تاند- د یوه راپور پر اساس له هغو ځانوژونو جلا چې د نورو د وژلو لپاره کېږي، هر کال تر ۳ زره پورې افغانان ځانونه وژني.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې قدري ځدراڼ د انتحار یا ځانوژنې په اړه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې په ډېرېدو دي او ښايي چې تر دې هم زیاتې وي خو ډېری افغانان د دې ډول پېښو راپور نه ورکوي.
د اغلې ځدراڼ په وینا په کال کې ۳۰۰۰ افغانان ځانونه وژني چې په سلو کې ۸۰ یې ښځې دي.
افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو د بدو شرایطو لرونکی هیواد ګڼل کېږي.
قدري ځدراڼ وویل«کورنۍ اکثره وخت د ښځینه ځانوژنو په اړه راپور نه ورکوي ځکه چې دا دوی ځان ته بې عزتي ګڼي. خو موږ چې د روغتونونو د راپورونو او اسنادو له مخې کوم معلومات راټول کړي؛ ښيي چې په افغانستان کې د کال تر ۳ زره تنه ځانونه وژني.»
د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې هر کال ۸ لکه تنه ځانونه وژني او دا شمېر د هغو کسانو په سلو کې ۲۵ دی چې د ځانوژنې هڅه کوي خو ناکامېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په کابل، لوګر او هرات ولایتونو کې د ځانوژنو په اړه د دوی سروې ښيي چې تر ۲ زره زیاتو کسانو ځانونه وژلي او اکثره یې نجونې دي.
په کابل کې د غونډې برخوالو په کم عمر ودونه، زاړه ټولنیز دودونه او په کورنیو کې تشدد د ځانوژنو علت وباله.