تاند- د سعودي عربستان پاچا فرمان صادر کړ چې له دې ایسته ښځې د موټرچلولو لایسنس اخیستلی او موټر چلولی شي.
د سعودي عربستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، پاچا سلمان د وزیرانو د یوه پلاوي د ټاکلو امر کړی چې په ۳۰ ورځو کې په دې اړه خپلې سپارښتنې وړاندې او د ښځو د موټرچلولو فرمان د ۲۰۱۸ کال تر جون میاشتې پورې عملي کړي.
تر دې دمه سعودي عربستان په درسته نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې رسماً ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې ښځې ولسمشرانې، صدراعظمانې، او حتي د دفاع وزیرانې دي.
په اکثرو لوېدیځو هیوادونو کې د ښځینه موټر چلوونکو بېمې په دې خاطر ټیټې دي چې ښځې په موټر چلولو کې تر نارینه وو زیات احتیاط کوي او قوانین ښه مراعتوي.
د ټکر کموالی سبب شوی چې د ښځو بیمه کمه شي.
د سعودي عربستان پاچا سلیمان د ښځو له لوري د موټر چلولو فرمان وروسته له دې صادر کړ چې دا هیواد د ښځو د حقونو په برخه کې له بدې مخینې سره سره د ملګروملتو د ښځو د حقونو د کمیسیون غړی غوره شو.
تر دې وړاندې سعودۍي عربستان د هغه ملا پر تبلیع او موعظې بندیز ولګاوه چې ښځې یې له عقله نیمګړې بللې او ویلي یې دي چې له همدې کبله باید موټر ونه چلوي.
د سعودي عربستان د رسنیو د راپور له مخې، شیخ سعد د ښځو له لوري د موټر چلولو د زیانونو او بدوالي په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل«دا د ښځو ګناه نه ده ځکه چې له ذهني نظره هغوی نیمګړې دي؛ ایا څوک حاضر دي چې له ذهني نظره نیمګړي نارینه ته د موټر چلولو لایسنس ورکړي؟ نو چې داسې ده ولې باید ښځو ته، چې عقل یې نیمګړی دی، د موټر چلولو جاز ورکړای شي؟»