تاند: خبریال( ابوبکر جبارخېل) – د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه په رسمي توګه سبا  پیلیږي.

باختر دولتي اژانس د یکشنبې په ورځ د دې کمېسیون د ویاند نورمحمد نور له خولې وویل د دغه کميسيون له خوا د ټاکلې مودې له مخې سبا د وږي 25 مه د هېواد په مرکز او څلور ديرشو ولايتونو کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورګانو په ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيليږي چې د تلې تر ۱۴ مې به دوام وکړي.

نور زیاته کړه، چې كمېسیون لا له وړاندې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ نوماندانو لپاره شرايط  ابلاغ کړي چې هر نوماند باید سل زره ملاتړیزې رایې له ځان سره ولري.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسمشرۍ هر نوماند باید د سلو زرو ملاتړیزو کارتونو کاپیو ترڅنګ یو میلیون افغانۍ او د ولایتي شوراګانو ټاکنو نوماندان باید له دوه سوه څخه تر شپږ سوه پورې ملاتړیز کارتونو کاپيو ترڅنګ شل زره افغانۍ د ضمانت په توګه کمېسیون ته ور وسپاري.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو پر اساس پرون له غرمې  وروسته ترڅلورو بجو او ديرشو دقيقو پورې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۱ نوماندانو د ټاکنو په اړه معلوماتي بنډلې ترلاسه کړي دي.

یاده دې وي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د را روان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په شپاړسمه ترسره شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *