هغه غم، بدمرغي او بدبختي چې موږ يې احساس کوو او تجربه کوو، هغه پر سکروټو د يبلو پښو له مزل کم نه دي، خو چې په ورته وخت کې موږ د کومې خوښۍ احساس ومومو او د يوې شيبې لپاره ارام تر لاسه کړو نو داسې به وي چې ګوندې د زرو پڼې(پيزار) مو پښو کړې.

د ژور خفګان د له منځه تګ او د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره مې ورته ځکه دغه عنوان غوره کړ.

د نړۍ ګڼو څيړنيزو مرکزونو چې د خوښۍ د ترلاسه کولو کوم رازونه رابرسيره کړي د هغوی له چاڼ چې کوم ټکي راوتلي هغه به درته په لنډو کې وړاندې کړم؛

که غواړئ چې د خوښۍ احساس وکړئ، پخپلو حواسو کنټرول ولرئ او د ژوند لوړو ژورو ته ځان چمتو کړئ لاندې شميرلي ټکي هيڅکله له پامه مه غورځوئ!

•د خپل تشويش يا فشار کچ سمبال ساتئ!

دا کار څنګه وکړو؟ که د کار له وجې وي خپل کاري ساعتونه راکم کړئ يا يې بدل کړئ، که لامل يې زياته ګڼه ګوڼه وي، ځان ته وخت جلا کړئ او له ځان سره يوازې يو څه وخت تير کړئ خو چې دا مو د تشويش د زياتيدو سبب نشي. ژوره ساه واخلئ او تفريح زياته وکړئ.

•د ټوکو ټکالو لار غوره کړئ!

له خفګانه د تېښتې يوه لار دا هم ده، ځان په يوه نه يوه پلمه خوشاله ساتل. په هر څه کې خوښي لټول، مسکا او خندا ته بهانې تراشل، د خپلو سختو حالاتو پورې ملنډې وهل، سخت دي! خو هڅه بايد وشي! ټوکې اوريدل، لوستل او نورو ته ويل يې غوره لار ده.

•هغه څه وکړئ چې تاسې ترې خوند اخلئ!

د غره را نړول نه دي، ساده کارونه دي، لکه؛ له ملګرو سره يو ځای د کرکټ لوبه کتل، له ملګرو سره چکر وتل، هغوی سره د ښار په کوچني رستورانت کې قهوې يا چای څښل هم ډير څه کولای شي. داسې څه کول چې تاسې په کې استعداد او ښه وړتيا ولرئ، له هغه شيانو ځان وساتئ چې لنډمهالې خوښي درکړي او وروسته مو روغتيايي يا رواني حالت لا خراب کړي، لکه؛ د الکولو يا مخدره توکو کارول.

•خپل ځان ته د درناوي کچه لوړه کړئ!

ځان سره داسې چلند وکړئ لکه د خپل يو درانه او با ارزښته ملګري يا درته محترم شخص سره چې يې کوئ. دغه چلند مو په مثبت او رښتيني ډول وي، د غرور او ځان ښودنې په مانا نه وي.

لکه؛ تاسې به هيڅکله هغه چا ته چې درناوې ورته لرئ دا و نه وايئ چې ته يې لياقت نه لرې ځکه دې دغه دنده له لاسو ووتله! نو بس ځان ته يې هم مه وايئ!! ددې پر ځای مثبت څه و وايئ؛ لکه؛ ته يو هوښيار انسان يې ته به دغه دنده خامخا تر لاسه کړې.

•مناسب غذايي رژيم ټاکل!

غذايي رژيم معمولآ دلته يوازې د “نه خوړلو” په مانا تعبيريږي، خو داسې نه ده. غذايي رژيم د خپلو خوړو لپاره د مهال ويش ټاکل دي. د مناسب او روغتيايي پلوه معياري غذايي مهال ويش لرل تاسې خوښ ساتلی شي. ستاسې حواس پياوړي کولای شي. دا غذايي رژيم مو ذهن او وجود فعالوي او مثبته انرژي درکوي.

•ښه ډير خوب کوئ!

موخه مو دا نه ده چې شپه او ورځ ويده اوسئ!

روغتيا پالان وايي؛ د نورمال کس لپاره له اوه تر اته ساعته خوب کفايت کوي، له همدومره خوب سره يې ذهن او بدن اراميږي او ستړتيا يې له منځه ځي.

له ويده کيدو وړاندې، د “څه بايد وکړم” يو لېست جوړول لا زياته ارامتيا درکولای شي. له دې کار سره به مو ذهن د راتلونکي يا سبا لپاره د تشويش څخه هم خالي شي.

•اړيکې وساتئ او نورو سره خبرې وکړئ!

اړيکې ساتل ډير مهم دي. که له ملګرو سره وي، کورنۍ سره وي او يا همکارانو سره. د هغه څه په اړه خبرې وکړئ چې تشويش او خفګان يې درته پيدا کړی ترڅو هغه لامل ومومئ او له منځه يې يوسئ. کمې خبرې زړه کې وساتئ!! په ټولنيزو فعاليتونو او خدمتونو کې برخه اخيستل، ادبي او کلتوري غونډو ته تلل، نوي ځايونه او نوي خلک ليدل، دا هر څه مو د خوښۍ سبب ګرځي.

نو؛ راځئ چې موږ هم دا د زرو پڼې په پښو کړو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *