آصف بهاند||

څو ورځې وړاندې ځینو سیاسي کړیو او افرادو د خپلو سیاسي موخو د تر سره کیدو او قدرت د نمایش له پاره «د شهید اونۍ؟» په پلمه؛ گڼشمیر دولتي مامورین، کسبه کاران، دوکانداران… او د پوهنتونونو او معارف زدکونکي او ښونکي اړ ایستلي وو چې د دوی له لوري، په راغوښتل شوې غونډه کې گډون وکړي او که را غوښتل شو خلکو له دې بلنې نټه وکړه، نو پایلې به یې ډیرې بدې وي. «تاند» ویبپاڼې د «سرخط» په حواله لیکلي وو:

«نن به د بلخ ټولې ادارې فلج وي»

د تاند پهرپوټکې راغلي وو:

«عطا محمد نور نن د احمد شاه مسعود د تلين غونډې ته د بلخ له ټولو ولسوالانو د ولسوالۍ په سر د زرو کسو راوستلو فرمايش کړی دی.

د بلخ پوهنتون استادانو ته تر “غوږ” ورتېره شوې چې د شنبې ورځې غونډې ته بايد دوی او محصلين يې راشي.

پر دولتي ادارو، د محلو پر کلانترانو او نورو هم امر شوی دی چې نه يوازې دوی، بلکې هر يو بايد له ځان سره لږ تر لږه لس کسه د شنبې په ورځ سينا سټيډيوم ته راولي…

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د بلخ له ولايت مقام څخه د پنجشنبې په ورځ، هلته ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکول شوی دی چې د شنبې ورځې ته بايد څومره يې چې په وس پوره وي، هومره خلک غونډې ته راوبولي.

په دې سربېره، د بلخ ټولو ولسوالانو ته د حاکم حکم شوی چې لږ تر لږه بايد هر ولسوال د شنبې ورځې ته له ولسوالۍ څخه زر تنه راولي چې د استاد عطا غږ بدرګه کړي.

سرخط ته ځينو سرچينو ويلي دي چې عطا د بلخ پوهنتون ته هم حال ورلېږلی چې بايد غونډې ته يې ټول استادان او محصلين راشي، که‌نه نو غږ به يې سره پورته شي.

تر دې لا بده دا ده چې د دولتي ادارو حاضري غونډي ته وړل کېږي او که څوک نه وو ورغلي، غيرحاضر شمېرل کېږي.

د ښاروالۍ له خوا بيا د محلو کلانترانو ته امر شوی چې هر کس بايد له ځان سره، له پنځه نيولې، تر لسو پورې کسان د غونډې ځای ته راولي…»

د معارف د زدکونکو را ایستل، د واټونو په اړخونو کې یې د چکچکو او لاس ښورولو له پاره درول، یا په زوره په ځینو غونډو کې د گډون له پاره اړ ایستل او چارواکو او اشخاصو ته د چکچکو او درناوي له پاره اړ ایستل؛ له ډیر پخوا نه دود و او اوس هم دا ډرامه د افغانستان پر ستیژ باندې روانه ده، خو د خواشینۍ ځای دا دی چې اوس دا ډرامه د غمیزې اوج ته رسول شوې ده.

دولتي مامورین، د ښونځیو او پوهنتونونو زدکونکي او عام خلک په غونډو کې د گډون له پاره په زوره اړ ایستل کیږل او بیا د چارواکو د ویندویانو له خواد «خودجوشه حرکت» په نامه نومول کیږي او په دې ډول نه یوازې د خلکو او دولتي ادارو وخت ضایع کوي او د زدکونو په میلونونو درسي ساعتونه ضایع کیږي؛بلکې د خلکو او ټولنې د باور درجه هم صفر ته راټیټیږي، ځکه چې هر څه دروغ وي او پایلې یې هم صفر وي. حتی توري او کلمات هم بد نامه کوي. چې یو بدنامه توری د «خود جوش» کلمه ده، ځکه دا غوندې خود جوشه نه زور جوشهوي، نو ځکه دا توری هم په ورځنیو ویناوو او لیکنو کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

دغسې سیاسي غونډو ته د زدکونوکو او خلکو په زوره وربلل، یو غیر قانوني، غیر مدني او غیر انساني کار دی او د اړ کړای شوو خلکو شخصیت ته توهین گڼل کیږي. د دې غیر قانوني کار او غیر قانوني عمل په مقابل کې تر نن پورې چا داسې ښکاره عکسالعمل و نه ښود، یوازې نن (۱۷/۰۹/۲۰۱۷) په میډیا، له هغې ډلې نه په «تاند» ویبپاڼه او فیسبوک کې د ښاغلي اجمل تورمان یو لیک راغلی چې د معارف وزارت د چارواکو په پته یې لیکلی دی. زه نه پوهیـږم چې دا لیک بهد معارف د ښاغلي وزیر تر گوتو او سترگو پورې ورسیږي که نه؟

زه د زدکړو او نوي نسل د روزلو د نهضت د یو پلوي او لاروي په توگه د ښاغلي اجمل تورمان د لیک بشپړ متن را اخلم، خو له هغه مخکې ښاغلي اجمل تورمان ته وایم چې:

ستا دې کور اباد وي چې په ټاکلو وختونو کې دې، د وطن د کوچنیانو او نوي نسل د خوندي ساتلو او حقوقو نه د دفاع په پار خپل غږ اوچت کړی دی، خو دا هم په یاد ولره چې د افغانستان حکومت او دولت له شپاړسو کلونو را په دې خوا، د «دولت خدا داد افغانستان» تر سرلیک لاندې، د یو «غنیمت؟» په توګه کارول شوی او ویشل شوی دی او په اوسنۍ کابینه کې د معارف وزارت د هغه چا غنمیت دی چې په یاده جوړه شوې غونډه کې یې عام خلک، مامورین، محصلین او د ښونځيو ښوونکي او زدکونکي په زور او جبر گډون ته اړ ایستلي وو.

دا هم د پوهنې وزارت په پته د اجمل تورمانلیک:

«د پوهنې وزارت د پاملرنې وړ!

زه په کابل کې د ماشوم د ادبیاتو د یوې فرهنګي ټولنې مسوول یم، مونږ ماشومانو او د هغوی ادبیاتو ته کار کوو، نو سر او کار مو هم له ماشومانو سره دی، ماشومان چې په افغانستان کې اووه کلن شي د ښوونځي شي، ډېر ځله چې دوی ته یو پروګرام جوړوو نو وجدان مې ځکه ناکراره وي چې په ښوونځیو کې له خپلو رسمي زده کړو پاتې کېږي، بل تشویش یې د امنیت راسره وي، نو د پروګرام ترپایه سخت په وېره او اندېښنه کې وم.

خو د بلخ والي یې سیاسي غونډو ته راغواړي او تر سره لمر لاندې د چارواکو د خبرو چکو ته یې دروي.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې په دې اړه لیکلي چې، په سیاسي غونډو کې د زده کوونکو حضور عقلي او منطقي توجیه نه لري.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د حکومت په اجراییه ریس هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و له دې امله انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې ،عبدالله عبدالله چې خلکو ته د خدمت او د پوهنې د پرمختګ شعار ورکوي باید د بلخ د مسوولانو له دې کار سره یې مخالفت ښودلی و.

د ۱۳۸۶ کال د لړم د میاشتې په ۱۵ نېټه چې چارواکي له کابل د بغلان د قند د قابریکې د پرانیستې لپاره ورتلل، د ښوونځیو ماشومان هرکلي ته وروړل شوي ول چې د یوې چاودنې له امله ۸۰ کسه ملکیان چې دېری یې همدا د ښوونځي زده کوونکي ماشومان ول ووژل شول او تر سلو زیات تپیان شول.

مونږ ولې له تېرو عبرت نه اخلو؟

د افغانستان د پوهنې وزارت ته پکار ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او په سیاسي غونډو کې د ښوونځیو له زده کوونکو استفاده بنده وګرځوي، او په دې برخه کې باید د والي، وزیر، اجراییه ریس، ولسمشر د هچا دستور ته استثنا قایل نه شي.».

اجمل تورمان

زما د مالوماتو له مخې، دا د اجمل تورمان دویم لیک دی چې د کوچنیانو د ادبیاتو د خوارو زار حالت په خاطر او د نوي نسل د ښې روزنې په موخه یې لوړ پوړو چارواکو ته لیکي. لومړنی لیک یې د وخت د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر ته په دې خاطر لیکلی و چې د کوچنیانو د ادبیاتو خوار حالت ته پام وکړي او د ماشومانو او کوچنیانو مړې یا هیرې شوې خپرونې بیرته را ژوندۍ کړي په ځانگړي ډول کمکیانو انیس مجله او د کوچنیانو ادبیاتو پورې اړوند نورو هغو اړینو مسایلو ته پام وکړي چې په دې ادارې پورې تړاو لري، خو پایله یې…

او بل لیک یې همدا دی چې تورمان په رسنیو کې خپور کړ، ښايی اړوندو ادارو او چارواکو ته یې لیږلی هم وي او ما یې دلته بشپړ متن خپور کړ، دا چې اړوندې ادارې او مسؤل اشخاص څه ورسره کوي…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *