له څو ورځو را په دې خوا د کندوز ولایت په یوشمیر سیمو کې د طالبانو پر وړاندې یولړ تصفیوي عملیات پیل شوي دي.
ویل کیږي چې په یادو عملیاتو کې د ارچی ولسوالي په مکمله توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده. او دا مهال په امام صاحب ولسوالۍ کې عملیات روان دي، چارواکي وایي چې په یادو عملیاتو کې یې ۷ تنه طالبان وژلي، ۵ تنه یې ټپیان کړي او ۱۵ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
څومره چې زما یادیږې لا تروسه په کندوز کې ۸ امنیه قومندانان راغلی او بیرته تللي خو چې هریو دلته په دنده ګومارل کیږي بیا له ۶ یا ۱۰ میاشتو ډیر وخت نه تیروي سمدستی ور پسې بل امنیه قومندان ټاکل کیږي اوهغه پخوانۍ یا داچې له د ندې ګوښه کیږي اویاهم کوم بل ولایت ته بدلیږې.
په اوسنۍ حکومت کې دا لړۍ روانه ده قومندان چې کله راځې نوبیا په ولسوالیو کې عملیات پیل کړی، دا خو جوته خبره ده چې د باروتو جنګ دی وچ او لامده ټول پکې سوزیږې، دا چې طالبان به دومره ډیر وی او کنه خو دمړو نیول شوو او اسیرانو شمیره ډیره ښودل کیږې، کله چې په دشت ارچې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوی په یاده ولسوالۍ کې دنهر کهنه کلې اوسیدونکو راته په موبایل کې زنګونه ووهل ویل یې چې اربکیان له قلعه ذال او نورو سیموڅخه راغلۍ زمونږ په کورونو راننوتل چې په کورنو کې ماشومان ډبولی او همداشان موبایل، تلویزون او نور ارزښتناک شیان له ځانه سره وړی.
نو ماسمدستی دکندوز امنیت آمر سمونوال عبادالله تلوار ته زنګ وواهه هرڅه مې چې هڅه وکړه خو زما موبایل ته یې ځواب رانکړ.

بیامې دامنیه قومندانی ویاند حسینی ته زنګ وواهه هغه ویل چې اوس موږ په دشت ارچی کې یو اوټول په عملیاتو کې مصروف یو نو له سیمې څخه هم خلکو زنګونو یوبل پسې را روان وو ما نو هغوی ته ډاډګیرنه ورکوله چې دا دی مسوولو کسانو سره ستاسو ستونزه شریکوم.
دې حالت ته ورته یوه ټوکه رایاده شوه، وایی چې په هلمند کې له یوکلې څخه دملې اوردو په کاروان ډزی وشوی، نو دملې اوردو عسکرو په یادکلې برید ترسره کړ او کلې ته ور دننه شول طالبان خو له کلې تښتیدلی وو خو هلته یې یو سپین ږیری ولیده له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چې دلته څوک وو؟ سپین ږیری په ځواب کې ورته وویل چې دلته ملایکې نو د اوردو سرتیری په غصه شو ورته یې ویل چې مونږ څوک یو سپین ږیری ورته ویل صاحب تاسو صحابه یې، نو د اوردوعسکر بیاتری وپوښتل خیر چې داسې ده نو کافران څوک دی؟ سپین ږیری ورته وویل چې صاحب کافران مونږه یو ځکه چې تاسو هم مونږ وژنې اوطالبان هم مونږ وژنې. او تاسو چې سره مخامخ شی بیا زمونږ په کلې کې جګړه کوی دی ځای نه مو د جنګ میدان جوړ کړی.
دکندوز دشت ارچی، امام صاحب اوچهاردری ولسوالۍ دا هغه دری ولسوالۍ دی چې پکې طالبان اوسیږې او د کلیو له مینځه په دولتې ځواکونو بریدونه کوی نو، خو دا ځواکونه بیادومره ناراسته خلک دې چې داخبره یې هیڅ په پام کې نه وی چې په دې کلې کې ښځې او ماشومان ژوند کوی دوی دخلکو کورونه تر بید لاندې نیسې په ثقیله وسلو یې ولې چې نه ووړ ګوری اونه زوړ ټول پکې شهیدانه وی!
دولتې ځواکونه هم خپله مره پوره کوې کله چې عملیاتو ته لاړ شې نیم لامده سوزوی اونیم هم وچ بیانو په رسنیو کې اعلانوی چې یادې سیمې یې د طالبانو له شتون څخه په مکمله توګه پاکې کړی، خو کله چې دوی له سیمې بیرته راګرځې بیا نو همغه خرک او درک وی، که چیری په سیمه کې له عملیاتو وروسته امنیتې پوستې افراز شې او امنیتې ځواکونه په دنده وګمارل شې نوبیابه هیڅکله هم طالبان ځای پکې ونه نیسې نه به پکې لامده سوزی اونه وچ زما موخه له وچو څخه ښکیلې خواوی دی او له لمدو څخه مې موخه عام ملکې وګړی دې چې په عملیاتو کې وژل کیږې.
په کال کې په لسګونو عملیات په یاده ولسوالیو کې ترسره کیږې د و ژنې شمیر خو پکې ترسلو اوړی دولتې ځواکونه بیا دعامو خلکو مړی هم په طالبانو کې شمیری. ګډوډه لوبه روانه ده.
زه په دولتې چارواکو غږ کوم دومره مصارف چې دوی په نظامې عملیاتوکې کوی او پکې خلک وژل کیږې ددې لګښتونو پرځای دی یو ۵۰ کسه پولیس په هره یوه ولسوالۍ کې چې د طالبانو خطر دی په دنده و ګمارې.
که چیری دولت ریښتیا هم غواړی چې په دغه ولسوالیو کې امنیت ټینګ شې باید چې مسلکې نظامې کسان په دنده وګماری ځکه چې نظام یو مکتب دی د امنیت د ټینګښت لپاره خپل مهارتونه او میتودونه لری.
نو د بیسواده وجاهله پولیس چې خپله په سیمه کې د نا امنی لامل ګرځې باید چې روزل شوی مسلکې کسان په یادو ولسوالیو کې په دنده وګمارل شې ترڅو دخلکو زړونه لاسته راوړی او په امنیتی ځواکونو باندې دخلکو د اعتماد او باور فضا را مینځته کړی نوبیابه هیڅکله څوکه نه مری اونه به کندوز نا امنه وې.
نقیب الرحمن شمسزی