د کونړ مرکز اسعد اباد اړوند لچګلي سیمه کې د (۲۹٫۴۰۰٫۰۰۰) نهه ویشت اعشاریه څلور میلیونو افغانیو په لګښت د حسابدارۍ انیسټیټیوټ دعصري ودانۍ د جوړیدو چارې پیل شوې .
د پوهنې وزارت په همکارۍ د دوست هېواد هندوستان په مالي مټ د حسابدارۍ انیسټیټیوټ عصري ودانۍ جوړیږي ،چې نن شنبه د یولړ مراسیمو په ترڅ د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،د پوهنې رییس سید جمال الدین حسني ،ولایتي شورا استازو او یو شمېر نورو مسوولینو په لاسونو یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل یاده ودانۍ چې (۱۶) درسي ښونې ،کمپیوتر لب ،لابوراتو (۷۰۰) متره احاطوي دیوال او یو شمېر نورې اسانتیاوې لري یونیم کال په موده کې یې چارې بشپړه شي،ښاغلي کلیمزي د حسابدارۍ انیسټیټیوټ د ودانۍ جوړیدل د پوهنې په ډګر کې یوه لویه لاسته راوړنه په ګوته کړه،د پوهنې ریاست کارکوونکو،استادانو،شاګردانو او د کونړ ټولو پوهنپالو ولسونو ته یې د دغې عصري ودانۍ د چارو د پیل له امله مبارکي وویله او د شرکت په مسوولینو یې غږ وکړ چې د کارکیفیت ښه والي ته ټينګه پاملرنه وکړي .