د کندز ولایت د مدني ټولنې فعالان غواړي چې له اداري فساد سره د مبارزې له خپلواکې کمیټې سره ګډ پروګرامونه ترسره کړي.

سید نعمت الله ثایر د اداری فساد دمخنیوی کمیټې سلاکار په کندز کې دمدنې او رسنیزو بنسټونو له استازو سره، دفساد پر وړاندې دمبارزی د ګډو(مشترکو) پروګرامونو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د کندز ټولنیز او رسنز مرکز میدیوتیک کې جوړه شوې وه تر ۳۰ ډیرو کسانو پکې ګډون کړی وو چې د دری ساعتونو لپاره یی دوام درلود.

د مروه موسسی ریسی فوزیه یفتلی په کندز کې په شته او پرتو ستونزو رڼا واچوله وی ویل: چې کندز کې هم یو شمیر اداری او کارکونکې شته چې په اداری فساد کې ښکیل دی.

یفتلې د فساد سره د مبارزی او ددغه ناورین د مخنیوی لپاره د مشترکو او ګډو برنامو دپلې کولو غوښتونکۍ شوه وی ویل: چې له یادې پدیدی سره دمبارزی یوازینی لاره د وړ کسانو په کار ګمارل اود عامه پوهاوی پروګرامونه دې چې باید د ټولو بنسټونو په همغږې سره په ګډه توګه درسنیو او مدنی نهادونه له لارې دې پلې شی.

له بل لوری بیا د مدنې نهادونو د ګډې شبکې مشر اوپه شمال اوشمال ختیځ زون کې  دمیدیوتیک دفتر ریس عبدالله رسولی وویل: چې مدنې نهادونو په دغه ولایت کې په ګډه توګه دیو مشترک سیوری لاندې په بیلابیلو څانګوکې فعالیت کوی، چې ددوی فعالیتونه د دولت پر کړنو د نظارت او څار یو ښه فشار بلل کیږې. دی وایی چې دغه شبکه بیلابیلې کمیټې لارې چې داداری فساد دمخنیوی پر څانګه کې هم فعالیتونو پرځای اغیزه کړی ده.

نوموړی وایی: چې په دغه ولایت کې مدنې بنسټونه ښه فعالیت لری، دوی به هڅه وکړې چې داداری فساد سره دمبارزې خپلواکې کمیټې سره په دغه ولایت کې جدی مرسته وکړی.

دیادونې وړده چې له اداری فساد سره دمبارزې خپلواک  دڅار او ارزونې کیمټه د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې په هوکړه را مینځته شوی چې دغه کمیټه شپږ غړی لری چې درې غړی یی افغانی دی،

ددې کمیټې اصلې موخه په هیواد کې دننه له ادارې فساد سره دافغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې مبارزه ده ترڅو په هیوادکې دیاد ناورین څخه مخنیوی وشې.

نقیب الرحمن شمسزی کندز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *