه راز به له دې سره د افغانستان او پاکستان په پوله او قبایلي سیمو کې د سي آی اې عملیات زیات شي.

د سي آی اې مشر مایک پامپیو له ولسمشر ټرمپ څخه په وروستیو کې غوښتي چې هغه محدودیتونه لېري کړي چې پخواني ولسمشر بارک اوباما پر دې ادارې په افغانستان – پاکستان کې لګولي ول ځکه چې دا محدودیتونه د امریکا د تروریستي ضد عملیاتو اغېز کموي.

پخواني ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پر هوايي بریدونو یو لړ محدودیونه لګولي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *