تاند- په ګڼو هیوادونو کې د ښکلو نجونو او سینمايي ستورو په شان ګوډۍ یا نانځکې د جنسي غریزې د اقناع کولو لپاره نه یوازې پلورل کېږي بلکې په کرایه ورکول کېږي.

خو په چین کې د کرایه ورکولو لپاره یوې کمپنۍ تازه فعالیت پیل کړی و. دې کمپنۍ ته، چې ټچ نومېږي، د چین حکومت ویلي چې کاروبار ودروي.

د دې کمپنۍ پر کار له هماغه پیله ځینو نیوکې وکړې او کار یې لانجمن شو.

د کمپنۍ خاوند په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو خدماتو (سرویس) د منفي اغېزو له کبله بخښنه غوښتې ده.

ده په عین حال کې ویلي چې فکر یې کاوه د ګوډیو په کرایه ورکول به د هغو کسانو لپاره ښه وي چې جنسي لېوالتیا یې تر اندازې زیاته ده او یا مجرد ژوند کوي.

ده دا هم ویلي چې که دا ډول امکانات نه وي ممکن یو شمېر کسان تشدد او پر نورو ښځو د جنسي تجاوز په شان ناسمو طریقو ته مخه کړي.

د کمپنۍ خاوند دا هم ویلي چې د هغو کسانو پیسې به بېرته ورکړي چې نانځکې یې مخکې تر مخکې ریزرف او پیسې یې ادا کړې وې.

د ټچ کمپنۍ خاوند رسنیو ته ویلي چې په دوو ورځو کې بې شمېره چینایانو ورسره تماس نیولی او نانځکې یې ریزرف کړي دي.

دې کمپنۍ د یوې شپې لپاره نانځکه په ۴۶ ډالره په کرایه ورکوله.

د دې کمپنۍ له لوري په وړاندې کېدونکو ګوډیو کې چینايي، کوریايي او روسي څېرې شاملې وې.

همداراز د ځینو امریکايي سینمايي ستورو نانځکې هم دې کمپنۍ خپلو مشتریانو ته په کرایه ورکولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *