مطبوعاتې خبرپاڼه
یکشنبه د ۱۳۹۶ کال د تلې ۲۷ مه – کابل، افغانستان
پلازمینه کابل کې د افغانستان برښنا شرکت د نوي جوړې شوې ودانۍ په بام باندې د ۳۰ کیلوواټه لمریزې تولیدي برښنا انرژۍ د جوړیدو چارې دوام لري، چې په نږدې راتلونکي کې به نوموړي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده پروژه د GIZ ادارې په مالي مرسته د باختر باستان کمپنۍ له خوا د افغانستان برښنا شرکت د نوې کیدونکې انرژۍ مدیریت تر څارنې لاندې عملي کیږي.
د لمریزې تولیدي انرژۍ عملي چارې د روان کال د چنګاښ میاشتي په لسمه نیټه په دهمزنګ کې د افغانستان برښنا شرکت د نوې شپږ پوړیزې جوړي شوې ودانۍ د بام پر سر پیل شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي دستګاه دافغانستان برښنا شرکت او کابل برښنا ریاست لپاره د ۲۵ کیلوواټه په شاخوا کې د برښنا لګښت تأمینوي.
د تولیدي لمریزې برښنا، یاده دستګاه د برښنا د ریزرف کومه سرچینه نه لري او مستقیماً به له شبکې سره وصل وي، یوازې د ورځې په لړ کې به برښنا تولیدوي او د شپې له خوا به د برښنا تولید نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برښنا شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري چې په نوي طرحې سره په ځانګړې ډول په کابل ښار کې د برښنا انرژي زیاته کړي.
ددغې طرحې په کارولو سره به د یوشمیر دولتي ادارو او کورونو په بامونو باندې د لمریزې انرژۍ تختې ولګول شي او د کورونو خاوندان به د وارداتي برښنا یا حرارتي او آبې برښنا پرځای له لمریزې برښنا ګټه واخلي.
ددغې طرحې په عملي کولو سره به تر راتلونکي کال پورې، په لومړي پړاو کې پنځلس میګاواټه برښنا یو شمیر وزارتونو او دولتي بنسټونو ته برابره شي او دوهم پړاو کې به د لمریزې انرژۍ د تولید تختې د کورونو په بامونو باندې ولګول شي.
د افغانستان برښنا شرکت