تاند- سعودي عربستان د هغه ملا پر تبلیع او موعظې بندیز ولګاوه چې ښځې یې له عقله نیمګړې بللې او ویلي یې دي چې له همدې کبله باید موټر ونه چلوي.
وروسته له دې چې شیخ سعد الحجري وویل، د ښځو عقل نیمګړی دی او له همدې کبله باید پرې نښودل شي چې موټر وچلوي، سعودیانو په ټولنیزو رسنیو کې پر دغه ملا سختې نیوکې وکړې او د سعودي عربستان حکومت پرې د وعظ کولو بندیز ولګاوه.
شیخ سعد په خورا سپکو الفاظو ویلي چې د ښځو عقل د نارینه و د عقل نیمايي ته نه رسېږي او د همدې نیم عقل؛ نیمه نوره برخه هغه وخت له لاسه ورکوي چې بازار ته ووځي او د یوه نارینه د عقل ۲۵ سلنه ورته پاتې شي.
شیخ سعد د سعودي عربستان د عسیر ولایت د فتوا ورکوونکې ادارې مشر دی.
د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې، شیخ سعد د ښځو له لوري د موټر چلولو د زیانونو او بدوالي په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل«دا د ښځو ګناه نه ده ځکه چې له ذهني نظره هغوی نیمګړې دي؛ ایا څوک حاضر دي چې له ذهني نظره نیمګړي نارینه ته د موټر چلولو لایسنس ورکړي؟ نو چې داسې ده ولې باید ښځو ته، چې عقل یې نیمګړی دی، د موټر چلولو جاز ورکړای شي؟»
دا په داسې حال کې ده چې په نورو هیوادونو کې ډېرې ښځې موټر چلوي او تراوسه پورې داسې کومه سروې نه ده خپره شوې چې په هغې کې ثابته شوې وي چې ښځینه موټر چلوونکې تر نارینه وو زیاتې د ترافیکې پېښو سبب کېږي.
په ډېرو مواردو کې ښځینه موټر چلوونکي د احیتاط او د ترافیکي قوانینو د رعایتولو په خاطر ستایل کېږي.
حاضردمه د نړۍ د ځینو ډېرو پرمختللیو او ذهینو ملتونو لکه جرمني او بریتانیا د حکومتونو مشرانې ښځې دي.
مېرمن انګیلا میرکل په جرمني کې درې دورې صدراعظمي وکړه او اوس هیله لري چې د نن ورځې (سپټمبر ۲۴) د انتخاباتو په نتیجه کې به بله دوره هم صدراعظمه شي.
په جرمني او بریتانیا کې صدراعظم د حکومت مشر یا د هیواد لومړی کس ګڼل کېږي.
He got punished for what he said.