تاند- وسله والو طالبانو د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالي کې شاوخوا نهه نیم لکه پاکستاني روپیو ته اور ورته کړ.
په یوه ویدیو کې چې دې ډلې خپره کړې طالبان لیدل کېږي چې پاکستانۍ روپۍ (کلدارې) د موټر پر بانټ کتاروي او بیا اور وراچوي.
په ویدیو کې وايي چې دا پیسې د یوه ټېکه دار دي. خو په دې اړه چې ولې پیسې او موټر سوځوي، طالبان په ویدیو کې څه نه وايي. ټېکه داران یا قرادادیان عموماً له دولت څخه د سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو او نورو ټولګټو پروژو د جوړولو ټېکې اخلي.
وسله والو طالبانو تر دې پخوا په ډېرو سیمو کې د سړکونو او نورو ټولګټو پروژو مخه نیولې او یا یې د هغو جوړوونکي قراردادیان اړ ایستلي چې دوی ته برخه ورکړي.
طالبان په ویدیو کې همداراز وايي چې د دغه ټېکه دار، چې حاجي قاسم نومېږي، د دوو ساتونکو د وژلو او د نوموړي د موټر او پیسو د سوځولو حکم یې صادر کړی دی.
موټر ته اور ورته کوونکي په دې نه پوهېږي چې له تېلو ډک موټر ته اور اچول ممکن د دې سبب شي چې ټانکۍ یې وچوي او ځان او شاوخوا کسانو ته خطر پېښ کړي.
په پښتو کي یو متل دی وایی خره دي الله راولي
الله په حمارت او تاسي ټولو لعنت و اوروي
لعنت پر تاسي او ستاسې په مشرانو
جهالت هم اندازه لري! په خپله د همداسې کسانو پیسې چې دوي ته کور ته ورلېږل شوي وي داسې خوري لکه شات، خو نن یې د ټیهکدار په نامه پیسوته اور ور واچاوه، ولله که دوی د خداي لپاره دغه کار کړي وي، نمایشي اسلام دي
جهالت هم اندازه لري! په خپله د همداسې کسانو پیسې چې دوي ته کور ته ورلېږل شوي وي داسې خوري لکه شات، خو نن یې د ټیهکدار په نامه پیسوته اور ور واچاوه، ولله که دوی د خداي لپاره دغه کار کړي وي، نمایشي اسلام دی
دا یی د وخشیت بل ثبوت . اوسپنی کافری شوی دی جهاد یی ور سره وکی
They could have given that money to poor families, very stupid