حمید دریابی ||
په هزاره میشتو سیمو کې هم طالبان فعالیت کوي ولې عامو خلکو ته زیان نشی اړولی، هلکان او تر څنګ یې نجونی هم ښوونځي ته ځي؛ په زدکړو بوخت دي؛ په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي کله چې طالبان په هزاره میشتو سیمو کې په عامو خلکو کار ولري یا یې ووژني یا کوم بل ورانی وکړي ټول هزاره ګان د طالبانو په وړاندې په همغه سیمه کې ودریږي او خپل غږ پورته کړي؛ د طالبانو پلاستیکې قوانین پر ځان نه پلي کوي، طالبان هم ډیر کار پرې نلري ولې چې طالبان پوهیږي چې هزاره ګان ویښ خلک دي؛ یو موټی دي، له خپل قوم سره د ظلم په وړاندې خپل غږ پورته کوي.
راځو پښتون ته
هغه متل دی چې وایي «روږدی ښه دی که میراث خور» وایي میراث خور ښه ده نه روږدی ولي چې یوه ورځ به دې میراث وخوري.
طالبان په پښتنو روږدي دي کله چې د غیرت خبرې راشي پښتون وایي زه پښتون یم قدرتي مې سترګې سرې دي. کله چې طالبان د پښتنو په سیمو کې فعالیت پیل کړي لومړی د هغې سیمې مشرانو ته د چټلستاني شناختي کارډ وړاندیز کوي چې مشره اعکس دې واخله تا ته شناختي کارډ جوړوو که مشر ومنله ښه ده که یې ونه منله سبا یې د کور مخې ته ژیړه بوشکه ځای په ځای کړې وي، د مشر کور وران کړي.
بل پښتون یې ننداره او ویډیو کوي او له ځان سره وایي چپ سه چپ سه که خیر وي زمونږ د پولې – پټي یو دوښمن کم شو کلی کې د وزګارخیلو لپاره د یوې میاشتې بانډار لپاره نوې نوې کېسې پیدا شي بله ورځ وار په همدې وزګارخیلو راځي یو یو ته دروازه ټک ټک کوي؛ ډوډی راوړه، زکات راوړه، کالي راوړه، د سپږو دوا راوړه سر کې مو سپږې شوې. څو ورځې پسې نورې هم تیریږی بیا لومړی ښوونځي ته ژیړه بوشکه ایږدي بیا سرک الوزوي بیا پل چک له منځه وړي، وایي د کفارو په لاس جوړ شوی سرک باندې تګ راتګ ګنا لري.
بیا په افغان ملي او دفاعی ځواکونو برید کوي چې زور ترې تیر شي په کورو ننوځي د پښتنو خویندو میندو په خوا کې پټیږي. پښتون یې ننداره کوي، افغان ځواکونه چې هر څومره هڅه وکړي طالبان یا مردار یا ژوندي ونیسي خو ونشی ځکه چې طالبان د ښځو خوا کې پټ وي بیا طالبان له دی وضعیته په ګټې اخیستو د همغه کور وګړي بې ګنا شهیدانوي او پړه یې په افغان ځواکونو اچوي. وروسته ځینی ړانده ویده کاڼه بې غیرته مرتد ویده پښتانه لاریون کوي چې ګواکي اردو بې ګناه خلک ووژل یا یې زموږ کورونه وران کړل، کور دې وران شه ویده پښتونه نرشه د طالبانو په ضد لاریون وکړه له هغوی ځان وژغوره هغوی ستا د ناموس او مال غله دي افغان ځواکونه ستا د ناموس او مال ساتونکي دی.
لعنت دې په داسی مفکوره وي چې په هر ځای کې د طالبانو مدافعت کوي کله ترینه د دین ساتونکي جوړ کړي دین خو څه تیل نه دي چې څوک یې غلا کړي کله ورته وایي چې د دې خاورې بچېان دي.
د دې خاورې هېڅ بچې خپل ورور نه وژني دا ټوله تپل شوې مفکوره ده.