نن د سهار له اوو بجو چې دا دي د لسو بجو نه شل قیقې تیرې دي د هغه زنګ راته رانغلو. ورته په تمه یم. زړه مې درزا کوي. ورته مسج کوم ځواب یې نه راځي. خدایه ته یې وساتې راته. دا څه راکیږي. دلته مو ساه ایستل سخت شوې دي. داسې مې ستوني کې غږ بند پاتې دی. آن چیغه نه شم کولای. ستونی می درد کوي. اخ تږې یم. اوبه مې نه تیریږي.  سودایی شوم. خدایه په دې ټوله نړۍ کې دې بس زه دومره مجبوره پیدا کړې یم؟

د هرې خوا نه آوازونه اورم. بیګاه مې خپله ځواني مرګه خور په خوب لیدله. ډېرې پوښتنې مې ورڅخه وکړې خو ځواب یې نه راکولو.  خورې ستړې مه شې راغلې ؟ ای ستا د مرګ خو لا درې میاشتې نه دي پوره ولې بیرته راغلي ؟ څه غواړې؟ لکه چې ژوندۍ یې؟

وی خدایه د مړه شوي کس په خوب لیدل خو ها پخوانۍ ښځې وایې چې ښه نه وي. بل څوک غواړي ځان سره یوسي. خدایه خیر دی زه ستړې شوې یم. دوه مرګه مې په تیرو څو میاشتو کې لیدلي. په کور کې نور محشر نه غواړم. خو هغه مې ولې فون ته ځواب نه راکوي. د کابل کوڅې خو ټولې د بمبونو له خطر ناکو کیسو ډکې دي. خدایه خیر دی یو څه موده مې نیږدې خپل راته مه وژنه.

د میز په سر د تور رنګي کیبورد په سر مې ګوتې لکه د باد په زور د رپیدلې پاڼې په څیر تاویږي. فکر مې لا نورو بدو او بوږنونکو پیښو په لور ځي. که چیرته کابل په وینو سور شي او بیا غم ووینم. نوره ژوندۍ اوسېدی نشم. ساه اخیستۍ نشم. څه وکړم.

زړه مې دی پسې دفتر ته یې ورشم. پوښتنه یې وکړم. زه وربه شم. مدیر ته به مې ووایم چې څه کیسه ده. سمه ده وربه شم. اجازه به ترې واخلم. نه نه که ورته ووایم چې ددې لپاره له دفتره وځم خو راپورې وبه خاندي. وایې به چې ته دې لیونۍ ته وګوره چې د دوه ساعتو لپاره چې یو چا ځواب ورنکړ نو نیږدې ده چې دمه یې له پښو ووځي. خو څه به کوم. هر څه فکر کوم څه کولای نشم. خدای دې ما ړنده کړي. کاشکې مې یې د همکار شمیره له ځان سره ساتلې وه. اوس به مې هغه ته زنګ واهه. داسې به وکړم چې مدیر ته مې بهانه جوړه کړم نو وربه شم چې دی ولې ځواب نه راکوي. په ښار کې هم د امبولانسونو غږ اورم. که په پیښه کې یې د وجود کوم غړی ټپي شوی وي. شاید مبایل یې چرته پروت وي. وضعیت به یې ښه نه وي. مبایل به یې چیرته په وینو لړلای پروت وي. ګمان کوم فشار مې ښکته شوی. ضعف راباندې راځي. سرمې څرخ خوري. وږې شوې یم. نه نه زه به څنګه ډوډۍ خورم. که په هغه څه شوي وي. بیا به څه کوم. شاید زه لیونی شم. زه به څنګه د نورو لیونیو په څير په کوڅو کې ګرځم. نه نه زه هم ژوندۍ پاتې کیدای نشم. زه به هم ځان وژنم. خامخا به دا کار کوم. صبر چې همکاره مې ډیر په زیر زیر راته ګوري چې څه وایې. هغه وایې چې څه راشوي. ورته مې ټوله کیسه وکړه. ډاډ یې راکړ چې زه هغه خو په رسنیو کې کار کوي . که ترهګریزه پیښه کیږي نو د هغوی دفتر به یې نښه نه وي خو زه پوهیږم چې دا دروغجنه ډاډګېرنه ده.

ځکه زه پوهیږم چې تر ټولو به مونږ په خطر کې و. زه پوهیږم هغه که په رسنیو کې کارکوي خو د باندې ځي. ورځینۍ کار یې همدا دی. باید د باندې لاړ شي. باید چې خپله دنده ترسره کړي. که انفجار هم کیږي هغه اړ دی کار وکړي هغه وقفه نه اخلي. وربه شم دفتر ته به یې ورشم. پوښتنه به یې وکړم. هو ورځم. نوره مې نو په وس کې نشته چې داسې دې کښينم. کار نشم کولای. که مې ریس اجازه نه راکوي نو بیا هم ځم پریږده جریمه دې شم خو نوره دلته اوسیدای نشم. اوف زه څنګه تر هغه ځایه رسم. اوه نه د دفتر ساتونکي اجازه نه راکوي چې د باندې ووځم. هغوی وایې امنیتي وضعیت ښه نه دی. کارمندان نه پریږدو دباندې ووځي او زه همداسې په ډاګ پاتې شوم..

صبر، صبر دادی زنګ راغی. هغه دی. شکر ژوندۍ دی راته. هغه مې په سلګیو سلګیو ښه ورټلو. ورته مې ویل چې ولې یې ځواب نه راکاوه. وایې په کار کې بوخت وم. اوس مې هم د زړه درزا نه ده کمه شوې. لاپسې مې لاسونه ریږدي. خو خدایه شکر چې خه دی. دلته افغانستان دی او زه ددې هیواد په پلازمېنه کې له دومره اندیښنو سره مخ یم. دلته مونږ ددې ډاډ نلرو چې تر بیګاه دې ژوندي بیرته کور ته ستانه شو. هره ورځ چې دندې ته راځو نو په کور کې له ټولو سره خدای پاماني کوو. مونږ هره ورځ مرګ په سترګو وینو. خدایه هېواد مو آرامه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *