تاند- هغوی چې فکر کوي حیوانات احساس نه لري، دا ویدیو دې وګوري؛ ګوندي له حیواناتو سره یې مینه زیاته شي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې له حیواناتو سره بې رحمي کوي.
په مالیزیا کې دې پیشو د یوه زاړه سړي، چې دا پرې ګرانه وه، د جنازې مراسم ولیدل. پیشو د دغه سړي، چې دا پرې ګرانه وه، له قبره نه لېري کېږي.
وفات شوي سړي به پیشوګانې له کوڅو راټولولې او په خپل کور کې به یې خواړه ورکول. په حقیقت کې دا پیشو غواړي چې وښيي د دغه سړي احسانمنه ده.
د مړ شوي سړي ویرجن خپلوان غواړي چې پیشو له قبره لېري کړي او ایسته واچوي خو پیشو بیا بیا قبر ته راځي.