تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ستراتیژۍ په اړه وویل، د امریکا هدف دا دی چې په ۴ کلونو کې د افغانستان د خاورې په سلو کې ۸۰ خاوره بېرته د افغانستان د حکومت تر کنټرول لاندې راشي.
ولسمشر ټرمپ تراوسه پورې د خپلې نوې ستراتیژۍ په اړه ډېر څه نه دي ویلي.
ده ویلي و چې د پوځي تاکتیکونو، د ځواکونو د ایستلو او د ځواکونو د شمېر په اړه څه نه وايي.
د افغانستان حکومت حاضردمه د خپلې خاورې شاوخوا په سلو کې ۶۰ تر بشپړ کنترول لاندې لري. په پاتې ۴۰ سلنه کې ځینې برخې لاس په لاس کېږي، په ځینو کې تل جګړه وي او ډېرې نورې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.
ولسمشر غني د امریکا تر ټولو مشهورې راډیو (این پي ار) ته وویل«د څلور کلن پلان هدف دا دی چې د هیواد ۸۰ سلنه خاوره تر کنترول لاندې راشي.»
د افغانستان د ولسمشر بشپړه مرکه به د امریکا ملي عمومي راډیو (این پي ار) نن /پنجشنبه/ خپره کړي.
ښاغلي غني وویل، د امریکا ستراتیژي درې برخې لري؛ د افغان کومانډو ځواکونو د شمېر دوه برابره کول یا له فرقې څخه قول اردو ته د هغو لوړول، د افغانستان د هوايي ځواک پیاوړتیا او د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو کې د پراخو اصلاحاتو د راوستلو لپاره د دغو ځواکونو په مشرتابه کې بدلون راوړل.
ده زیاته کړه«موږ پخپله په مدیریت او مشرتابه کې د بدلونونو په راوستلو بوخت یوو. زموږ دفاع وزیر تر ۴۰ کلونو کشر دی. یو نوی نسل رامخکې کېږي او چارې په لاس کې اخلي. او زوړ نسل په عزت تقاعد کېږي.