استاد عبدالله وردک له ۲۵ کلونو راهیسې د بریتانیا په پوهنتونونو کې په تدریس بوخت دی. ده د تدریس په برخه کې یو لړ لیکنې کړي چې د تاند له لارې یې له لوستونکو سره شریکوي ګوندي په افغانستان کې د تدریس په چارو بوخت کسان ورڅخه ګټه واخلي.

تاند


لومړۍ برخه – انګلستان

له ټولو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هيله کوم چې زما ليکنه ښه په غور او دقت سره تر آخره ولولي، په هغه کې ښه فکر وکړي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او وروسته بيا قضاوت وکړي.

زما يوازينی هدف خپلو وروڼو او خویندوته د تعليم او تربيې په برخه کې فی سبيل الله خدمت کول دي، او بس۰ زه غواړم چې د تعليم اوتربيې په برخه کې خپلې ټولې تجربې په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره د لوستونکو حضور ته وړاندې کړم. له هغو لوستونکو څخه چې له ما سره پخوانۍ پيژندګلوي نلري، هیله کوم چې داسې فکر ونکړي چې خدای ناخواسته زه کبرجن يم۰ الله(ج) د مونزه او تاسې ټول له کبر او ځان ښودنې څخه وساتي، زه انشاءالله يوه ذره کبر نلرم او هم د ځان ښودنې شوق نلرم۰ د مثال په توګه: ما دلته په انګلستان کې ۳۳ کاله په زده کړه او تدریس تير کړي، مګر زه تر اوسه یو عادی موټر نشم چلولای.                                                                                                                                             

که چېرې دغه زما لومړنۍ ليکنه چاته ګټوره وبرېښېده ، نو انشاءالله نورې ليکنې به هم د تعليم په حيصه کې وړاندې کړم.

تر ټولو لومړی زه غواړم چې خپل ځان ګرانو لوستونکو ته په پوره توګه معرفی کړم، او غواړم چې د ځان د معرفي کولو اصلی هدف په لاندې ډول سره بیان کړم:

زما لومړنی هدف د خپل ځان د معرفی کولو څخه دا دی چې لوستونکو ته د لېکونکي په باره کې کافی معلومات وړاندې کړم تر څو دوی وتوانېدلای شی چه د لیکونکي د آینده لیکنو د کیفیت په هکله په سمه توګه قضاوت وکولای شي.

دوهم هدف مې دا دی چې لوستونکو ته دغه حقیقت ور په ګوته کړم چې الحمدالله یو مسلمان له هیچا څخه په هیڅ شي کې کم ندي او همدارنګه په آینده کې هغې غلطې مفکورې ته چې: ”په عصری علومو کې د یوه مسلمان پوهه له یوه غیر مسلمان څخه یوه اندازه کمه ده“ د شک او تردید په سترګه وکتل شی.

دریم هدف مې دادی چې په ګران افغانستان کې ځنې محترم استادان او مسٔولین دغې نقطې ته په ډېر احترامانه ډول متوجه شی چه په ځنو پوهنتونو کې د ځنو مضامینو د تعلیمی نصاب بدلېدو ته اشد ضرورت دی. استادان باید خپل تعلیمي نصاب او درسی لکچرونه د ورځني عصری علومو او ضروریاتو په رڼاکې ترتیب کړی.

څلورم هدف مې دادی چه د افغانستان ګرانو شاګردانو ته وښیم چه دوی هم له بل هر شاګرد څخه په هیڅ شی کې الحمدالله کم ندي او یوازې د هغه ملک شرایط دي، چه دغه تفاوتونه یې منځ ته راوړي. دوی باید له موجوده شرایطو څخه د خپل تعلیم په هکله اعظمي ګټه پورته کړي او موجوده ناوړه شرایطو ته خپل ځانونه تسلیم نکړي.

پنځم هدف مې دادی چې قدرمنو استادانو ته په ډېره عاجزۍ سره دغه ټکی ور په یاد کړم چه د دوی رویه د شاګردانو په آینده مستقیماً ښه او بده اغیزه لرلای شي.

غواړم چه یو بل ډېر مهم ټکي ته هم اشاره وکړم چه الحمدالله په اوسني وخت کې د استادانو د علمی سویې د لوړولو د پاره د پخواه پرتله یو څه کار شوی، اما دوی یوازې د شاګردۍ تجربه تر لاسه کړیده او دوی د استادۍ په حیصه کې کومه تجربه نده تر لاسه کړې. کله چه یو محصل او یا استاد د لوړو زده کړو د پاره بهر ملکونو ته ځي، هغه یوازې خپل لېسانس، ماستری، یا دوکتورا اخلی او بیا خپلو ملکونو ته بېرته ځی، او هغه د خپلو استادانو له داخلی کړنلارې څخه باالکل نا خبره وی. د مثال په توګه: دوی د امتحان د سوالونو د جوړولو او نمرې ورکولو او د استادانو د نورو تعلیمی کارونو په حصه کې کافی معلومات نلری. اما هغه استادان چه هم یې په خارج کې درس ویلی وي او هم په خارجي ملکونو کې په مکتبو، کالجو او یا پوهنتونو کې استادان وی، که چېرې دوی له زړه وکړی، دوی خپلو وطنوالو ته ډېر خدمت کولای شی. دوی کولای شی چه خپلې تعلیمی تجربې په افغانستان کې د استادانو سره حد اقل د لیکنو پواسطه شریکې کړي.

زه پخپله یو له هغو کسانو څخه یم چې ما ټولې زده کړې په افغانستان، انګلستان او لږ شانته په امریکه کې کړی دی او فعلاً د ۲۵ کالو را پدیخواه دلته د انګلستان په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې تدریس کوم. زه غواړم چې خپلې تعلیمي تجربې له خپلو وطنوالو (په خاصه توګه له استادانو او شاګردانو) سره په ډېر اخلاص او خوښحالۍ سره خاص د الله(ج) د رضاء لپاره شریکې کړم.

زه اوس غواړم چې خپل ځان د محترمو لوستونکو د پاره په لاندې ډول په مکمله توګه معرفی کړم.

​​​​​​​​​زده کړې:

​​​​​​د سیدآباد متوسطه (عمومى اول نمره)،

​​​​​​​​ثانوى تخنيك (عمومى اول نمره)،

​​​​​​دکابل انجينرۍ پوهنځۍ (عمومی اول نمره).

نوټ : دانجينرۍ د پوهنځۍ د څلورم ټولګي څخه د ۶ میاشتو لپاره د فولبرايت دامتحان په ذريعه امریکې ته تلل.

​​نوټ : د فارغيدو څخه سمدلاسه د کابل پوهنتون د انجينرۍ په پوهنځۍ کی د استاد په حیث مقررکيدل.

رشته: برق

​​​​​نوټ : د انجينرۍ په پوهنځي کې ۶ کاله تدريس کول.

نوټ : په ۱۳۶۲ کال کې پاکستان ته مهاجر کيدل او نږدې یو کال وروسته د برېتېش کونسل د بورس په ذريعه انګلستان ته د ۱۳ مياشتو د پاره د ماسترۍ دپاره راتلل.

په انګلستان کې زده کړې:

زه د ۱۳۶۳ کال دجوزا د میاشتې په ۳۱ نېټه چې د کال اوږده ورخ ده او د روژې مبارکه میاشت وه، لندن ته د درس ویلو د پاره راغلم۰

ما خپله کورنۍ په افغانستان کې خبره نکړه او ما فکر کاوه چې ترڅو دوی خبريږي، ما به خپله ماستري خلاصه کړی وی اوزه به بيرته پاکستان ته راغلی وم۰ اما داسې ونه شول او زه تر اوسه دلته په انګلستان کې پروت يم.

کیسه په لاندې ډول سره وه :

د ځینو دوستانو په مشوره ما پوهنتون بدل کړ اوهغه نوي پوهنتون زه ماسترۍ ته قبول نکړم او ماته يې وويل چې زه بايد د دوی پوهنځی له سره ووايم۰ دوی ته د ځنو دلايلو له کبله د افغانستان تعليمی اسناد بې اعتباره شوی و، او په دغه پوهنتون کې له ما څخه مخکې ځنو افغانانو درس شروع کړی و۰ ما ډېر غالمغال وکړ او ما دغه فيصله نه منله۰

ماورته ويل چې ما خپل ليسانس دکابل د پوهنتون څخه اخستی دی، او هم مې ۶ مياشتې په امريکه کې سبق ويلی، او هم ۶ کاله مې دانجينرۍ په پوهنځۍ کې درس ورکړی، او زه کولای شم چې د ماسترۍ پروګرام سمدلاسه شروع کړم۰

وروسته له ډېر جنجال څخه فیصله وشوه چې زما سره به د برق د شعبې استادان خبرې کوی اوهغه به زما په حيصه کې خپل نظرونه وړاندې کوی۰ آخری فيصله داسې وه، چې زه بايد د پوهنتون آخري صنف ووايم او وروسته به بیا زما د ماسترۍ په حيصه کې فيصله کيږی۰    

نو د پوهنتون د فيصلې سره سم ما خپل درس په آخري صنف کې زړه او نازړه شروع کړ۰ کله چې زه په لومړی ورځ صنف ته لاړم، ټول شاګردان ماته نا آشنا ښکاره کيدل، ځکه چې زه له دوی سره په آخري صنف کې يوځای شوم۰                                                              

زه غواړم چې یوې ډېرې مهمې خبرې ته چې باالکل حقیقت لری، اشاره وکړم، او الله(ج) د وکړی چې دغه خبره،  په چا بده ونه لګي۰

که تاسې تر اوسه زما ليکنه په پوره دقت سره لوستلې وی، نو تاسې ته به معلومه شوی وی چې زه په ټولو زده کړو کې عمومي اول نمره وم، امريکې ته هم تللی وم، او ۶ کاله مې د انجينرۍ په فاکولته کې درس هم ورکړی و، اما زه په اوله ورځ په صنف کې پدې نه پوهيدم چې استاد څه وائي، يعنې دومره فرق د برق په رښته کې موجود و۰

ما فکر وکړ چې امکان لري چې زه ناکام شم ، نو زړه او نازړه وم چې درس ووايم او که بيرته وطن ته ولاړ شم۰ زما يوه ډېر نږدې ملګری چې هغه له ما څخه يو کال مخکې په همدغه پوهنتون کې درس شروع کړی و، ډېره ډاډ ګيرنه راکوله چې الله (ج) دهغه ته ډېر اجرونه په دنيا او آخرت کې ورکړي (آمين)۰ زه نږدې يوه مياشت زړه او نا زړه وم چې پاته شم او که لاړشم۰ په آخرکې مې استخاره وکړه اوفيصله مې وکړه چې درس و وايم او هغه وه چې زما د درس دوره شروع شوه ۰                                

د درس په اولو شپو او ورځو کې ما له یوه استاده د يوې موضوع په حيصه کې په صنف کې پوښتنه وکړه او هغه استاد ماته رانږدې شو او

ماته ئي وويل چې د ما له سوال څخه هغه داسې پوه شو چې زه په موضوع باالکل پوه شوی نه يم او ما هم حقيقت ورته ووایه چې باالکل همداسې ده، نو هغه چې د نړۍ له مشهورو پروفيسورانو څخه و، زه یې له لاسه ونيولم او خپل دفتر ته یې بوتلم او هلته یې خپلې سکرترې ته وويل چې دغه شاګرد به هروخت بې له اجازې د زما دفتر ته د سوال کولو د پاره را پرېږدې. د استاد د دغه ښې رويې څخه زه ډېر خوښحاله شوم او ما هم خپله ملا د درس ویلو د پاره کلکه وتړله، او زما د زده کړې دوره شروع شوه ۰ ديادونې وړ ده چې زه د نوموړی استاد له ښې رويې څخه ډېر خوشحاله شوم او حتی زه دهغه دفتر ته د پوښتنې د پاره هيڅ ولاړ نه شوم۰ د ۲ رکعته نفل کولو وروسته مې په الله(ج) توکل وکړ اوخپل درس ته مې شروع وکړه۰

ما الحمدالله، ثم الحمدالله، ”First Class“ ترلاسه کړه او هغې زما تعليمی زده کړې ته لاره برابره کړه۰

بيا مې خپله ماستری له يوه کاله وروسته په اعلی درجه خلاصه کړه۰ بيا مې خپله دکتورا هم الحمدالله تر لاسه کړه۰                      

​نوټ : د تحصيل په پای کې دهغه وخت د کابينې د وزيرې په امضاء ستاينليک هم راکړل شو۰

د دغې ليکنې اصلي ټکي:​

اول: زه پخپله ډېره علاقه لرم چې د امکان په صورت کې د ليکوال په حصه کې کافی معلومات ولرم، نو څه چې ځان ته خوښوې، هغه به بل چا ته هم خوښوې، لدې کبله ما خپل ځان ګرانو لوستونکو ته ښه مکمل معرفی کړی۰                                      

دوهم : ليکونکی بايد په خپله ليکنه کې ډېر صادق وی، پخپله لیکنه ښه باور او يقين ولری، پخپله ليکنه ښه پوه وی او له خپلې ليکنې څخه کلکه دفاع وکړای شي۰        

دريم : زما مقصد دادی چې زما په شان یو د دهقان زوی دومره کولای شی، نو ګرانه زويه او لورې، ته هم له ما څخه ډېرې لوړې نتیجې لاسته راوړی شې، او خپل ځان ته په ناحقه عذر او بهانې مه لټوه۰

څلورم : زه غواړم چې ټولو ته وښيم چې مسلمانان ترهيچا په هيڅ شي کې الحمدالله کم ندی اوهغه انشاءالله هم ښه تکړه مسلمان او هم ښه تکړه محصل کيدای شي۰                                                                                                                                             

پنځم : هرڅوک کولای شی چې ليسانس، ماستری او دکتورا واخلی۰ هغه يوازې په شرائطو پورې اړه لري۰

​شپږم : هیڅوک بايد له خپل تحصيل څخه د بل چا په مقابل کې ناوړه او منفي ګټه پورته نکړي۰

​اووم : د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله باید ورو ورو کمه، او په پای کې باالکل له منځه لاړه شي، یعنې زموږه ځوان نسل باید په دواړو اسلامی او عصری علومو سمبال وی.

​آتم : راځی چې د خلکو د حالت څخه د دوی په ژوند کې ځان خبر کړو۰

​نهم : ښه استاد د شاګرد په ژوندون کې د الله (ج) په مرسته مثبت بدلون راوستلی شي۰

​لسم : د استادانو په مقرری کې بايد ډېره جدي پاملرنه وشي۰

​يوولسم : هغه ملکونه ترقي کولای شي چې شه نېک اوښه پوه استادان ولري۰

​دوولسم : د ابتدائيه ښوونځيو استادانو ته بايد ډېره جدي پاملرنه وشي، ترڅو تعلیمی تهداب ښه پوخ کيښودل شي۰

ديارلسم : استادان بايد له خپل با عزته مقام څخه ناوړه ګټه وانخلي۰

​نوټ : الله (ج) د وکړی چې لوستونکي په ما په قهر شوی نوي اوحوصله وکړي او په آخر کې قضاوت وکړي اوماته دا ونه وائي چې ولې خپل وطن ته نه ځم او ولې خپلو وطنوالو ته خدمت نکوم۰ انشاءالله، لوستونکي به دغو ټولو سوالونو ته په راتلونکو ليکنو کې مفصل ځوابونه تر لاسه کړی۰

تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.  

​الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه  صلحه راولي چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين، یارب العالمین.

نوټ : زه غواړم چې په راتلونکو ليکنو کې نورې خپلې خبرې د تعليم او تربيې په برخه کې وليکم۰

زما اړیکه:

​  [email protected]

3 thoughts on “د يوه استاد تعلیمی ژوند ته کتنه/ عبدالله وردک”
  1. هیله لرم چې د دې لړۍ په بله برخه کې یوازې نصیحتونه او وعظونه نه وي او مسلکي خبرې وکړئ چې یوڅه زده کړو ، دیوه مسلکي انجنیر په شان یومسلکي او علمي بحث را پیل کړئ . په دغوخبرو لکه چې تراوسه دې وکړې ، ډېر خلک هم پوهیږي . زما یوه دوست هم انجنیري لوستې خو تراوسه په دي نه پوهیږي چې دخپل کورلین دواني څنګه وکړي او یاچې کله یې موټرخرابیږي هغه نه شي جوړولای . ماته له مسلکه یوڅه ووایه … خدای راته سترلره
    زرین ګل

  2. ماشاالله
    محترم استاد وردګ صاحب!
    اسلام علیکم ورحمت الله
    ډېره په زړه پورې له اسلامي او هېوادني احساسه ډکه لیکنه مو کړې وه. په ډېر دقت مې ولوسته، په ځان د باور یو لوی پیغام مې ترې واخیست. الله عزوجل مو لا بریالی، او د دنیا او اخرت په چارو کې بریالی لره. هیله ده دې لړۍ ته دوام ورکړې او خپل هېوادوال په ښکلو لیکنو او تجربو ونازه.
    یوازې دا مو نه وو ویلي چې په سیدآباد کې مو کلی کوم دی او نور شخصي ژوند مو څنګه دی.
    ورور مو عابد علمي – کابل

  3. ګرانه زرین ګل جانه سلام ! زه له تاسه سره موافق ېم۰ حوصله کوه، انشاءالله ټول کارونه به وشي۰ ته هغه په غور لوله او ماته خپل نظر وايه ۰ وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *