د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي

تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن پخپله غونډه کې د دې جرګې د ريیس عبدالروف ابراهیمي د فساد او اختلاس تورونه تایید کړل او د نوموړي د استعفا غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې مرستیال په نننۍ غونډه کې له لويې څارنوالۍ وغوښتل چې د عبدالروف ابراهیمي د فساد په اړه ورسپارل شوي اسناد په جدي ډول وڅېړي.

د ولسي جرګې غړیو د ابراهیمي له لوري د ملیونونو افغانیو فساد د جرګې د حثیت خلاف وبلل.

د ولسي جرګې غړي محمد سرور عثماني وویل د ابراهیمي خلاف لګېدلي تورونه جدي مسله او د ولسي جرګې لپاره د بدنامۍ داغ دی.

لویې څارنوالۍ ویلي چې د ابراهیمي د فساد اسناد وررسېدبي دي.

د رمضان بشردوست په شمول د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ولسي جرګې د ريیس په توګه د ابراهیمي د دندې د فسخه کېدو غوښتنه وکړه.

ابراهیمي تراوسه پورې د لګېدلیو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *