تاند – د جنوبي اسیا په لوبو کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له بریا وروسته ولسمشر حامد کرزي سوداګر وهڅول چې د سپورټ په ودې کې مرسته وکړي. دغه خبره ګڼ لوبغاړي هم کوي. خو که چیرته کوم شتمن څه روپي یوه لوبغاړي ته ورکړي سپورټ وده کوي؟

ګومان کوم چې دا یې غوره لاره نه ده. غوره کار ښایي دا وي لکه په عربستان کې چې نن سبا د عبداللطیف جمیل په نوم یوه کس پیل کړی دی.

دغه شتمن چې په خپل هیواد کې د څو ډوله جاپاني موټرو سوداګر دی د عربستان د لومړۍ کچې د لوبډلو ټورنمنټ یې پیل کړی دی. په لوبغالو کې هرځای د ده د شرکت نوم لیکل شوی او ده له نورو سوداګرو هم اعلانونه اخیستې دي. د لوبې لیدو ته چې کوم کسان ورځي هغه پیسې د همدې سوداګر شرکت ته ځي، خو د همدغو عواید په تناسب مالیه حکومت ته ورکوي.

عبداللطیف جمیل شرکت به د لوبو په پای کې لومړي، دوهم، دریم او څلورم ټیم ته سوغاتونه ورکړي او د دغو لوبو غوره لوبغاړي ته به هم جایزه ورکړي.

Afghan-cricket

که چیرته زموږ سوداګر د دغسې ټورنمنټونو جوړیدو ته وهڅول شي کیدای شي چې دوی د خپلې ګټې لپاره زړه ورته ښه کړي او په دې ډول زموږ لوبې که هغه فوټبال وي یا کرکټ وي وده وکړي. یوه لوبغاړي یا دوو ته څه روپۍ ورکول د دې لپاره هم ګټه نه کوي چې سپورټ کال په کال د نویو ځوانانو د بریاوو ډګر وي، نو هر کال خو مو هم تاجر خلکو ته پیسې نه شي بښلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *