ډاکټر نجيب ننګيال
د چارو ادارې د يوه کوچني مامور په نوم يو بېلاسليکه، بېټاپې او بېمانا کاغذګوټی راوتلی. په فيسبوک او رسنيو کې انډوخر جوړ دی چې هله په ارګ کې قومګرايي روانه ده. پښتانه مقررېږي او قومونه شا ته غورځول کېږي. دا چيغې په دومره سپينسترګۍ او په دومره شدت وهل کېږي چې ته به وا رښتيا همداسې ده. دا دروغ په دومره مهارت ويل کېږي او دا دسيسې دومره په شد و مد جوړېږي چې اوس د دروغجن په خپلو دروغو د رښتيا عقيده جوړه شوې. کټ مټ لکه زموږ د کلي غلام نبي.
غلام نبي يو لېونډرت ټوکي شی و چې د کلي هر مجلس به يې په خپلو درواغو او ناپړيتو تود کړی و. يوه ورځ يې کړه، زه ماشومانو ته هم درواغ وايم، چېرته چې ډله ماشومان وګورم، ور غږ کړم چې ورشئ په هغه کوڅه کې خيرات دی. وايي ټول منډې کړي، داسې منډې چې د کلي له بر سره هم ماشومان په ځغاستو وي. اخېر مې شک شي چې رښتيا به خيرات وي. زه هم پسې منډې کړم، په خوار پښتانه د قومګرايۍ او تعصب تور کټ مټ همدغه کيسه ده. حال دا چې همدا اوس د چارو د ادارې يوازې ۲۵٪ سلنه پرسونل پښتانه دي. تر ۶۲٪ يې زيات تاجک او پاتې يې نور قومونه.
ښه شوه چې ولسمشر نن د قضيې په اړه اعلاميه خپره کړه. دا سړه کيسه يې بيا توده کړه او څارنوالۍ ته يې په دې اړه د څېړنو هدايت کړی. د مخکښ کيسه بايد وڅېړل شي او سمه وڅېړل شي، خو له همدې ورځې دې حساب پیل شي. چې څوک، په څومره شمېر کې، چېرته کار کوي؟ نور بايد دا حساب واضح شي چې حق د چا خوړل شوی؟ زياتی له چا سره روان دی؟ مخکښ او نورزی په پښتنو ور تاوانول به له پښتنو سره جفا وي.
موږ د نورزي پښتو پالنه او نرتوب د تشويق په برنامه کې ليدلی چې له کاناډا او امريکا يې څوک را وغوښتل او چېرته يې مقرر کړل؟ حقيقت خو دا دی هغه خلک چې په پښتنو ور تاوان دي، پښتنو ته يې ګټه نه، بلکې تاوان رسېدلی. يوازې دومره يې کړي چې په سخته کې يې پښتانه ځان ته سپر کړي، خو په بخته کې يې اړيکې له تجارته نيولې، تر پروژو او له پروژو نيولې د ګيلاسونو تر ټنګولو او د راز و نياز تر مجلسونو بېرته له همدې ټلوالې، له همدې جنګسالارانو او مافيا سره وي.
راځئ حساب وکړو. ولسمشر غني په پښتنو تاوان دی. محقق او دوستم يې فاشيسټ او متعصب بولي. تر ټولو باوري خلک يې سلام رحيمي، نادري او کامله جانه دي. هغوی چې قران ورته ونيسې ټکی پښتو به و نه وايي او نه پرې پوهېږي. بله باوري کړۍ يې د زهرا جانې ده چې د ملګرو ملتونو په چارو کې يې ارشده سلاکاره ټاکلې. يو ورور يې وزير دی. بل يې… او بل يې… که مقررۍ دي، که پروژې او نړېوال سفرونه، ټول د دوی په لاس کې دي. خپله خوښه يې ده. که په ارګ کې د شهروندۍ دېوالونه جوړوي او که د مدني فعالانو په نوم خپلو همنوعو ته مېلمستياوې. هغه چې د ولسمشر يوه مکمله کاري ورځ ورسره ضايع کېږي او په دې يې غولوي چې ګويا ولس يې ورته را ټول کړی. خپله د ولسمشر مېرمن اغلې بي بي ګل قسم کړی چې له کومې پښتنې ښځې سره به و نه ګوري. دفتر يې تر ۲۰۰ مليونو پورې بوديجه لري. سهار ماښام د ښځو کنفرانسونه، مجلسونه، سفرونه او هره ورځ د ښځو د توانمندۍ سيمينارونه وي. مفشن هوټلونه وي او کابلمېشتې نجونې چې ټول له يوه نسله او يوه جينيټيکې نقشې راوتلې وي، پکې را ټولې وي. هغوی چې نه يې جګړه ليدلې وي، نه لوږه او نه کورنی تاوتريخوالی.
خبره چې د ښځو د مظلوميت شي، خبره چې د پښتنو نجونو او پښتنو ښځو شي. بيا لکه شربت ګله، په يوه کال کې د ولسمشر حکم لاس په لاس ګرځي، کور نه ورکول کېږي. کله يې کرايهدار کور ته ولاړ وي او کله يې ماشومان له ښوونځي ورته را شړلي وي. اوس که لومړۍ مېرمنې ته ووايې چې دا خو هم ښځه ده. د ښکلا يې په ټوله نړۍ نوم دی. د مظلوميت په کيسو يې د نېشنل جيوګرافيک يهوادانو هم وژړل. ستاسې زړه ولې نه پرې خوږېږي؟ دلته مو ولې د ښځو د توانمندۍ کيسه هېره ده؟ مجبور د استاد رباني خبره درته وکړي، «حيف که پشتون است!» خپله ولسمشر غني په دې وياړي چې پښتنو ته يې کار نه دی کړی. مشرقي او جنوبي ولايتونو ته يې پام نه دی کړی خو د باميان او هرات لهپاره يې د لسګونو پروژو پرانيسته وکړه.
يو څوک چې خپله په دې اعتراف کوي چې هغوی چې رايه يې راکړې کار مې نه دی ورته کړی، برعکس هغوی چې رايه نه ده راکړې ډېر کار مې ورته کړی. د نړۍ په سياسي تاريخ کې به شايد دا بېخي عجيبه وي چې سړی دې د خپلو رايو او پلويانو له حوزو برعکس هغو سيمو ته توجه وکړي چې رايه يې نه وي پکې اخيستې. هغه څه چې د سياستوال مرګ شمېرل کېږي.
په دې چارې باوري يم ولسمشر خپل مخالفان خپل نه کړای شوای، خو خپل پلويان يې هم له لاسه ورکړل. دا خو بيا دا خبره په اثبات رسوي چې په افغانستان کې تر ملاتړه د مخالفت قېمت لوړ دی او ډېر امتياز پرې اخيستل کېدای شي. لرې به نه ځو. د ولسمشر غني له خپلې پلرنۍ سيمې به يې را پیل کړو. په تېرو ۱۵ کالو کې په لوګر کې نسبي امنيت و. که نور څه نه و، لږ تر لږه د کابل-لوګر لاره خو خوندي وه. له ولسمشره نور پښتانه څه چې ان خپل لوګر له ياده ووت. کټ مټ لکه کرزی چې له ولسمشرۍ وروسته کندهار ته تللی و. هلته خلکو برېښنا غوښتې وه، ده ورته ويلي زه درسره يم.
په حکومت به فشار واچوو چې کندهار ته برېښنا ورکړي، خو هيچا و نه پوښت او نه دی په دې خبره خجالت شو چې تر دا پرونه دې سره و سپين هر څه په لاس کې وو، ولې دې مزي نه ورته را غځول؟ چې نن د کندهار د حقونو چيغه وهې. کټ مټ ټوکه به سبا ولسمشر غني هم کوي. له بل حکومته به بيا لوګر او پښتنو ته حق غواړي.
په پښتنو بله تاوان مهره حنيف اتمر دی. چې له مزاره پرې عطا را بو کړی نه وي، ده بيا واخته خپل فيسبوکي عملياتي ټيم فعال کړی او د ننګې غوښتنه کړې وي. پښتانه ځوانان يې په دې غولولي وي چې ځه درې سوه ډالره اخله، زما ننګه کوه. نور يې دا فکر نه وي چې همدا ماسټر، تکړه، د فکر او خبرې ځوان چې تا په درې سوه ډالره استخدام کړی، له کاره دې غورځولی او د فسبوک تر دوه کرښې ليکنو دې محدود کړی، ولې يې په يوه سم او همدا ستا په اصطلاح (ستراتيژيک) ځای کې نه مقرروې؟ هغه يې هم بيا ليست په فيسبوک پسې خپور شي. د حيثيت او احساس ځوان به يې په (فسبوک چلوونکي) بدنام کړی وي. مونږ خو چې ګورو چېرته چې لنډغر دی. چېرته چې مجاهد زاده ګان دي. چېرته چې د پروژو او مافيايي کړيو غله دي. سر يې له امنيت شورا راوتلی وي. هم زري موترې لري. هم ګارډان او هم حيثيت. پښتون يې بس دې ته کېنولی چې د عطانور او صلاح الدين رباني په ځواب کې په فسبوک پوسټ ورته وکړي. کاريزما يې معرفي کړي او د نامحسوسو سټراټېژيو په ډنډوره د سړو مغزو اتل ځنې جوړ کړي.
کله يې د جلالاباد د جګړې اتل کړي او کله هم پاکستان انزوا ته د کشولو مغز متفکر. هيچا ورڅخه و نه پوښتل چې جناب اتمر صاحب! په ورځ کې څوک ټکي پښتو وايې؟ څوک مکتوبونه پښتو امضا کوې؟ څومره پښتانه دې په بورسونو ولېږل؟ څومره دې په بهرنيو اتشو کې مقرر کړل؟ څومره د پوليسو؟ څومره د امنيت؟ څومره د اردو ليکو ته ننهايستل؟ نوم د پښتنو بد دی. مشر د پښتنو بلل کېږي، خو د يوه توت ګټه يې هم پښتانه ته نه رسېږي.
د پښتنو تر ټولو مهم او په کليدي پوست ناست سړی بيا معصوم ستانکزی دی چې دا اوس هم رک روغ دی، خو د ټلوالې له ډاره امسا ګرځوي. ځان ټپي ښيي چې د سولې د شهيد مرګ پرې تاوان نهشي. په تېر دوه کلن ماموريت کې دی نهشي ثابتولای چې رييس خو څه، امر خو څه، بلکې د امنيت يو عادي کارمند يې هم مقرر کړی وي. يو څوک چې په يوه پېښه کې ټپي شي، له مقتول سره په يوه مجلس کې وي، هغه دا نهشي ثابتولای چې زه مجرم نه يم او دومره لېونتوب به څوک وکړي چې د ځانمرګي په يو مټرۍ کې ودرېږي؟ نو هغه به يو خوار، در به در، د لسو بلاګانو په خوله کې پروت پښتون څه وژغورلای شي؟ هغه ستانکزی چې د ټليفون مزي يې دومره غير مصوون وي چې خبرې يې د ورځپاڼو ژورناليسټان اوري او په دا سبا يې له طالبانو سره په اړيکو تورنوي، دی بېرته وضاحت ورکوي چې دا درواغ دي، خبره يې د رد او تايد تر کچې وي، سهار ماښام يې دولسم پاسان د لارو او کوڅو هلکان په فاشيزم تورنوي. په لويو لويو قضيو کې يې دخيلوي. عکسونه يې چليپا کوي، خو دی يې پر وړاندې خاموش ولاړ وي. لکه فالج وهلی ناروغ چې له ځانه مچ نهشي شړلای؛ نو نورو ته به يې څه خير و رسېږي؟ مجال و چې د امرالله صالح په رياست کې د صالح خو څه چې د شهيد (!) مسعود نوم چا بېاودسه اخيستلای وای. يوې رسنۍ او ورځپاڼې خو دې څه پسې ليکلي وای، پښتانه به له مجبوريته خپل شکايت له پېښوره په چاپېدونکې مجلې نوښت او يا د طالبانو په څرک او توره بوړه کې خپراوه، ځکه په دې پوهېده چې په کابل کې په امرالله صالح د انتقاد انجام به څه وي.
د اکرم خپلواک وضعيت دې په همدې ډول، د پښتانه په نوم يې خوري. د پښتنو په سهم ناست دی، خو قسم يې کړی چې د پښتانه لارورکي ځوان درد به پرې دوا شي. که يو نيم چېرته مقرر کړي هم، ټول عمر يې احسان پرې بار وي. ته وا تنخوا له خزانې نه اخلي، دی يې له جېبه ورکوي.
ملي مشر خو هسې هم «ملي» دی. له هغه سره د پښتنو غم يوازې هغه وخت پيدا شي چې زندان ته ولاړ شي او يا يې کور بمبار شي. نور يې غمه نه کوي چې څومره ښوونځي يې تړلي، څومره ځوانان يې بېکاره دي، څومره سرکونه يې ويجاړ، څومره يې وژل کېږي او څومره يې له روغتيايي خدماتو لېرې دي. بېچاره تر پولې ها خوا پښتنو ته ډېر ځورېږي، اختر يې د کندهار، هلمند او پکتيا په ځای د اديب فهيم په کور کې وي. په سپينه ږيره يې له هلکانو سره د يارۍ تارونه غځولي وي.
له احدي خو نوره د ننګ تمه ولاکه کېږي او د داودزي خو دويم نوم ټلوالګر دی. کار يې يوازې له سفيرانو او مدني هلکانو سره ليدل دي. ټوله ورځ په دې پسې توس وهي چې د خپلې حجرې او فلايټونو خرچ وباسي.
حکمتيار بېچاره د خپلې جګړهيزې ماضي په سپينولو بوخت دی او سياف کاکو هغوی ټول کافر بولي چې مسعود شهيد نه بولي او مجاهدينو ته غله وايي.
رښتيا خبره دا ده چې پښتانه د رهبرۍ له شديد فقدان سره مخ دي. هم بوره، هم بدنامه. په زندان کې خپله بندي دی. په ارګ کې يې ژبه زندۍ ده. په ښار کې يې په کاليو ملنډې وهل کېږي. په تذکره کې يې نوم او هويت سم نه ورته ليکل کېږي. هم وژل کېږي او هم قاتل بللی شي. قلمدان لري، خو قلم يې بل څوک چلوي. دومره ځپل شوی، ذليله شوی چې غټ پټ معين به وي د خپل دفتر له چوکيدار سره به د هغه په ژبه غږېږي چې د متعصب تور پرې و نه لګېږي. له ولسمشره يې نيولې د بازار تر دوکانداره، پښتون د احساس کمترۍ او محافظهکارۍ په مرګوني مرض اخته دی.
بهرني سفارتونه، اتشې، علمي او اکاډيميک بنسټونه، تعليمي بورسونه، ډګروالۍ او جنرالۍ، د بيا رغاونې پروژې، رسنۍ، وياندان، د اولمپيک مډالونه، زري موټرې، لوړ اپارټمانونه، د دوبۍ او ترکيې سوداګرۍ… هر څه د دوی دي، خو متعصب پښتون دی. د خدای پار دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۸۵٪ پرسونل ناپښتانه دي. د بهرنيو چارو وزارت ۸۰٪ پرسونل ناپښتانه دي او اکثريت يې له يوې ولسوالۍ پنجشېر دي. د ملي امنيت هر دويم کارمند پنجشېری دی. د کورنيو چارو په دوه لکيز پرسونل کې يوازې د محلي پوليسو برخه پښتانه ته رسېدلې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځان سپر کړي او په کلي ولس کې يې په دايمي دوښمنۍ واړوي. د ملي دفاع وزارت خو يې بېخي په ميراث رسېدلی، د بشر حقونو په ټول کمېسون کې يوازېنی پښتون يې مولوي عبدالرحمن هوتک دی، بل يې قسم کړی که ځنې مقرر شي. د اجرايه رياست، د لومړي مرستيال، دويم مرستيال، لويې څارنوالۍ، ښوونې روزنې، د احوال نفوس لوی رياست او…….. کيسه همدغسې.
۵۲ کابل مېشتي وياندان دي. ۵ يې په پښتو خبرې او ليکل نهشي کولای، خو له دې ټولو سره سره له ما سره مې هره ورځ د وزير په دې جنجال وي چې ولې په دري خبرې نشم کولای؟ حال دا چې زه په پښتو خبرې له تعصبه نه کوم، بلکې دري مې سمه زده نه ده. په پښتو پيغام په ښه ډول رسولای شم. غم دا دی چې پښتون وياند کېږي، بايد دواړې ژبې يې زده وي. موږ ته دواړې ژبې شرط شي، خو که بل څوک راځي، خير دی يوه ژبه هم کفايت کوي. زبان خو وسيله افهام و تفهيم است. که اکثريت پرې پوه نهشي هم، هيڅ پروا نه کوي. يوه ورځ مې په فيسبوک خورا په احترام له نادر نادري هيله وکړه چې ولې يې د تذکرو په ازموينه کې په پښتو پارچې نه دي وېشلي او ټولو ته يې له يوې مخې دري پارچې ورکړې؟ په دويمه ورځ يې له وزيره زما د منفکۍ غوښتنه کړې وه. دا يې د امريکا له هارورډه فارغ التحصيل ځوان چې په سټراټيژيکو اړيکو کې د ولسمشر سلاکار و. هغه دومره خودخواه شي چې په يوه مشروع او قانوني غوښتنه دې له دندې لېرې کوي؛ نو که تر دې پورته دې ورته وويل، ممکن و دې هم وژني.
د طالب هسې نوم بد دی، دلته د هر چارواکي په باطن کې يو طالب پټ دی چې په سخته کې ځنې څرګندېږي. کی را زور داد که ظلم نه کرد، و کی را زر داد که سود نه خورد.
دا دومره لويه سريزه مې د دې لهپاره وليکله چې وخت راغلی حساب وشي. له ټولو سره وشي. هر څه سره پرتله شي. موږ په ټولو کې راضي يوو. دا وېش که په هر معيار کېږي، و دې شي. که په شهيدانو او قربانيو د واک او څوکيو وېش وي، د دې نظام لهپاره يوازې د هلمند د سنګين ولسوالۍ ۹۰۰۰ تنه وژل شوي. په کونړ او لغمان کې هديرې د ولايتونو په نوم شوې چې سرتېري په کوم ولايت کې شهيد شي، د هغه ولايت په نوم يې هديرې ورته جوړې کړې. که خبره د شوروي خلاف د جګړې وي، مسعود يوازې شېر پنجشېر و او يوازې د پنجشېر دره يې ساتله. موږ ته د ټول وطن ساتل را په غاړه و. د جګړې ټول زور په مشرقي او جنوبي ولايتونو و. تر ټولو ډېر شهيدان، ډېر کډوال او ډېر معلولان همدا سيمې لري. که وېش د نفوس په سر وي، هم دا ګز دا ميدان. که وېش د کدرونو او تحصيليافتهوو په سر وي، هم يې منو. د پښتانه ماسټران بېوظيفي ګرځي، د نورو دولسم پاسان رييسان دي. يوه ورځ مې په چارو اداره کې د تشويق برنامې د بشري سرچينو رييس مصري خان ته ويل، وا سړيه ماسټري لرم، له تېرو ۶ مياشتو بېکاره ګرځم. ستاسې د تشويق برنامې ته مې سي وي در لېږلې، ولې مې نه شارټ ليست کوئ؟ وايي ته له کوم ځايه فارغ يې؟ ما ويل له پېښور پوهنتونه. ويل موږ د پېښور فارغان نه نيسو. دې ته وايي بېجرمه مجرم. سړيه ولې؟ په کوم دليل؟ که خبره ولسمشر، حکومت او نظام ته د ژمنتيا وي؛ نو تر ټولو ډېر ګواښونه مو ومنل. تر ټول ډېر خطر او تهديد ته مو ځان ورکړ. ۶ مياشتې مسلسل مو د ولسمشر کمپاين ته پاڼې تورې کړې. د همدې ولسمشر بريا ته مو خوبونه په ځان حرام کړي وو. په نيمه شپه مو د طالب له لاسه کډه را وکړه، د دې وطن له هر درد سره مو څړيکه احساس کړه. د هر خاين کيسې مو رسوا کړې. اخېر مو حيثيت دا شو؟ چې ان له وطن سره زموږ پر وفادارۍ شک کېږي؟
په ولايتونو کې خو بېامنيتي بهانه شي. راځئ همدا کابل را واخلئ. کومې سيمې يې ښې جوړې دي؟ د کومو ساحو کوڅې پخې، برېښنا دايمي، انټرنيټ موجود، ښوونځي فعال او د ښاروالۍ خدمات سم دي؟ ها خوا ان تر جبل السراج او ګلبهاره کوڅې پخې او سړکونه پاخه شوو، خو د ارګ په زر مټرۍ کې د هود خېلو، کارت نو، بګراميو، ترهخېل، څرخي پله او ده سبز سيمې د کليو تر کچې اسانتياوې هم نه لري.
په ژمي کې په خټو ککړ او په اوړي کې يې له ګردونو مخونه نه ښکاري. د برېښنا، ښاروالۍ، نوري فايبر او نورو خو نوم اخيستل هم ګناه ده. ښوونځي يې کنډوالو ته ورته وي، نه يې نظم وجود لري، نه معلم. تر ټولو ګڼ مېشتې سيمې دي. تر ټولو حکومت ته ډېر عايد ورکولای شي، خو تر ټولو کمه پاملرنه ورته کېږي. دا ځکه چې که پښتون د خپل حق وغواړي، متعصب بلل کېږي.
د ولسمشر دربار ته که د زهرا نادري او کامله جانې د ټيپ خلک ورشي په ملا ورته کړوپ شي، خو که شملور او سپينږيري پښتانه د خپل نړېدلي کور، ويران سرک، وچکالۍ وهليو باغونو، لوږې او بېکارۍ وهلو ځوانانو شکايت ور وړي، بيا چيغې پرې وهي، زړه يې بوټ وباسي چې بيا کله هم ارګ ته د راتګ جرات و نه کړي. بيا کله هم خپل حق و نه غواړي، جالبه دلته ده چې په تېرو درې کالو کې چې ولسمشر غني د کومو پښتون مېشتو ولايتونو سفر کړی، ټول يې د امنيتي قرارګاوو او امنيتي وضعيت د څېړنې په موخه کړی چې ارګ ته خطر ځنې پېښ نهشي.
خو برعکس باميان، هرات او مزار ته د پروژو د افتتاخ په موخه ځي. يا د يکاولنک او دره صوف سرک قير کېږي، يا د شهيد مزاري د هوايي ډګر پرانيسته وي، يا د کچالو د حاصلاتو نمايش وي او يا هم د سلما بند افتتاح. ټول بندونه به جوړ شي، خو د پکتيا د مچلغو او د کونړ بند به جوړ نهشي، په مس عینک به کار پيل نهشي او د کابل- جلالاباد دويم سړک به قير و نه ويني. پښتون به د ډوډۍ څښتن نهشي، پښتون ځوان ته دنده ورکول به احسان وي، خو نورو ته به د امتياز په شکل ورکول کېږي.
تر څو چې دا حساب له سره و نهشي، تر څو چې هرې سيمې او هر قام ته د نفوس په تناسب برخه ور نه کړل شي، دا وړۍ نه شړۍ کېږي. پښتون به هم مړ وي، هم پړ.
سرخط ورځپاڼه
پر ګوتو مو برکت!
سپينې خبرې اوپه حقيقت ولاړه ليکنه ده ، کور مو ودان