خالد سادات

د مریکا جمهور ريیس د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته په لومړي ځل خپله وینا واوروله. تر وینا له مخه اټکل داسې کېده چې ټرمپ ښایي د نړۍ پر حالاتو تونده لهجه وکاروي. اما د اټکل برعکس ښاغلي ټرمپ خپله وینا د امریکا له داخلي سیاسته  پیل کړه او د خبرو اصلي جوړښت یې د انټرنیشنلیزم پر چوکاټ ولاړه و.

نوموړي د نړۍ خلکو ته وښووه چې ملتونه خپل اینده او خپل سرنوشت په خپل لاس لوبوي. که چېرته د نړۍ ملتونه د یوې ښې ایندې له‌پاره په فکر کولو پاتې شي؛  نو خامخا د خپل ملت د ښې اینده تضمین کولای شي. د ټرمپ له خبرو داسې څرګندېده چې ګویا امریکا د نړۍ امنیت ته ګواښ نه‌شي زغملای. اما د نړۍ په مهمو جګړو لکه یمن،  سوریه، افغانستان او ان د شمالي کوریا د اټومي وسلو پر موضوع خبرې یې د امریکايي انټرنیشنلیزم پر محور څرخېدې. ټرمپ ځان «امریکا» د نړۍ په سیاسي مستوی کې برلاسی بولي او د یوې امریکایي انټرنشنلیسټي ایډیالوژۍ له‌پاره پراخ کمپاین کوي.

د ټرمپ دوکتورین به امریکایي فراحاکمیتي نظریې ته لا غښتلتیا ورکړي چې امریکایان اوس هم د کیوبا او شمالي کوریا د کمونیسټي ایدیالوژۍ پراختیا نه‌شی زغملای. همدارنګه د ټرمپ په وینا کې د اسلامي نړۍ په سیاسی محور کې د سعودي عربستان د رول یادونه وشوه او سعودي رژیم یې وستایه چې د امریکا په نړیوال سیاست کې د امریکایي ایډیالوژیو یو ښه تمثیلونکی دوست دی.

ټرمپ په ظاهر کې د ریالیزم نظریه کاروله او د نړۍ له ټروریسټي ډلو سره جنګي مبارزه یې د خپل ماموریت لومړیتوب یاداوه، خو په باطن کې له ټروریزم سره جګړې تر عنوان لاندې په نړۍ د امریکایي وسلو ستره سودا کوي. په سوریه، یمن او د عربو نوی کړکېچ د امریکایي وسلو تود بازار خپله د هارډ پاور استعمال په مصداق د امریکایي  انټرنیشنلیزم نظریه ده چې ټرمپ یې غواړي د نړۍ ستر مسایل څنګه د امریکا د فعال نقش په دایره کې ونغاړي.

ټرمپ د افغانستان مساله په سطحي شکل یاده کړه او د سیمې له‌پاره یې خپله نوې سټراټېژي یو مجبوریت وباله او پاکستان ته یې په ضمني اشاره کې خپل تمرکز په نړیوال بعد کې د امریکا د ګلوبلایز کېدو پر پراختیا وښوو.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *