تاند- د ولسي جرګې یو غړی ظاهر قدیر بالاخره حاضر شو چې خپل یو وسله وال ساتونکی د قتل په قضیه کې د لاس لرلو په خاطر پولیسو ته وسپاري.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /سې شنبه/ وویل چې ظاهر قدیر خپل یو ساتونکی پرون ماښام د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته وسپاره.

خوږیاڼي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

ظاهر قدیر د اکثرو پخوانیو قوماندانانو په شان خپلسري او بې سري وسله وال لري چې خلک ورڅخه په تکلیف دي.

د جمعې په ورځ د قدیر ساتونکو د خوږیاڼو ولسوالي یو قومي مشر، چې ګلستان نومېده، وواژه. (تفصیل)

ویل شوي چې ګلستان د ظاهر قدیر کور ته تللی و.

د خوږیاڼو قومي مشرانو او ولسي استازو د اعتراض په توګه د دغه قومي مشر جسد د جلال اباد په پښتونستان واټ کې کېښود.

قوماندانان، چې خلک یې جګړه مار بولي، عموماً د قتلونو په خاطر خپل ساتونکي قانون نافذوونکو ادارو ته نه سپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *