په سعودي عربستان کې د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له ټاکل کېدو راهیسې د سعودي عربستان په بهرنۍ پالیسۍ او اړیکو کې پراخ بدلونونه لیدل کیږي، چې د دغو بدلونونو رامنځ ته کېدل د سعودي د ولیعهد له پریکړو سره تړلي دي.
محمد بن سلمان د سعودي په شاهي نظام کې اوس مهال نه یواځې ولیعهد دی بلکې د دغه هېواد د دفاع وزارت او د سعودي د اقتصادي چارو د شورا مشري هم پر غاړه لري. محمد بن سلمان ۳۱ کاله عمر لري او په نړۍ کې د دفاع وزیرانو په ډله کې تر ټولو ځوان وزیر دی. د لودیځ ډیپلوماټانو په وینا هغه په کم عمر کې د سعودي په شاهي نظام کې ډېر زیات نفوذ پیدا کړی او آن په ډیپلوماټیکه برخه کې د مسټر ایوري تینګ (د هر څه مسټر) په نامه شهرت لري.
۳۱ کلن محمد بن سلمان له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته د ریاض په سعود پوهنتون کې د حقوقو پوهنځۍ بشپړه کړه تر ډېره په انګلیسي ژبه روانې خبرې نشي کولای خو په اوریدو یې پوهیږي.
محمد بن سلمان یا مسټر ایوري تینګ د سعودي عربستان د بهرنۍ پالیسۍ واک هم په خپل لاس کې لري او هڅه کوي د منځني ختیځ په ټولو چارو کې سعودي عربستان ښکېل او پکې د سعودي د نفوذ درلودلو نښې نړۍ ته ښکاره کړي. هغه که څه هم په نظامي برخه کې ډېره تجربه نه لري خو بیا هم په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان د سیاسي رول، د سعودي په مشرۍ د روانو جګړو او سیاستونو مدیریت کوي. تر ډېره د محمد بن سلمان اقدامات او پالیسي د سعودي د کلونو کلونو شاهي نظام سره په ډېر توپیر کې ښکاري او ښايي هغه د دې هڅه کوي، چې له دې وروسته د شاهي نظام د دودیزې پالیسۍ سره په توپیر له خپل نفوذ او واکونو ګټه پورته کړي. دلته غواړم د سعودي عربستان د ناکامې بهرنۍ پالیسۍ په اړه، چې د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ اداره کیږي، ځینو اساسي برخو ته اشاره وکړم.
د یمن جګړه: محمد بن سلمان د ۲۰۱۵ کال په جنوري میاشت کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شو، چې یواځې شاوخوا دری میاشتې وروسته د همدې کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان په یمن کې د دغه هېواد د ولسمشر عبدالربو منصور هادي په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه پیل کړه. محمد بن سلمان حوثيان له ایران سره د اړیکو په درلودلو سره د خپل هېواد لپاره ګواښ بولي. په لومړیو کې نوموړي د یمن د جګړې ګټل په څو میاشتو کې پلان کړي و خو دغې جګړې میاشتې نه بلکې کلونه ونیول او د ګټلو پر ځای پر یو بشري ناورین بدله شوه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د راپور له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن په جګړه کې د تېرې اګست میاشتې تر وروستۍ نیټې پورې ۵۱۴۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۷۴۹ نور ټپيان شوي دي. سعودي عربستان د یمن په جګړه کې د میلیاردونو امریکايي ډالرو په لګولو سره بیا هم دغه جګړه نه ده ګټلې بلکې له ورځې بلې ته نوره هم پیچلې کیږي او په تړاو یې پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا نیوکې هم ډېریږي.
د سوریې جګړه: سعودي د سوریې د جګړې په ډګر کې ځان ښکېل کړی او په دغې جګړه کې یې هم خپله توره سره کړې. سعودي عربستان په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پر ضد د ځینو وسله والو ډلو ملاتړ پیل کړ خو له خپلو ټولو مالي لګښتونو او مرګ ژوبلې اړولو پرته یې هیڅ هم لاس ته را نه وړل، ځکه د بشارالاسد رژیم یې اړ کړ، چې له روسیې او ایران ملاتړ وغواړي او د سقوط له ګواښه ځان خلاص کړي.
له ایران سره اختلافات: سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د ایران پر وړاندې سخته او جدي پالیسي غوره کړې، چې د سعودي دغه دریځ هم د اسلامي هېوادونو په منځ کې پر ډيری مساییلو اغیز کړی.
له قطر سره د اړیکو پریکون: څه موده وړاندې سعودي عربستان قطر هم له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او له دغه هېواد سره یې خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې. له قطر سره د سعودي عربستان د اړیکو پریکون د خلیج د همکاریو په شورا کې هم درځ رامنځ ته کړ او د دغې شورا پخوانی یووالی یې مات کړ.
د سعودي عربستان د بهرنۍ پالیسۍ ټول واک د ولیعهد محمد بن سلمان په لاس کې دی او د هغه له خوا پر مخ وړل کیږي. د دغه هېواد دغه ټول اقدامات په یو ډول له ناکامۍ سره مخامخ دي او هیڅ کومه مثبته پایله یې نه تر سترګو کیږي.
که اقتصادي برخې ته اشاره وکړو نو د سعودي په اقتصادي چارو کې هم د محمد بن سلمان لاس وهنې په ښکاره لیدل کیږي. هغه څه موده وړاندې یو اقتصادي پلان اعلان کړ، چې له مخې یې پر تیلو له تکیه کولو څخه د سعودي عربستان پر لرې والي ټینګار شوی دی.
د سعودي عربستان په شاهي نظام کې چې هر ډول پریکړې او غونډې کیږي له خپرولو یې رسنۍ لرې ساتل کیږي خو محمد بن سلمان دا هڅې هم پیل کړې، چې د خپل نفوذ، وړتیاوو او واکونو د څرګندوالي لپاره د رسنیو له لارې ځان مطرح کړي. امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز تېر کال د هغو دوو خبریالانو له قوله، چې له محمد بن سلمان سره په بهرنیو سفرونو کې تللي وو، په خپل راپور کې لیکي چې محمد بن سلمان په سفرونو کې ور سره تللو خبریالانو ته آن تر ۱۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالرو نغدي پیسې هم ورکړې دي.
د سعودي عربستان دغه ځوان سیاستوال او د شاهي کورنۍ غړي محمد بن سلمان د دغه هېواد د ډيری ځوانانو او کم عمره خلکو په منځ کې هم ډير محبوبیت موندلی دی. محمد بن سلمان د ۲۰۱۶ کال په یو خبري کنفرانس کې ځان ته په اشارې وویل، چې نوم به یې په راتلونکې کې د خلکو په ذهنونو کې په یاد پاتې وي ” زه د سعودي یو وګړی یم او د سعودي وګړي به هم په راتلونکي کې یادول کیږي.”