تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د دواړو خواوو خبرې له یوې اوونۍ راهیسي بیا پیل شوي دي.

د باندنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې له امریکايي پلاوي سره د کابل- واشنګټن د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان د مشرانو جرګې یوه پلاوي د افغانستان له سفره وروسته په اسلام اباد کې وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ به په لنډه موده کې امنیتي تړون لاسلیک شي.

خوشي شوي طالبان په افغانستان کې دفتر پرانستلی شي

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په عین حال کې د پاکستان له لوري د بندي افغان طالبانو د خلاصون هرکلی وکړ، ویې ویل: د پاکستان له محبسونو څخه خوشي کېدونکي طالبان باید مشخص ادرس ولري څو د افغانستان د سولې عالي شورا له هغوی سره په اسانه تماس ونیولی شي.

ده وویل:د ملاعبدالغني برادر د خوشي کولو په اړه د پاکستان ژمنه په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته کوي.

جانان موسي زي زیاته کړه: که ملابرادر د ځینو ملاحظو پراساس افغانستان ته نه سپارل کېږي نو په پاکستان یا کوم بل هیواد کې باید ښکاره ادرس ولري چې د سولې خبرې ورسره وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل، که د پاکستان له زندانونو څخه خلاص شوي طالبان په افغانستان کې دفتر پرانیزي نو د افغانستان حکومت به مصونیت ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *