استاد روهي پخپل يوه كتاب ( د پښتو ادبياتو تاريخ ) كې چې په ۱۳۷۰ لمريز كال كې يې ليكلى دى ، د خلقيانو له كودتا وروسته ادبياتو په باره كې ليكي :

( د شكل له پلوه د دغه وخت شعر شعار ته ورته دى . نېغ په نېغه د مطلب ټكى بيانوي ، شعريت ته چندانې پاملرنه نه پكې كېږي، او كله كله د وچو كنځلو سطحې ته راټيټېږي. په اكثرو داستانونو كې د ابتذال او سطحي توب نخښې له ورايه څرګندېږي.

له ۱۳۶۵ كال نه را په دې خوا چې د نړۍ په اكثرو سيمو كې د ازادۍ وږمه وچليده او بلبلانو ته د قفس دروازې خلاصې شوې ، په افغانستان كې هم د روغې جوړې د تګلارې په بركت يوه نسبي ازادي راغله. د تخليق له ازداۍ سره په ادبياتو كې څرګند تحول راغى . د غزل ژانر چې د شلمې پېړۍ په درشل كې له افغاني ادبياتو څخه په تبعيد محكوم شوى و، بېرته د ادب قلمرو ته راستون شو … )

له استاد روهي راوروسته د پښتو د ګڼو ليكوالو او شاعرانو په ليكنو، مركو او سريزو كې دا خبره وشوه چې د شپېتمو كلونو په منځ كې د شعر و شعار تر منځ پوله معلومه شوه.

له شعاره منظور څه دى ؟ د استاد روهي له پاسنيو جملو دا مطلب اخيستى شو چې نېغ په نېغ بيان شعاري بيان دى .

   كله چې د مينې په باره كې په فوکلور كې نېغې خبرې شوې دي، زموږ ادبپوهانو د فطری شاعري یا داسې بل نوم وركړى خو د شعار نوم يې نه دى وركړى . په ديوانونو كې چې شاعرانو نېغ په نېغه نصيحتونه كړي ، هغو ته هم زموږ كره كتونكو د وچو پندونو يا وعظونو په څېر ستاينوم خوښ كړى دى خو شعارونه يې نه دي بللي.

زموږ ادبپوهانو ولې د اوسني وخت د ادبياتو په مطالعه كې د شعار كلمې ته اړتيا پيدا كړه ؟

د شعاري شاعري محتوا سياسي، اجتماعي وي. سياسي، اجتماعي شاعري ته جدي توجه په معاصره زمانه كې وشوه. پخوانۍ شاعري تر ډیره حده فرد ته او اوسنۍ ټولنې ته متوجه ده. د سراج الاخبار له زمانې راهيسې چې شاعرانو نوي فكرونه وپېژندل او د پخوانو شاعرانو برعكس يې د ټولنې په تحول باور پيدا كړ، په شعر كې يې د سياسي، اجتماعي مطالبو بيان ته او د ډېرو خلكو د پوهولو په نيت د سپينو خبرو كولو ته مخه وكړه.

که د شعاري شاعری اصطلاح د معاصر ادب په مطالعه کې پکار راځي او معاصر ادب مو د سراج الاخبار له زمانې پیل شوی وي نو د دې اخبار او شپیتمو کلونو تر منځ په اوږده موده کې ولې دا اصطلاح عامه نه شوه ؟ ایا په دې موده کې د شعر او شعار توپیر ته پام نه کیده ؟

زما په نظر د شعر او شعار توپير ته تر دې دمخه هم د شاعرانو او شعر پیژندونکو پام و خو داسې ښكاري چې په شپېتمو كلونو كې د ادبياتو له سركاري او سوويتي تعبير سره د مخالفت لپاره د استاد روهي په څېر كسانو د شعر و شعار بحث تود کړ او وروسته بيا هغه نسل چې په شپېتمو كلونو كې يې ادبياتو ته مخه كړې وه له دې بحثه د ځان په ګټه استفاده وكړه.

د قلموالو هر نسل غواړي چې د ادبياتو په تاريخ كې ځان ته مناسب ځاى پيدا كړي. شل كلن زلمی چې په شعر ویلو یې تازه شروع کړې وي ممكن ووايي چې نن سبا په شعر كې يو حركت وينم او څلوېښت كلن شاعر شايد ووايي چې كابو شل كاله كېږي چې په شعر كې نوې سا پوكل شوې ده.

په شپېتمو كلونو كې د شعر و شعار د بېلېدو خبره معمولا هغه لیکوال او شاعران ډیره كوي چې د شوروي نيواك په وخت په كابل كې اوسېدل او دا یې د شاعرۍ د پیل وخت و.

   د شپېتمو كلونو په غالب شعري بهير باندې ولې د شعار نوم كېښودل شو؟ په دې كلمه كې څه كمال و چې ژر عامه شوه؟

دې پوښتنې ته د ځواب لپاره بايد وګورو چې شعار څه ته وايي؟

د فورم په لحاظ شعار معمولا په نثر كې وي. لنډ وي. معمولا يوه جمله وي. دا شعار چې : مخ په وړاندې د بري په لور، په ظاهره جمله نه ده ، ځکه فعل پکې نشته ،خو ماهيت يې د جملې دى ، ځكه مقصد يې دا دى چې : مخ په وړاندې د بري په لور حركت وكړئ .

د مقصد په لحاظ شعار معمولا د يوې ډلې غړيو ته خپل يو اصلي مرام په داسې بڼه وريادوي چې په دوى كې ولوله او جذبه پيدا شي.

د ادا په لحاظ شعار معمولا ساده او صريح وي. داسې چې لوستونكي يا اورېدونكي سمدستي ورباندې پوه شي او جذبه و ولوله پكې پيدا كړي.

شعار زموږ په ژبه او كلچر كې يوه منفي معنا هم لري او هغه دا چې هوايي او په واقعيت نه ولاړه خبره شعار بولو. د افغانستان د چپي ګوندونو په شعارونو کې کنځلو ته هم ځای ورکړ شوی و، مثلا د سګهای زنجیري امریکا، د شمنان قسم خورده خلق ، یا ارتجاع خون اشام په څیر عبارتونه د دغو ګوندونو په سیاسي شعارونو کې عام و.

   د استاد روهي په شان كسانو چې غوښتل په شپېتمو كلونو كې د ادبياتو په غالب سوويتي او ګوندي بهير باندې اعتراض وكړي نو د شعار كلمې يې چې د واكمن ګوند د سياسي ژوند مختلفو اړخونو ته يې اشاره لرله ، توجه جلب كړه.

   د شعر او شعار د کلمو تر منځ د معنا مخالفت خو د اواز مشابهت ( زايد تجنيس ) ، د دغو دوو كلمو په يو ځاى ذكرولو كې يو بل خوند پيدا كاوۀ چې ليكوال يې د دې جوړې بيا بيا راوړلو ته هڅول.

اوس چې نه د هغه وخت واكمن ګوند پاتې دى، نه په دنيا كې د ادبياتو په ايديولوژيك او تبليغي اهميت باندې ټینګار كېږي، نه د تكرار په علت د شعر و شعار په كلمو كې د زايد تجنيس پخوانۍ جاذبه وينو، او د شپيتمو كلونو د ليكوالو نسل خپل ځاى نوي نسل ته وركوي، ايا د كلمو دا جوړه به په راتلونکو کلونو کې هم زموږ د ليكونكو په ليكنو، مركو او كره كتنو كې د تیرو څو ویشت کلونو په څیر بیا ، بیا راشي ؟ ګومان نه کوم.

د قلموالو نوى نسل به خپل مسايل په خپله ژبه طرحه كړي. د ادبیاتو هر نسل او هره زمانه ځینې خپل اصطلاحات هم لري.

د ادبياتو او كره كتنې د تاريخ پلټونكي به دې پوښتنو ته ځوابونه پيدا كړي چې زموږ مشرانو په خپلو ادبي بحثونو كې ولې ځينې كلمې استعمالولې چې وروسته بيا له موده وغورځېدې او يا يې په معنا كې تغيير راغى؟ د مضمون له کلمې د پخوانو منظور څه و ؟ رحمان بابا او حمید مومند چې خپل کلام ته ساده وایي، په هغه وخت کې د ( ساده ) له کلمې په ادبي بحثونو کې کومه معنا اخیستل کیده ؟ له رنګین مضمونه منظور څه و ؟ د ادبي بحثونو هره اصطلاح خپله تاریخچه لري. د دغو تاریخچو لیکل پکار دي.


دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په همدې ورځ (۲۶) په تاند کې خپره شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *