تاند- په جرمني کې افغان پناه غوښتونکو پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړ.

د جرمني رسنۍ وايي، دوو افغان پناه غوښتونکو پر نجلۍ جنسي تجاوز وکړ خو درېم د یوه لاروي له لوري پرې نښودل شو.

د جرمني د میرکو مجلې د راپور له مخې، نجلۍ له یو شمېر نورو خلکو سره د برني بایرن د (Höhenkirchen-Siegertsbrunn) د ښاروالۍ د کډوالو د کمپ مخته وه، وروسته د رېلګادي د تمځي لور ته روانه شوه، نور کسان ورسره نه لاړل یوازې ۳ افغان پناه غوښتونکي هغې خوا ته لاړل.

میرکور ورځپاڼه وايي، دوو افغانانو، چې عمرونه یې ۲۷ او ۱۷ کلونه ول، د یوې خالي ودانۍ مخته پر نجلۍ تېری وکړ.

د راپور پر اساس، درېم افغان هم، چې عمر یې ۱۸ کاله ښودل شوی، هڅه وکړه چې پر نجلۍ جنسي تېری وکړي خو یوه لاروي یې مخه ونیوله.

په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې د پناه غوښتونکو په کمپ کې، چې د پېښې له ځایه ۱۵۰ متره لېرې دی، دوو پولیسو ته چا ټېلفون وکړ او هغوی د پېښې ځای ته ورساوه او درېم ونه توانېده چې جنسي تېری وکړي.

ویل شوي چې دغه کس، چې پولیسو ته یې ټېلفون کړی، د نجلۍ چیغې اورېدلي وې.

۲۷ کلن او ۱۷ کلن په توقیف کې دي خو درېم تن وروسته له دې خوشي کړای شو چې قاضي مجرم ونه پېژانده.

One thought on “په جرمني کې ۲ افغانانو پر یوې نجلۍ جنسي تېری وکړ”
  1. په خپل هیواد کې ډیرو کړاوونو له امله تښتی. په څومره خواری یی کورنۍ ورته پیسې او نور امکانات برابروی چې د وئ راتلونکی شه شی، نو کله یې چې خر د اوبو نه تیر شو نو یی هیڅ هم نه وی په یاد. دوئ داسی فکر کوی چی خارجی نجونی له هر چا سره ځی. دوی چې هلته نجونی ګوری لکه زمری او یا کوم بل وحشی حیوان چې غوښه وګوری, بیا نو د څه پروا نه کوی. د همدی لعنتی غ له لاسه نن ورځ ټول افغانان د جنسی تیری کوونکو په نامه پیژنی. لعنت دی پر دوی شی چی د ټولو نوم یې بد کړی دی. ته بیا ۲۷ کلن کاکا ته ګوره!۱څومره د شرم ځای دی, دا خلک خو باید سمدستی د هغه ځای نه وباسی او رسنۍ ته یی وروپیژنی څو چې دوئ ژوندی وی د دی کار داغ ورباندی وی.
    نور څه نه شم ویلای خو په دی شرمیږم چی دوی زما همجنسان دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *