تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې رييس له وسله والو طالبانو وغوښتل د مخامخ خبرو لپاره خپل استازي کابل ته ورولېږي.
فضل هادي مسلمیار، نن د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په غونډه کې وویل، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده او افغانان د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یووالي ته اړتیا لري.
د مشرانو جرګې رييس وویل، که د افغانستان حکومت سوله نه غوښتلای له حکمتیار سره به یې روغه نه وای کړې.
ده همداراز وویل«طالبانو ته د افغانستان د مشرانو جرګې پیغام په هیواد کې د سولې او یووالي لپاره هڅه ده.»
ده د افغانستان له سیاسي مشرانو او وسله والو مخالفو مشرانو هم وغوښتل چې که نه غواړي اولادونه یې په جنګ کې لوی شي، نو لاسونه یو بل ته ورکړي او سوله وکړي.
مسلمیار دا هم وویل، هر څومره چې د دولت وسله وال مخالفان د نورو هیوادونو په ملاتړ جګړې ته دوام ورکړي، په هماغه اندازه افغانستان محتاج او خپلواکي یې له خطر سره مخامخ کېږي.