د تحقیق اصول (۱۲ برخه)

لیکنه: سیداصغر هاشمي

سلېزې کلونه مخکې ټول علوم ګډ وو او هغه څوک چې په ټولوعلومو پوهېده، د فيلسوف په نامه يادېده. د ميلاد نه مخکې ټولې پوهنې د کل په ډول مطالعه کېدې، خو د وخت په تېرېدلو يې جزيات پيدا کړه. له همدې امله علوم اوپوهنې يو له بله نژدې اړيکي لري او په مجرده توګه يې مطالعه سم نتايج نه راکوي.

د يو شاعر د ښې پېژندنې لپاره مجبوره يو، ادبي علوم، د هغه وخت تاريخي واقعیات(تاريخي علوم) او ارواپوهنېز علوم مطالعه کړو، ترڅو چې د هغه د شعرونو، نثرونو او فکر ښه ارزيابي او پلټنه موکړې وي.

د څېړنې په ځينو روشونو او ميتودونو(کمپوزيت يا ډيالکټیک) کې مشترک وجوهات موندلی شو.

دغه شان د تحقيق په وخت کې باید څېړونکی د څېړنې سربېره د نورو پوهنو سره  اشنايي وي، ترڅود نورو پوهنو په مرسته خپله څېړنه ښه سرته ورسوي.

څېړنه او کره کتنه

څېړنه او کره کتنه يو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.علمي څېړنه له هغې طريقې، لارې، او روش څخه عبارت دی، چې پلټونکی يې د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم او ناسم ثابتول ټاکي، چې دا علمي حقیقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه ددې طريقې، لارې او روش په ذريعه څرګند او بيا خلکو ته وړاندې کړي، د علمي څېړنې په نوم ياديږي.

کره کتنې ته په عربي کې(نقد) په انګريزي کې يې کرټيسيسزم بولي، د يوناني ژبې له(krinin) له کلمې مشتق شوې ده.کره کتنه (نقد) په اصطلاح کې د يو شي ښې او بدې خواوې معلومول، ځان پرې پوهول او کره کول دي.(۱)

پورتنو پېژندنوته په کتنه جوتېږي، چې(څېړنه) او(کره کتنه) دوه سره بېل څېزونه يا په بله وينا د پوهنو دوه ځانګړې څانګې دي. په ځينوبرخوکې سره ورته والی او په ځينو کې جلاوالی لري، خو د دواړو تر منځ نږدې اړيکې شته او يو د بل لپاره لازم اوملزوم دي. (۲)

څېړونکی د کره کتنې د مهارت او صلاحيت لرلو پرته څېړنه نشي کولای.دې خبرې ته مو پام وي چې يوازې پر حقايقو ولاړه څېړنه چې د ادبي کره کتنې مالګه ونه لري، د څېړنې ډېره ابتدايي بڼه ده.ادبپوهان يې پوړ او درجه ډېره ټيټه ګڼي او د علمي سند د حاصلولو لپاره نه منل کېږي.

ادبي څېړنه او کره کتنه يو له بله اړين او لازمي دي، په دې معنا: چېرې چې څېړنه ده هلته کره کتنه ده او چېرته چې کره کتنه ده هلته څېړنه ده.

څېړونکي او کره کتونکي دواړه د حقيقت او رښتيا موندنې هڅه او لټه کوي.په ادبياتو کې کره کتونکی د اثر له تخليق او پنځونې سره زياتې اړيکې ټينګوي، خو ادب څېړونکی يې له رامنځته کېدو او وروسته تاريخي بهيرسره.

څېړونکی چې د څېړنې په پايله کې کوم حقايق برسېره کوي، له هغوڅخه تر هر چا زيات او ړومبی کره کتونکی ترې ګټه اخلي.

د څېړنې او کره کتنې د شريکو وجوهاتو په باب ختيځ پوهانو او لويديځ پوهانو نظرونه ورکړي دي او د اکثرو نظرونه دي، چې څېړنه او کره کتنه يو د بل لپاره د ملا او ګېډې په شان دي.

څېړنه له کره کتنې او کره کتنه د څېړنې سره مستقيم اوغېرمستقيمې اړيکې لري، سيد عبدالله وايي: (رښتينې کره کتنه له څېړنې څخه سترګې نه شي پټولای.

څېړنه يوازې تاريخ نه دی، بلکې د وګړو د ژوندانه بشپړ پېښليک په غېږ کې نيسي. څېړنه او کره کتنه يو د بل سره رابطه لري.)

د څېړنې او کره کتنې خاص مواد تخليقي مواد دي، يعنې آر او اصل شی تخليق دی. له دې پرته د دواړو منځته کېدل ناشونې ده.

کره کتونکی له تخليق سره سرو کار لري، خو محقق د تخليق له ايجاد او هم يې له وروستي تاريخ سره دلچسپي لري. د دواړو کار له تخليقاتو سره دی.

هندي ليکوال (دوکتور ګيان چند) د ادبي څېړنې او ادبي کره کتنې يوشان والی او جلاوالی په تفصيل سره ښودلی، چې دلته يې ښيو:

ورته والی او يو شان والی يې په دې کې دی چې:

۱: ادبي کره کتنه او ادبي څېړنه د ادب ډولونه او تر دغه نامه لاندې مطالعه کېږي. د دواړو کار ډېر سره ورته والی او يوشان والی لري، يعنې د حقايقو کتنه، هغه ترک او ردول يا منل، د نتيجو ايستل او داسې نور. خو توپير او جلاوالی يې په دې کې دی چې:

۲: دواړو د علم او پوهې ځانګړې څانګې دي. د څېړونکي موخه او غرض د پوهې زياتول او د کره کتونکي د پوهې نه خبرول دي. په څېړنه کې په موندلو او تر لاسه کولو ټينګار کېږي، خو په کره کتنه کې په مشاهدې کولو او کتنه. همدارنګه څېړنه خپل ډولونه لري او کره کتنه خپل، چې د دواړو ډولونه يو له بله ورته والی نه لري. د اثر د پېژندنې او د هنري ارزښت د معلومولو لپاره هڅه د ادبي کره کتنې اصلي ځانګړنه ده، خو په ادبي څېړنه کې هغه له ثانوي يا دويم ارزښت او اهميت نه برخمن دی. (۳)

ډېرې پوهنې يو د بل سره اړيکې لري.اکثره پوهان په دې نظر دي، چې څېړنه او کره کتنه يو د بل لپاره حتمي دي، يعنې چېرې چې څېړنه ده هلته کره کتنه ده او چېرې چې کره کتنه ده هلته څېړنه ده، خوځينې پوهان ددې نظرپه خلاف څېړنه او کره کتنه يو له بله بېلې بولي، چې په حقيقت کې دا يوه علمي تېروتنه ده.

د څېړنې او کره کتنې د رابطې په هکله دوه خبرې دي: اول دا چې کره کتنې ته له څېړنې څومره ګټه رسېږي، دويم دا چې څېړنه له کره کتنې پرته څرنګه بې هدفه کېږي. د کره کتنې په ډولونوکې تاريخي او ټولنېزه کره کتنه د څېړنې سره ډېره نږدې رابطه لري. په تاريخي کره کتنه کې د پنځونې د پېژندنې لپاره د پنځونکي پېژندل اړين ګنل کېږي، خو د هغې د تاريخي چاپيريال پېژندنې لپاره څېړنه پکار ده.

سيد عبدالله وايي:(په تاريخي کره کتنه کې د يو اديب چاپيريال د تاريخ په رڼا کې کتل کېږي او د تاريخ په څېر ليکل کېږي.

کره کتنه که هر ډول وي، خو له تاريخ، پنځونو، ټولنپوهنې او ارواپوهنې سره نږدې اړيکې لري او د همدې اړيکو ته په کتو سره د څېړنې او کره کتنې تر منځ ډېر کم توپير ليدل کېږي.

د کره کتنې او څېړنې د پای موخه يوه ده. دواړه د ادب پېژندنه کوي، ادبي پنځونې مطالعه کوي او د لوستونکو لارښوونه کوي.د څېړنې موخه د يوه اديب او د هغه د پنځونو په سمه توګه پېژندنه ده. (۴)

خلیل باور د څېړنې لارښود اثر کې وايي:کره کتنه د ادبي تخلیقاتو شننه او پلټنه کوي او دا معلوموي چې د اثر کومه برخه ښه او کومه یې ښه نه ده. د کره کتنې لپاره خپل اصول دي او د کره کتونکي لپاره هم خاص مهارت د کره کتنې په باب په کار دی. که د کره کتنې ځانګړنې په لیکوال کې موجودې وي نو د ادبي تخلیقاتو ارزښت زیاتیږي.که د کره کتنې شعور نه وي نو تحقیق بشپړ کېدای نه شي، یعنې تر سمې نتیجې پورې رسېدلای نه شي، محقق چې کله د تحقق لپاره تصمم ونیـسي او د تحقیق د مواردو په نظر کې نیولو سره ټول لومړني کارونه پای ته ورسوي، نو بیا هم کره کتنې ته ضرورت پیدا کېږي.

که ادب تاریخ لیکونکی د لومړۍ، دویمې او درېیمې دورې شاعرانو ډلبنده کولای ونه شي نو نه شي کولای چې د دې دورې شاعران او ناظمان سره بیل کړي، یعنې د تحقیقاتي لیکنو لپاره کره کتنه مهمه ده.(۵)

د څېړنې او کره کتنې توپير او تړاو

د څېړنې او کره کتنې په هکله ځینې خبرې پورته راغلي دي، څېړنه او کره کتنه په ځینو برخو کې سره ورته والي لري خو کله کله سره توپير لري.

د موضوع د شرایطو په نظر کې نیولو سره د ځینو پوهانو نظریات او افکار د څېړنې او کره کتنې په هکله راوړم:ژباړه:

ـ بیټ سن وايي: څېړنه او کره کتنه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي او یو د بل عکس یا ضد نشي کېدای.دا دواړه یو د بل لپاره ضروري دي.

ـ رچرډ ایلټک د څېړنې او کره کتنې په هکله داسې وايي: محقق او کره کتونکی دواړه د حق د ثابتولو لپاره هڅه کوي، د کره کتونکي سرو کار د تخلیق سره وي او محقق د کره کتونکي مخکې او وروسته کارونو باندې څېړنه کوي.

څېړنه او کره کتنه سره بېل نه دي، دواړه د ادبي متن مطالعه کوي، دواړه د تخلیقي ادبیاتو په خارجي او داخلي مواردو بحث کوي.دواړه د حقایقو او منطق قدردانی کوي.

ـ د کاناډا مشهور څېړنپوه او کره کتونکی(جارج وهیلي) وايي: ښه محقق د کره کتنې پرته د څېړنې کار وبار سم پر مخ وړلی نه شي. د کره کتونکي کار د محقق سره تړلی دی او د محقق کار د کره کتونکي سره رابطه لري. د څېړنې بغیر د کره کتنې کار نیمګړی وي.

ـ مشهور کره کتونکی(دویلک)  وايي: ادب تاریخ لیکنه د کره کتنې پرته امکان نه لري، د ادب تاریخ په لیکنه کې د کره کتنې نه بغیر کار نا سم وي. د اوس وخت او د زرو کالو مخکې تخلیقي ادبیات کره کتنې ته اړتیا لري. د ادب تاریخ لیکنې لپاره د کره کتنې په علم پوهیدل مهم اصل دی.

ـ د هند مشهور کره کتونکی ډاکټر نګیندر(ناګیندر)د څېړنې او کره کتنې په هکله داسې وايي: څېړنه او کره کتنه یو د بل سره رابطه لري. د دواړو د کار ساحه یوه ده.

د پورته اکثرو پوهانو د ویناوو پر اساس به دومره ووایم چې:

ـ څېړنه او کره کتنه سره هم ربطه دي.

ـ دواړه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي.

ـ د دواړو وظیفه توضیح او تشریح ده.

ـ دواړه حقیقتونه، صداقتونه، علتونه، اسباب او د نتایجو د لاس ته راوړلو وظیفه پر مخ وړي.

ـ د دواړو وظیفه د حقایقو اثبات دی.

ـ په څېړنې او کره کتنې پوهیدل او په دغو دواړو علومو صلاحیت درلودل د تخلیقي ادبیاتو لپاره مهم دي.

ـ د تخلیقاتو د سپړنې په هکله د دواړو علومو وظیفه مساویانه ده.(۶)

له پورته خبرو اثبات ته رسېږي چې کله کله څېړنه د کره کتنې سره رابطه لري خو کله کله یې لارې بېلې شي او جدا جدا وظیفې پر مخ وړي.

نور بیا…………………………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *