خوب مې وتښتيد اوبيا تر سهاره ويښ پاتې شوم . خو دپيانو اواز مې تر اوسه هم په غوږونو کې بنگارى کوي . کيسه داسې وه  چې دکار له ستړيا نه  چې نوى دخوب ځاى ته ورغلم سملاسي ويده شوم. کوټه تورتم وه ، بهر تورتم و، په خوب کې مې هم تورتم ليده ، درڼا انځور مې نه تر سترگو کيده . کله هم دخوب اوکله هم دخوب او ويښې په منځ کې نااشنا تور اوتورتم  انځورونه وينم . هر څه را ته تور بريښي ، فکر کوم ، دا تور والي طبيعي دى اودژوند رښتوني انځور همدا دى . خو په دې تور اوخړ بخون انځور کې يو بله کوټه وينم . يوه اوږده مستطيل ډوله کوټه  چې په بر سر کې يې  يو تخت پروت دى ، دکوټې دديوال په منځ کې  کړکۍ چې دېوي پلې هينداره يې ماته ده . ماته هينداره په کاغذ پوښلې اوپه ټايپ کلکه شوي ده. دباد په لگيدو سره ترې دټپ ټوپ اواز راځي.کوټه نوره تورتم ده ، په کوز ه برخه کې يوه زړه اوماته پيانو ليدل کيږي . په پيانو دوختونو گردونه پراته دي . بستره هم چې يوه خړه کمپله پرې هواره ده ، دپنډو خاورو گرد پرې پروت دى .  دتخت په څنگ کې  يو کوچنې ميز ايښودل شوى دى ، پر ميز يوه سپينه چيني پياله ايښې ده ، هغه هم گرودونو خړه اړولي ده .

دپيالي په خوا کې  يو پنډه ديادونو کتابچه هم پاتې ده  داسې بريښي چې  کتابچه له نيمايي نه زياته ډکه شويده ، خو تر هغه ځايه چې په کې ليکنه شوي ده همالته  خود کار قلم ايښودل شوى دى. په کتابچه هم خړ گرد پروت دى. له کوټې بهر اسمان نه بريښي ۔ يوازي په تته رڼا په دغه کوټه کې پيانو او  ميز بريښي ، دماتي هينداري سورۍ کړکۍ  مښلول شوى کاغذ دباد په اثر ټپ ټپ کوي.

سترگې مې په يو سيورې نښلي ، يوه دنگ او هډور سيوري را ننووځي ، ورو په يوه ماته دړه  پيانو ته کينې، په پيانو گوتې خو ځوې  کښته پورته يې گوري. دپيانو پردې ورو ورو خوځي . حرکت کوي.

يوه شيبه سکوت احساسوم ، کوټه تورتم ده. دکړکۍ نه دټپ ټوپ اواز پورته کيږي ، بهر هم توره تياره ده . دکړکۍ له ماتې هيندارې دآسمان يوه څنډه ترسترگو کيږي ، دوه درې ستورې بريښي  سترگکونه وهي ، دسپوږمۍ درک نشته داسمان  شنه کاسه هم رسا نه بريښي . خو کله چې بيرته کوټي ته سترگي  را اړوم ،  سيورې هماغه شان  دپيانو په پردو بوخت دى .دپيانو په پردو گوتې کښته پورته کوي . خو له پيانو  ډېر ورو اونرى اواز را پورته کيږي ۔ د اواز کلمات اومفاهيم  نه پيژندل کيږي يوازې لکه گنگوسه احساس کيږي .

يوه شيبه سترگې غړوم ، گورم په خپله بستره کې غځيدلي يم ، خواوشا گورم سيورې  نه  تر سترگو  کيږي. بيرته خوب ته ورځم خو په ذهن کې مې دپيانو نرى  اواز   بنگار کوي .  په بيا ځلي خوب کې بيا هماغه گردجنه کوټه ۔ هماغه دکړکۍ شړپ شړپ او دسيورې قامت  چې په ماته دړه پيانو ته ناست دى ، دپيانو په پردو گوتې کښته پورته تېروې ، اواز ترې را پورته کيږي.  اواز پلنيږي ، اشنا بڼه غوره کوي.  نه يوازې کوټه پر سر اخلي ، بلکې احساس کوم چې په ټو ماحول، په ټوله ځمکه اوپه پاس اسمان کې دپيانو اواز خپور دى ، همدا يو اواز.

په ليارو اوسرکونو کې هم دا اواز اوريدل کيږي دغرونو په سرونو کې  هم انعکاس کوي ، په سيندونو او دريابونو کې هم زمزمه کيږي ،بلکې دهر چا په خوله  دپيانو اواز څرخي ،  دپيانو اواز ، همدا يو بند :

وطن يا کفن –

له درانه خوبه را ويښيږم ، تن مې خوله خوله وي ، سيورې نه وي ، کوټه هم بدله وي ، خو دوطن اوکفن اواز چې دپيانو له پردو يې زما ذهن ته لاره کړې وه همداسې  مې په ذهن کې انگازي کوي .

لندن : سپتمبر  ۲۲ کال ۲۰۱۷

کرگر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *