د بریکس د غړیو هیوادونو مشران

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

د برېکس په نوم د نړۍ د پنځو ځواکمنو هېوادونو سازمان، د خپلې وروستۍ غونډې په اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ (۱۱ سپټمبر) خپره شوه، په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې، د وسله­والو طالبانو، القاعدې، حقاني شبکې، داعش، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او ځینو نورو وسله‌والو ډلو فعاليتونه وغندل.

تر ټولو مهمه دا وه، چې په دغه اعلامیه کې د «پاکستان دننه» کلمه کارول شوې وه، کوم څه چې د پاکستان غبرګون راوپاروه او د برېکس سازمان دغه ګډه اعلامیه یې داسې مهال رد کړه، چې د پاکستان ستراتېژيک ملګری چین هم د دغې اعلامیې برخه و.

دا چې د برېکس سازمان کله جوړ شو او موخې یې څه دي؟ د برېکس سازمان د «زیامین» اعلامیه کې څه وو او پر سیمه به د دغې اعلامیې اغېزې څه وي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دي. 

د بریکس سازمان پېژندنه

د برېک سازمان طرحه په ۲۰۰۱ کال کې د ګولډمن ساکس کمپنۍ مشر جیم او نیل په خپله یوه لیکنه کې وړاندې کړه. په پيل کې برېک د څلورو هېوادونو مجموعه وه او د هر هېواد له لومړي لفظ څخه یې د برېک نوم جوړ کړی و. په برېک سازمان کې (ب-برازیل؛ ر-روسیه؛ ې (انګریزي آی)-هند (انډیا)؛ ک (انګریزي سي)-چین) برازیل، روسیه، هند او چین شامل وو. په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افریقا هم پکې شامله شوه او په دې توګه دا سازمان د برېکس په نامه ياد شو.

د برېکس سازمان په حوزو کې د نړۍ ۴۱ سلنه وګړي مېشت دي؛ د نړۍ ۲۲ سلنه خام داخلي عاید برابروي؛ د نړۍ ۲۷ سلنه خاوره یې په بر کې نیولې؛ د نړۍ ۵۰ سلنه اقتصادي وده جوړوي؛ په نړیوال بانک کې یې د رایو زور ۱۳.۲۴ سلنه دی او په آی اېم اېف يا د پيسو نړيوال صندوق کې یې ۱۵ سلنه برخه ده.

د برېکس د زیامین اعلامیه او غبرګونونه

د برېکس په ۹مه غونډه کې چې د چین په زیامین ښار کې وشوه. د پنځه واړو غړو هېوادونو ولسمشرانو پکې ګډون وکړ. که څه هم دغه سازمان هر ځل غونډې کوي او اعلامیې خپروي؛ خو دا ځل یې ارزښت په دې کې و، چې په سیمه کې یې «تروریزم» او د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت ته هم اشاره وکړه.

د بېلګې په توګه د برېکس سازمان په افغانستان کې د وسله­والو ډلو په تېره بیا د طالبانو، القاعدې، حقاني شبکې، داعش او نورو ډلو تاوتریخوالی وغنده. له همدې کبله یې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ غږ هم پورته کړ. دغه راز دغه سازمان په پاکستان کې مېشتو ډلو ته هم اشاره کړې، چې د سیمې امنیت ته ګواښ جوړوي. په دغو کې د طالبانو او حقاني شبکې ترڅنګ، د جیش محمد او لشکر طیبه نومونه هم یاد شوي دي. دا په ښکاره له افغان او هندي دریځونو ملاتړ دی. له همدې ځایه ده، چې دواړو افغانستان او هندوستان د برېکس اعلامیه تاریخي بللې او پراخ هرکلی يې ترې کړی دی.

په بل اړخ کې، پاکستان بيا دغه اعلامیه رد کړې ده. د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت نیولې تر دفاع وزارت پورې، ډېری چارواکو پر دغې اعلامیې تبصرې کړې دي. د پاکستان د رسمي دریځ له مخې، دا افغانستان دی، چې د سیمې امنیت ته ګواښ دی؛ ځکه د دوی په اند، افغان امنیتي ځواکونه په خپله تر ۵۵ سلنه زياته خاوره ولکه نه لري. د دې ترڅنګ اسلام‌آباد د تېر په څېر د همدردۍ کارډ هم ولوباوه، چې ګويا دا په حقیقت کې پاکستان دی، چې د «تروریزم» ښکار دی، نه نور.

ولې د برېکس وروستۍ اعلاميه هيښوونکې ده؟

زموږ سیمه دا مهال له په زړه پورې جیوپولیټیکو بدلونونو تېرېږي. د شانګهای همکارۍ سازمان چې یو امنیتي او اقتصادي سازمان دی، اوس په تدریجي توګه کلتوري اړخ هم خپلوي. د شانګهای د همکارۍ سازمان د ځوانانو دویم کمپ یې بېلګه ده. دغه راز د برېکس سازمان هم، چې تر ډېره یو اقتصادي فورم ګڼل کېږي، په تدریجي توګه د سیمې امنیتي اړخ ته پام کوي. د برېکس سازمان د زیامین اعلامیه کې یوازې د تروریزم برخه د ډېرو لپاره هېښوونکې وه. خو دا چاره د څو عواملو له کبله وه:

لومړی؛ چین په لومړي ځل او په ښکاره توګه د تروریزم او په پاکستان کې د القاعدې، طالبانو او حقاني شبکې وسله­والو ډلو د شتون پرضد، له پاکستاني دریځ څخه ملاتړ ونه کړ، بلکې برعکس یې په غیر مستقیمه توګه د هند او افغانستان له دریځونو ملاتړ وکړ.

دویم؛ چین په لومړي ځل په پاکستان کې هند-ضد وسله­والې ډلې د تروریستي ډلو په کتار کې راوستې او د دوی پر شتون یې اندېښنه وښوده. هغه هم داسې مهال، چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې، چین څو ځله په ملګرو ملتونو کې د جیش محمد مشر د «تروریست» په توګه د پېژندلو په لاره کې، د هند خنډ ګرځېده.

درېیم؛ له روسیې او چین سره د پاکستان نږدې کېدونکو اړیکو سره سره، بیجینګ او مسکو له یوې داسې اعلامیې ملاتړ وکړ، چې تمه یې نه ترې کېده.

څلورم؛ دا اعلامیه له دې کبله هم ډېره هېښوونکې وه، چې له څو کلونو راهیسې همدا د هند او افغانستان د بهرني سیاست اصلي خبرې وې. له همدې ځایه ده، چې دا اعلامیه ښايي تر ډېره د هند او افغانستان د ډيپلوماسۍ بریالیتوب بلل کېږي. 

پر سیمه د برېکس اعلامیې اغېزې

د برېکس د زیامین اعلامیه به په لاندې برخو کې په سیمه‌ییزه کچه خپلې اغېزې ولري:

لومړی؛ د پاکستان-چین اړیکې: چین له تېرو څو کلونو راهیسې په رسمي غونډو کې پر پاکستان فشارونه راوړي، چې نور نو وسله‌والې ډلې د بهرني سیاست د آلو په توګه ونه کاروي. کوم څه چې پاکستان يې له ډېر وخت راهیسې کوي. دغه فشارونه به تر ډېره له عامه خلکو او رسنیو لرې او پټ وو. خو دا لومړی ځل دی، چې چین د پاکستان له دغه سیاست سره زړه­بداوی ښيي. له دې سره سره، دا د دې معنا هم نه لري، چې د پاکستان-چین ستراتېژيکې اړیکې مخ په ځوړ روانې دي؛ بلکې چین د خپلو لویو سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو د امنیت لپاره پر پاکستان فشار زیاتوي، هغه هم په داسې مهال چې پاکستان نور د امریکا ستراتېژيک ملګری نه دی!

دویم؛ افغانستان: د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلې دورې له پيله د «تروریزم» پرضد د سیمه‌ییزې اجماع په راپورته کولو پسې و. په همدې موخه یې ډېرو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل؛ خو یوازې له چین پرته نورو هېوادونو مثبت ځواب ورنه­کړ. خو د برېکس وروستۍ اعلامیې د کابل هیلې بیا ژوندۍ کړې؛ ځکه له یوې خوا یې د افغانستان قضیې ښکېل لوبغاړی پاکستان وګاڼه او له بلې خوا یې نه یوازې دا چې د وسله­والو ډلو تاوتریخوالی وغنده، بلکې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د مرستو ژمنه هم وکړه.

درېیم؛ هند-چین اړیکې: د روان کال له جولای میاشتې راهیسې د هند او چین ترمنځ په ډوکلان سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی و او له ۱۹۶۲ کال راهیسې دا لومړی ځل و، چې د دواړو هېوادونو سرحدي اړیکې دومره ترینګلې وې. مګر د برېکس سازمان له غونډې یوه اوونۍ وړاندې دواړه هېوادونه هوکړې ته ورسېدل او دا کړکیچ حل شو. دغه حالت بیا د برېکس وروستۍ اعلامیې په رامنځته کولو کې هم رول ولوباوه. چین په روان کال کې په دوو ځایونو کې د پاکستان پر پلوۍ د هند په لاره کې خنډ وګرځېد: په «اېن اېس جي» ډله کې د هند شاملېدل او په ملګرو ملتونو کې د جیش محمد مشر مسعود اظهر د «تروریست» په توګه پېژندل. خو اوس د برېکس په اعلامیه کې د جیش محمد او لشکر طیبه نومونه شاملول به، تر څه حده د هند-چین پر اړیکو اغېزه وکړي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *