د کابل پوهنتون په افغانستان کې د لوړو او معیاري زده کړو لومړنې موسسه ده چې بنسټ یې په کال 1932م، د اعلحضرت محمد نادر شاه په وخت کې اېښودل شوی او اوس پنځه اتیا کاله عمر لري.

کابل پوهنتون په دې نیت جوړ شوی و چې د یو ښوونیز، څېړنیز او عملي مرکز په توګه، د هېواد ځوان نسل، جنکۍ او هلکان، داسې وروزي چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ودانولو، بسیاکولو، پرمختللو او عصري کولو مدیریت او مسوولیت په غاړه واخلي.

کابل پوهنتون چې په لومړي سر کې یې د طب یو پوهنځی درلود، ورو – ورو د هېواد د کادري او مالي ظرفیت د لوړېدو سره سم، دومره وده وکړه او په مخ لاړ چې په سیمه کې یې وړ اکاډیمیک نوم وموند او په زرګونو افغان ځوانانو سربېره به یې، د سیمې د هېوادونو یو شمېر ځوانان هم روزل!

د پخواني ولسمشر محمد داوود په وخت د کابل او ننګرهار پوهنتونونو دومره وړتیا موندلی وه چې د هېواد د پرمختیایي او پراختیایي چارو او پروژو له پاره، په بېلابېلو ډګرونو کې خورا تکړه، هېوادپال او مسلکي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.

د تنظیمي جګړو په بدمرغه کلونو کې کابل پوهنتون په بشپړه توګه وران شو او په دې توګه د هېوادپالونکو هغه ستر ارمان په اوبو لاهو شو چې د یو پرمختللي افغانستان د جوړولو له پاره یې، کابل پوهنتون ته د یو انسان جوړونکي مرکز په توګه کتل.

تنظیمي جګړه مارو کابل پوهنتون په وسله تون، د مخالفینو د وژلو په مسلخ، په زندان او لنډه دا چې د وحشت او دهشت د خورولو په یو مرکز بدل کړی و!

د ښاغلي حامد کرزي په وخت کې کابل پوهنتون بیا په پښو ودرید؛ خو تراوسه یې لاهغه برم او لوړ نوم نه دی ترلاسه کړی چې یو وخت یې درلود.

اوس په هېواد کې څه باندې څه سل دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مراکز شته چې که په کیفي لحاظ وده وکړي. تعلیمي ورمونه ومومي او د زده کړو په واقعي مراکزو بدل شي، د سباني افغانستان له پاره د کادرونو د روزنې ښه زیری کېدای شي!

کابل پوهنتون او د هېواد د لوړو زده کړو نور مراکز باید علمي چاپېریال او ملي او اکاډیمیک رسالت ولري، نوي نسل ته علمي خدمات وړاندې کړي، ځوانانو ته علومو، فنونو او هنرونو ډېوې بلې وساتي او داسې فعال، پوه، متفکر او منتقد نسل وروزي چې هېواد له روانو ستونزو او ناخوالو څخه وباسي او د خلکو په زړونو کې د بریو او نیکمرغیو مړاوې هیلې بیا ژوندې کړي!

د لوړو زده کړو مراکز په علمي چاپېریال، تکړه کادرونو او اساتیدو، تعلیمي دسپلین، کتابونو، کتابتونونو، لابراتوارونو، جمنازیمونو، علمي بحثونو، څېړنو، کنفرانسونو، مونوګرافونو او دیپلومونو ښه ښکاري، د علمي مراکزو چاپېریال هم باید شین، پاک او په ښکلاوو ډک وي چې ځوان نسل پکې وغوړېږي او د سبانیو مسوولیتونو د ګاللو له پاره په لویو انسانانو بدل او د لویو فکرونو له لارې، اوسنیو ستونزو او تورتم ته د پای ټکی کېږدي او د پرمختګ او نیکمرغې په لور د هېواد د یون سرلاري شي!

په دې هیله چې د ګران هېواد پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مراکز د علمي موسساتو په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د پوهې او رڼا په دې مراکزو باندې تورتم تحمیل نه شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *