د وخت په لاس چې کوم غلبېل ورکړل شوی دی هغه د هیچا خیال نه ساتي هېڅوک ددې غلبېل له چاڼ څخه خوندي نشي پاتې کېدای، نن پاکستان د وخت غلبېل ته لوېدلی دی اوس پاکستان خپله ترهګره توره څېره نه شي پټولی اوس که پاکستان په خپل تور مخ هرډول نقاب را خپور کړي د وحشت او بربریت بوی یې په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی اوس پاکستان د وحشت او بربریت د باني په نامه پېژندلی شوی دی.
وخت او حالات بدلېدونکي خصلت لري تر ډېره په یوه بڼه نه شي پاتې کېدای پاکستان له وخت سره ډېره لوبه وکړه خو نن وخت ورسره لوبه پيل کړې او لار یې ترینه ورکه کړې ده نن د وخت په جال کې راګېر پاکستان زګ ته هم لاس اچوي.
هغه هم وخت وچې افغانستان به له پاکستان څخه د خبرو او ناستو غوښتنه کوله نن هم وخت دی چې پاکستان له افغانستان څخه د خبرو او ناستو غوښتنه کوي، پاکستان په دې اړه فکر هم نه و کړی او نه یې چېرته په خیال کې ګرځېدل چې ددوی له وحشت او بربریت څخه به داسې پرده پورته کیږي چې هرڅه به یې ټولې نړۍ ته برملا کیږي.
د پاکستان هغه ریاست چې شيطان به ورڅخه پنا غوښته نن د حیرانۍ په څلور لاره کې یک تنها حیران دریان ولاړ دی چې څه وکړي او څنګه تور ځان سپین کړي.
نن هغه څه له پاکستان سره په نړيواله کچه کیږي، کوم چې له نن څخه لس کاله وړاندې پکاروه خو هغه وخت یو څه د پاکستان دومخی سیاست او یوه څه دنړۍ شرخوښو هیوادونو ګټې په همدې شر کې نغښتې وې نو ځکه یې په ښکاره پرپاکستان سرسري نیوکې او پټې به یې مرستې ورسره کولې نن په دغه شر کې د ډېرو کمو هېوادونو ګټه ده نن دا اور د افغان له کوره نورو کورونو ته هم لېږدونکی دی نو د ځان له وېرې نن د نړۍ زیات شمېر هیوادونه د ترهګرۍ ضد شوي دي بل د نړۍ سیاست کې هم یو څه بدلون راغی له همدغه بدلون څخه افغانستان او هندوستان پروخت ګټه پورته کړه اشرف غني او نرندرا مودي وکولی شول چې په نړیوال کلي کې ښه پوره لابي وکړي چې د همدغې کامیابې لابي له برکته پاکستان په نړيواله کچه د یوه ترهګر او ترهګر پال هیواد په توګه و پېژندل شو.
د غني او مودي سیاست، د کرزي او من موهن سنګ سیاست دا ډېر تو پیرونه سره لرل هلته د پاکستان په اړه سیاسي فضا یو ډول وه او نن بل ډول ده نن پاکستان په سیاسي کما کې دی نن پاکستان اکیسجن ته اړ دی د پاکستان په دې ښه پوهیږي چې څنګه په خپل رنګ کې کوټ شو.
پرپاکستان اوس سر ګرځي د پاکستانیو سیاسیونو دا ګډې وډې چې نن سبا اورو دا ګډې وډې له سړي نه په ګډوډ حالت کې ویل کیږي، نن د پاکستانیو سیاسيونو فکر ګډوډ دی سیاست د جذباتو لوبه نه ده جذبات هغه وخت قوت مومي چې کله منطق او دلیل فرار وکړي نن د پاکستانیو سیاسیونو عقل له سره کوچېدلی دی.
کله چې ټرمپ د خپلې نوې پالیسۍ په اړه نېټې بدلولې همغه وخت ویل کېده چې د ټرمپ په نوې پالیسۍ کې د پاکستان خیر نشته نو هغه وخت پاکستانیو سیاسیونو ډېره په ځان نه راوړه هغوی ټرمپ ته هم لکه د نورو امریکايي سیاستوالو فکر کړی و او ډېره تکیه د پاکستان په هغو امریکايي سیاستوالو وه چې له پخوا څخه د پاکستان ملګري وه او بل د امریکا ګټې یې د پاکستان له ګټو سره د پخوا په څېر تړلې ګڼلې او کله چې ټرمپ خپله پالیسي اعلان کړه له پاکستان څخه یې خوب و تښتوه سره له دې چې له ټرمپ نه څومره تمه کېده هغه شان نه وه خو بیا هم له دې نورو ټولو څخه ښه وه د پاکستان په اړه یې خپل دریځ روښانه کړ.
نن پاکستان په ځان دی کله چې یو څوک په ځان نه شي هغه به د نورو لپاره سرخوږی ضرور جوړيږي خو پاکستان لکه څنګه چې رامنځته شوی په یوه منافقت دی او تر دې دمه ددوی د سیاست جوهر منافقت او دوه مخي ده نو کله چې ټرمپ خپله پالیسي اعلان کړه پنجابي ایسټبلیشمنټ په پښتونخوا کې ګل خانان را ټول کړل او د امریکا پرخلاف یې ورباندې لاریونونه وکړل په دې کې د پنجاب د منافقت غټ ټکی دا دی، چې پنجاب چې پښتانه څنګه نړۍ ته ورپېژندلي چې د هغوی بیګراونډ همغه شان وښايي یعنې، پښتون د امریکا مخالف، پښتون د نړيوال کېدو مخالف، پښتون د پرمختګ مخالف، پښتون یعني سرتمبه ګي پښتون پرپاکستان مین. امریکا خو نه ده خبره چې دا ګل خانان دي همداشان یې هندوستان ته دا ګل خانان را پورته کړي وي د پاکستان په ننګه د ګل خان له راپورته کېدونه نه د پنجابي موخه داده چې نړۍ ته وښايي چې دا پښتانه تر پنجابی زیات پاکستان خپل هیواد ګڼي او ترهګر هم دي که پاکستان یې مهار نه کړي نو نړۍ به له اور لاندې ونیسي په یو تير څو ښکاره او ګل خان د بې ننګۍ په خوب مدهوش.
ملایان یې امریکا په سې راپورته کړل خو پښتون ملایان طارق جمیل په خپل کور کې ناست دی هغه څه نه دي ویلي هغه په کوم لاریون کې ګډون ن دی کړی پنجاب که امریکا ته ګواښونه کول د ګل خان په مټ، خپل پنجابی یې کور ناست وه.
پنجابي سیاسیونو هم خپل اړې دوړې بندې کړې او د پاکستان ملي ګټې یې په نظر کې ونیولې او خپلو کې سره بار بار جرګه شول چې له امریکا سره ډغره وهل نه دي پکار باید احساساتي سیاست ونه کړو کنه ټوله نړۍ راته یوخواته کیږي او له نقشې مو ورکوي، همغه وه چې خاقان عباسي د افغانستان په اړه او د ترهګرو په اړه خپل دریځ ته یو ناڅاپي بدلون ورکړ ژر ژر یې د ترهرهګرو ډلو مشران هم را وغوښتل چې د نړۍ د اعتبار لپاره به موږ ستاسې په نامه جعلي عملیات پیل کړو هغه ډلې چې د امریکا په تور لیست کې دي هغوی دې ځان ته نوي نومونه غوره کړي د خپلو ډلو نومونه مو بدل کړئ او خپل وحشت او بربریت مو په کشمیر، افغانستان، بلوچستان او په وزیرستان کې روان ساتئ، د پوځ د مشر باجوا او د خاقان عباسي تر منځ بار بار ناسته دا نتیجه ورکړه چې ته نوی راغلی یې ته کوښښ وکړه چې افغانستان سره په یو شکل اړیکه جوړه کړې او ځان به ډېر سولې او ثبات ته ژمن وښايې ځکه چې افغانستان او هندوستان سره لاس یو کړی دی او دا یوالی زموږ د انزوا اصلي ټکی دی نو که ته وکولی شې دغه د اعتبار فضا راجوړه کړې او یوڅه ومنه او یو څه په هغو ومنه چې یوبل سره مو اړیکې خوږې شي د پاکستان صدراعظم عباسي په دې لړ کې څو مرکې هم وکړې او ای ایس ای ورکړی نظر یې میډیا کې هم خپور کړ او په اسلام اباد کې افغان سفیر زاخیلوال سره یې هم د نظر تبادیله وکړه د ځينو وحشت ګرو په وحشت یې اعتراف هم وکړه، دا هرڅه جعلي پلان و چې په دې توګه پاکستان له نړیوال فشار څخه ځان غواړي وژغوري او بله یوڅه د انزوا له حالت څخه ځان وباسي او هغه مرستې چې تل یې امریکانه په خپل دوه مخیتوب ترلاسه کړي یو ځل بیا هغه ترلاسه کړي نور هېڅ کومه خبره نشته که چېرته افغان حکومت یو ځل بیا له همغې سوړې نه چې بار بار چیچل شوی دی بیا چیچل غواړي نو د پاکستان په خبرو او ګرمو وعدو دې باور وکړي کنه پاکستان او ثبات؟ دا یوخوب دی او بس پرپاکستان که نړیوال فشارونه زیات شي او مرستې ورباندې بندې شي پاکستان له اقتصادي زوال سره مخ کیږي ځکه چې د پاکستان هر سیاسیون غدار دی پاکستان خو په خپل ولس پاکستان دی ددوی سیاسیون ټول غله دي او د خپلو ګټو په اړه یې شپه او ورځ فکروي که پرپاکستان یو کال بندیز ولګېده خپل پوځ ته معاش نه شي ورکولی، ځکه چې پاکستان ټوله بودیجه چې له نړۍ څخه یې په هرنوم اخلي هغه په دوه برخو کې مصرفوي لومړی ایټیمي بټۍ دویم ترهګرۍ په برخه کې اوبس.
د پاکستان د صدرا عظم اوسنۍ خبرې چې په افغانستان کې د هند له اقتصادي مرستو نور هیڅ نه منو دا هم ددوی په ماشومتوب ښکاره دلالت کوي دا ښاغلي دومره د کرکې، عقدې او بدنیتۍ په سیند لاهودي چې په دې هم نه پوهیږي چې له یوه صدراعظم سره داسې خبره؟ افغانستان دوی اوس هم د یوه خپلواک هېواد په توګه نه پېژني که چېرته یې پېژندلی داسط وینا وې یې نه کولې دا ښاغلې دومره نه پوهیږي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی له هر هېواد سره یې چې زړه وغواړي هر ډول اړیکې ساتلی او پاللی شي خو له دې نه دا معلومیږي چې پاکستان اوس هم د افغانستان استقلالیت نه مني.
پرافغانستان که وحې هم نازلې شي پاکستان یې نه مني کله چې د ښمن دې په دې کچه ستراتیژيک وي نو بیا خو ورسره بلمثل سیاست او عمل پکار دی په هرهغه کار چې پاکستان سوزي پاکستان ورباندې زوریږي هغه به ید وشي.
نن پاکستان په کور دننه هم له یو لوی طوفان سره مخ کېدونکی دی هغه د ا زادۍ غوښتونکي ډلې دي بولوچان د بلوچستان د ازادۍ خبره تر نړیوال کلي ورسوله بلوچ مجاهدینو په بلوچستان کې د جهاد سنګرونه تر پخوا څو چنده ګرم ساتلی دي. پاکستان نور د ګرنګ پرغاړه ولاړ دی پاکستان ټول پام ترهګرپالنې او د ایټمي موادو بټیو ته اړولی دی ملک ورڅخه د ړنګېدو خواته روان دی.
په دغه وخت کې افغانانو ته له ضرورت نه زیات یوالی پکار دی او سیاسیونو ته یې هم پکار ده چې خپل منځي اختلافات څنډې ته کړي ولس او حکومت یوځای د پاکستان خلاف او د ګران وطن ملي ګټې تر خپل ژونده هم مهمې وګڼي نن موږ ته وخت یو ښه جانس په لاس راکړی دی دا چانس د پاکستان حرموني هېواد له منځه تلل دي او د نړۍ په کچه یې سپکول دي که چېرته موږ دا چانس د خپلو شخصي ګټو په خاطر له لاسه ورکړ بیا نو ځانونوته او خپلو بچوته کفنونه او تابوتونه تیار واخلئ.
وخت هروخت د چا په ګټه نه وي دوخت چانس له لاسه ورکول د هرڅه له لاسه د ورکولو په معنی دي.