د قمبر څلور لارې ته نژدې د بهرنیو پوځیانو پر کاروان انتحاري برید / د سپټمبر ۲۴/۲۰۱۷

تاند- د ډنمارک دفاع وزارت وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پرونۍ انتحاري حملې هدف ډنمارګي پوځیان ول.

پرون د کابل قمبرڅلورلارې ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې ۵ ملکي افغنان ټپیان شول خو څرګنده نه شوه چې بهرني پوځیان، چې د حملې اصلي هدف ول، د کوم هیواد پوځیان دي.

د ډنمارک دفاع وزارت نن /دوشنبه/ وویل« په دې برید کې زموږ ۳ پوځي موټرونه په نخښه شول خو هیڅ ډنمارکي پوځي ته مرګ ژوبله پېښه نه شوه مګر له بده مرغه درې افغان ملکیان ژوبل شول.»

ډنمارک د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې یو شمېر پوځیان لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *