تاند- د افغانستان په جنوب کې، چې له کلونو راهیسې پکې وینې بهېږي، په یوه میاشت کې د یوې ولسوالۍ د پولیسو ۳ امنیه قوماندانان ووژل شول.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ /سپټمبر ۲۱/ د سړک د غاړې بمي برید د غزني ولایت د جغتو امنیه قوماندان میراجان وواژه.

دغه قوماندان صرف دوه اوونۍ پخوا د جغتو امنیه قوماندان مقرر شوی و او دی په یوه میاشت کې درېم امنیه قوماندان دی چې په دې ولسوالۍ کې وژل کېږي.

تر ده مخکیني امنیه قوماندان د طالبانو په حمله کې وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په هیڅ سیمه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

که څه هم د افغانستان حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر نه ښيي خو نیویارک ټایمز وايي چې سږ کال تر ۲۰۱۶ زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور پر اساس سږ کال تراوسه پورې ۶۳۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي او نژدې ۱۲ زره ۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وویل، د جغتو امنیه قوماندان میراجان هغه مهال شهید شو چې د سپرلۍ موټر یې د مومند کوتل په سیمه کې پر اېښودل شوي ماین برابر شو.

نوري همداراز وویل چې په دې اړه تحقیقات کېږي چې ولي د جغتو امنیه قوماندانان داسې په اسانه وژل کېږي.

ده وویل چې تحقیق کېږي چې چا له طالبانو سره مرسته کړې ده.

طالبان د غزني پر یو شمېر سیمو کنټرول لري. په دغو سیمو کې یوه هم د ناوې ولسوالي ده.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امین الله کامران وویل، غزني ۱۸ ولسوالۍ او ۲۶۰۰ پولیس لري چې د دومره ستر ولایت لپاره خورا لږ دي.

ده همداراز وویل«په غزني کې د اردو ځواکونه فعال نه دي، اکثره عملیات د پولیسو او پاڅونوالو له لوري کېږي.»

د غزني د ولایتي شورا یوه بل غړي نصیر احمد فقیري وویل، د جغتو ولسوالۍ لپاره، چې تر ۷۰ زره زیات نفوس لري، نژدې۱۰۰ پولیس او ۸۰ پاڅونوال ګومارل شوي دي.

وروستي راپورونه، چې له غزني څخه تاند ترلاسه کړي، د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته اکثره طالبان د غزني له ولسوالیو وتلي او یا یې په کلیو کې تګ راتګ بس کړی دی.

راپورونه وايي چې په وروستیو ورځو کې د افغان کومانډو ځواک شپني عملیات زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *