تاند- پاکستاني رسنیو د درو ښځینه سیاستوالو د ښکلا په اړه بحثونه پیل کړي او د خلکو نظرونه یې د هغوی د ښکلا په اړه پوښتلي دي.
په دغو درو سیاستوالو کې دوې پښتنې او یوه پخه پنجابۍ ده.
پاکستاني رسنیو د ليرې شوي صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز د ښکلا ملکه بللې ده.
له مریم نواز سره د تحریک انصاف د مشر عمران خان پخوانۍ مېرمن ریحام خان او د پاکستان د ملي جرګې وزیرستانۍ غړې عایشه ګلالۍ ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې دا درې د ښکلا، نفاست، او ښکلي اندام له نظره غوره شوي دي.